لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو کې په پوځي چاوڼۍ د برید وروسته عادي ژوند بيرته سميږي خو خلک وايي سبا به کاربنديز کوي


په بنو کې د ځايي خلکو په وينا، په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته چې سړکونه تړل شوي، لارې بندې کړل شوې وې اوس په قلار قلار عادي ژوند بيرته روانيږي، خو په سړکونو د تلاشۍ د سخت عمل نه اوس هم تيريږي
په بنو کې د ځايي خلکو په وينا، په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته چې سړکونه تړل شوي، لارې بندې کړل شوې وې اوس په قلار قلار عادي ژوند بيرته روانيږي، خو په سړکونو د تلاشۍ د سخت عمل نه اوس هم تيريږي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه بنو کې په 15مه جولايۍ په پوځي چاوڼۍ د وسله وال بريد وروسته په سيمه کې عادي حالت بيرته سمېدو پله روان دي خو ځايي خلک وايي، بيا هم په سړکونو سختې تلاشۍ کيږي ځکه سبا به د امن غوښتنې دپاره کاربنديز کوي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته ضلعه ټانک کې د مرستيال کمشنر د دفتر مخې ته ځايي خلکو د امنيت دپاره احتجاجي پرلت پيل کړی دی.

په بنو کې د حملې په اړه پوځ ویلي وو، په 15مه جولايۍ بنو کې په پوځي چاوڼۍ ځانمرګی بريد شوی او بيا لس تنه بريد کوونکي چاوڼۍ ته ننوتلي وو، د پوځ ترمخه په بريد کې اته پوځيان او لس سره ترهګر وژل شوي وو.

ويل شوي وو، په برید کې تر 70 زیات پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم وو، خو پوځي بيان کې د ژوبلو په حواله څه نه وو ويل شوي.

د دغه برید زمه واري د شمالي وزیرستان د وسله والو شورا حافظ ګل بهادر ډلې منلې وه.

په بنو کې د ځايي خلکو په وينا، په پوځي چاوڼۍ د بريد وروسته چې سړکونه تړل شوي، لارې بندې کړل شوې وې اوس په قلار قلار عادي ژوند بيرته روانيږي، خو په سړکونو د تلاشۍ د سخت عمل نه اوس هم تيريږي.

په بنو کې قانون پوه او د عوامي نېشنل ګوند فعال مريد حيات وايي، ولس ته امن ورکول د پاکستان د ايين ترمخه د رياست زمه واري ده، ریاست به خپل خلک ژغوري خو دلته چې کله هم بده پېښه کيږي، زيات تاوان یې ولس ته رسي، کاروبارونه او کورونه یې اغېزمن کيږي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، سبا په 19مه جولايۍ چې د امن دپاره کاربنديز اعلان شوی، دا د ايين لاندې د خلکو حق دی خو نوموړي دعوه وکړه، دلته په بنو کې ځايي خلکو د نامعلومو نمبرو نه ټيليفونه کيږي خلک ګواښل کيږي چې کاربنديز دې نه کوي.

او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر صمد خان وايي، د خلکو ګواښل دا زړې طريقې دي، اوس خلک پوهه شوي دي په دې پاليسيانو خبر دي، په بنو کې هيڅ ډول ناامني نشته، ناامني په زوره راوړل شوې ده او سبا به دوی کاربنديز کاميابوي او په ټوله ضلعه کې به کاربنديز وي.

بنو کې د امنیت په اړه د سيمې د پوليسو مشر (آر پي او) عمران شاهد هیڅ ځواب نه دی ويلی.

خو امنیتي سرچينو ويلي، د داسې ډول پېښو وروسته حالات هم داسې وي، وسله وال په دې لارو ځي او د هغې وروسته ګامونه پورته کول وي چې ټول حالات سم شي ټول عادي ژوند به خپل ځای ته راشي.

بل لور ته د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرتې ضلعې ټانک کې د ډي سي دفتر مخې ته د ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلت پيل شوی دی او جنوبي وزیرستان ته تلونکې لاره تړل شوې ده.

ځايي خلک وايي، د انتهايي ناامنۍ سره مخ دي او د ناامنۍ د مخنيوي دپاره هیڅ اقدامات نه کيږي.

د احتجاجي پرلت يو مشر ملک رفعت الله وويل، يوه غوښتنه یې ده او هغه امنيت دی. هغه وويل په علاقه کې حالات داسې دي چې د ټانک کوم کسان په سرکاري نوکرو دي، دغه کسان علاقې ته په رخصت راشي هغه نيول کيږي او وژل کيږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، دوی د دغه ناامنۍ پرضد په وروستيو کې احتجاجونه او غونډې وکړې خو د امنیت دپاره هيڅ ډول اقدامات ونه شو.

هغه زياته کړه، د ناامنۍ نه د سيمې هره ښځه په وير ده، د علاقې زياتره خلک غريبان دي، په پوځ او ملېشه او نورو امنيتي ادارو کې په نوکرو دي، دوی د هغو دپاره پرېشانه دي.

هغه وويل، نړۍ لګيا ده پاکستان ته د وسلو دپاره مرستې ورکوي وسلې ورکوي، په ټانک کې هیڅ بنيادي اسانتياوې نشته د هغې دپاره هیڅ مرستې نه ورکول کيږي.

نوموړي زياته کړه، په ټانک کې چې په 2009م کې د راه نجات په نوم کوم پوځي عملیات شوي او خلکو ته پکې تاوان اوښتی، تراوسه هغو ته مرستې نه دي ورکړل شوي او اوس د نوو عملياتو خبرې کيږي.

په لسمه جولايۍ د ټانک په بنو روډ د اېف سي او پوليس ځواک دوه کسان نامعلومو وسله والو نيولي او بيا ترې سرونه غوڅ کړل شوي، هم په دغه ورځ د اېف سي درې نور عسکر د ګومل علاقې څخه تښتول شوي او تراوسه یې درک نه دی معلوم.

امنیتي چارواکي مني، په علاقه کې مسلې شته خو که په علاقه کې عمليات نه کيږي نو خلک شکایت کوي او که د وسله والو پرضد ګامونه اخستل کيږي نو خلک بيا احتجاجونه کوي.

د چارواکو په خبره بيا هم په علاقه کې هدفي عمليات دوام لري، او په تېرو شپږو مياشتو کې د 150 وسله وال وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG