لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د افغان کډوالو د مالګګۍ کېمپ اوسېدونکي وايي په کېمپ کې د پولیو وېکسين انکاریان نشته


د کېمب مشر احمد شاه وايي "دا کيمپ دېرش کاله پخوا جوړ شوی دی. په کيمپ کې د شمال، مزارشريف، زابل، پکتيکا، ميدان وردګ او غزني خلک مېشت دي. د کيمپ خلک په ښه توګه خپل ماشومان ويکسين کوي"
د کېمب مشر احمد شاه وايي "دا کيمپ دېرش کاله پخوا جوړ شوی دی. په کيمپ کې د شمال، مزارشريف، زابل، پکتيکا، ميدان وردګ او غزني خلک مېشت دي. د کيمپ خلک په ښه توګه خپل ماشومان ويکسين کوي"

د بلوچستان په مسلم باغ سيمه کې د افغان کډوالو کيمپ مالګګۍ کې د افغانستان د شمال او ځيني نورو ولايتونو په زرګونه افغانان د مهاجرت شپې سبا کوي.

نصيب الله په مالګګۍ کيمپ کې د پوليو ويکسين کار کوي او هره ورځ له شپېتو تر اوويا پوري ماشومانو ته د پوليو قطرې ورکوي.

کور پر کور د ګرځېدو ترڅنګ نصيب الله د ماشومانو د ويکسين لپاره په کيمپ کې د اوبو وړلو عمومي ځای ته هم ورځي، چېري چې د کيمپ خلک له خپلو ماشومان سره کورونو ته د څښاک اوبه وړي.

نصیب الله وايي د اوبو د ځای په اړه وايي "دلته چې کوم تر پنځو کلونو پوري ماشومان راځي، موږ هغه ويکسين کوو. موږ د کيمپ هر کور ته ورځو، چې کوم ماشومان په کورونو کې نه وي، هغه بيا دلته ويکسين کوو."

له تېرو پنځو کلونو د کيمپ د پوليو کيمپېن انچارج احمدشاه وايي، د کيمپ اوسېدونکي د ويکسين له ارزښت څخه خبر دي، او هر څوک غواړي خپل ماشومان ويکسين کړي. دلته هيڅوک هم داسي نشته چې له څاڅکو انکاري يا رفيوزل وي، خو البته که څوک ماشومان نه ويکسين کوي، هغو ته د ويکسين په اړه مالومات ورکول کېږي.

احمد شاه وايي "دا کيمپ دېرش کاله پخوا جوړ شوی دی. په کيمپ کې د شمال، مزارشريف، زابل، پکتيکا، ميدان وردګ او غزني خلک مېشت دي. د کيمپ خلک په ښه توګه خپل ماشومان ويکسين کوي. دلته رفيوزل نشته او خلک د ويکسين ډېر مينه وال دي. په کيمپ کې تر پنځو کلونو پوري د عمر لرونکو ماشومانو شمېر دوه زره دوه څلرويشت دی."

د مسلم باغ اسسټنټ کمشنر جارالله جلالزی وي او اې ډيوه ته وايي، چې مسلم باغ افغان پولې باديني ته نږدې سيمه ده او دلته د مالګګۍ افغان پنډغالي ترڅنګ په لوی بند سيمه کې کوچيان ژوند کوي، ځکه نو اوسنی کيمپين په دې ياده دوو سيمو کې ترسره کېږي.

جالزی وایي "په پوليو کيمپېنونو کې لېويز ډېر مهم رول لري، ځکه چې نوي سلنه سيمه د لېويز په کنټرول کې ده. لېويز د پوليو کارکوونکو ته سيکيورټي ورکوي. ما پخپله هم په کيمپېن کې د مالګګۍ کيمپ ليدنه وکړه. د پوليو ټيمونو، د صحت محکمې او د ضلعي انتظاميې ګډ مسووليت دی، چې دا وايرس له سيمې په بشپړه توګه ختم کړي. "

په بلوچستان کې د افغان کډوالو لس کېمپونه يا پنډغالي دي، چې د ملګري ملتونو د عالي کمشنرۍ يو این ايچ سي ار سره رجسټر دي.

د بلوچستان په ځنګل پيرعلی زي، مالګګۍ، پوستي، لېجي، ګردي ځنګل، سرانان، سرخاب، کټوۍ، زېړکارېز او غزګۍ ميناره کېمپونو کې د پولیو اوسنی کيمپېن ترسره کېږي، چې افغان کډوال ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول شيء

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG