لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: حامله ښځه او بل تن د غېرت په نوم وژل شوي


د شمالي وزیرستان په غلام خان سيمه کې د غېرت په نوم یو تن خپله حامله وراندار او یو بل تن وژلي، پولیس وایي له پېښې وروسته یې دغه تن نیولی دی. او هغه جرم هم منلی دی.

د شمالي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شفیع الله ګنډپور وايي دا پېښه د شمالی وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې 25 کلوميټره لرې د غلام خان تحصیل په لولی فقیران سدګی کلې کې رامنځته شوې، او پولیس ته مالومات تر لاسه شوي وو، پولیس بيا عمليات کړي او په پېښه کې ککړ تن یې نيولی دی.

پوليس وايي، شېر خان نومې تن پخپله ورندار او یو بل تن رسول الرحمن باندې د چړو ګوزارونه کړي او هغوی یې وژلي دي. پوليس زیاتوی وژل شوې ښځه د دوه ماشومانو مور او د اته مياشتو حامله وه.

د پوليسو په وېنا د وژل شوې ښځې لیور شک لرلو چې د هغه وراندار د رسول الرحمن نومې تن سره ناجايزه اړېکې لري.

پولیس وایي د وژل شوو دواړو کسانو مړي یې له قانوني کارروایۍ وروسته دهغوی کورنيو ته سپارلي دي.

د ډی پي او په خبره د شمالي وزیرستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې ضم کېدو نه پس په سیمه کې د غیرت په نوم د وژنې دا شپږمه پېښه ده او په دې کې ککړ ټول کسان نیول شوي دي.

هغه وويل د غېرت په نوم وژنه یو جرم دی او که يو چاته دا شک وي هغه دې پولیس ته خبرتیا ورکوي او که څوک په داسې پیښو کې وژنې کوي هغه به ګرفتارولی شي.

د ښځو د حقوقو دپاره کار کووونکي د غېر دولتي سازمان عورت فاونډيشن مشره صایمه منیر وایي د غېرت په نامه وژنې په صوبه کې زیاتې شوي دي چې ډيره د اندېښنې خبره ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې د عورت فاونډېشن مشرې صايمه منیر وويل زياتره ښځې د غېرت په نوم د خپلوانو لکه مېړه ،وروڼه یا د پلارانو لخوا وژل کیږي. او بیا دلته نوعیت بدل دی چې هغې ته د ځان وژنې نوم ورکړی شي.

د اغلي صایمه منیر په وینا “په ښه توګه د دې مخنيوي کيدای شي،د نوي قانون له مخه د دې سزا ډيره سخته ده خو خلک په دې خبر نه دي. او حکومت هم په هغې عمل نه کوي.

هغه وايي د داسې ډول پېښو پلټنې کول پکار دي ځکه چې په دې کې زیاتره ودونه د مرضۍخلاف وي او بیا خاوند د خپلې ښځې حقونه نه پوره کوي او که چرته په داسې پېښو کې خاوندانو ته سزا ورکړی شي دا پیښې به ورسره کمې شي.

هغې وویل که د کورني تشدد په ضد جوړ شوی قانون په سمو معنو کې عملي کړل شي نو د دې لارې د غېرت په نامه د وژنو او د کورني تشدد د پېښو مخه هم تر ډيره حده نیول کیدای شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG