د پاکستان د صحت وزارت وایي سږ کال ملک کې د پولیو په رپوټ شوو پېښو کې 60 ماشومانو ته د قوت مدافعت د سیوا کولو هیڅ رقم حفاظتي ویکسین نه دي ورکړل شوي چې د هغې له امله ماشومانو کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خوره شوې ده.
سږکال پاکستان کې تر اوسه د پولیو59 پېښې مخې ته راغلې دي اؤ پاکستان اؤ افغانستان په نړۍ کې هغه یواځيني دوه هیوادونه پاتې شوي چې لا هم پکې دا وایرس د ماشومانو صحت ته د یوې خطرې په توګه مخې ته ولاړ دی.
د پاکستان د سرکاري خبري شبکې اې پي پي د رپورټ له مخې د روغتیا لپاره د وزیراعظم د کوارډینیټر ډاکټر مختار احمد په مشرۍ د ماشومانو په ویکسینیشن پروګرام کې د غوره والي په موخه د اسټیرنګ کمیټۍ وړومبۍ غونډه شوې .
په دې غونډه کې د پاکستان د مرکز اؤ څلورو واړو صوبو د صحت محکمې ذ چارواکو ترڅنګ د صحت د نړیوالې محکمې اؤ یونسیف مشرانو هم برخه درلوده.
غونډې ته ملک کې د حفاظتي ټیکو یا ستنو اؤ د پولیو پروګرام د موجوده وضعیت په اړه احوال تېر کړل شوي اؤ ورته ویل شوي چې سږ کال د پولیو کومې پېښې مخې ته راغلي هغې کې 60ماشومانو ته هیڅ حفاظتي ویکسین نه دي ورکړل شوي چې له دې امله د پولیو د خورېدو لړۍ کې چټکتیا لیدل شوې ده.
د غونډې په مهال د روغتیایي چارو لپاره د وزیراعظم رابطه کار ډاکټر مختار احمد بهرت د صحت محکمې چارواکو ته ویلي چې د پولیو په ګډون د ټولو ناروغیو ویکسین باید هر ماشوما ته ورسول شي.
هغه ویلي چې د پولیو نه اغېزمنو ضلعو کې باید د اي پي آي اؤ پولیو پروګرام ګډه تګلاره وټاکل شي اؤ د پولیو د مخنیوي ورکران دې د راتلونکي مهم په مهال د حفاظتي ستنو نه محرومه ماشومان په ګوته کړي.
بل لوري ته جاپان پاکستان ته د پولیو د مخنیوي لپاره د 31 لکه ډالرو د مرستې ورکولو اعلان کړی دی.
د ډان نیوز له مخې د پاکستان د پولیو پروګرام به په دې پيسو له دوؤ کروړو زیات ویکسین اخلي چې راتلونکي کال کې به یې د پولیو د مخنیوي په مهم کې پکار راولي.
پاکستان کې تراوسه د پولیو په رپورټ شوو 59 پېښو کې تر ټولې زياتې 26 بلوچستان صوبه کې، 16 خېبرپښتونخوا، 15 سيند صوبه او یوه يوه پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده.
حکومتي او د صحت د چارو کارپوهانو په خبره، پولیو وايرس د تلعمر دپاره معذوره کول کوي، مخنيوی يا ژغورنه ترې يواځې د څاڅکو، ويکسينو د لارې کېدای شي، ځکه چارواکي بیا بيا په میاندو اؤ پلرونو غږ کوي، چې د پينځو کالو نه کم عمر خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي بيا بیا ورکړي.
په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.
Forum