د بنګله دېش د مخکینۍ وزیراعظمې شیخ حسینه مخالفو سیاسي ډلو د یکشنبې- اتوار په ورځ د هغې د عوامي لیګ ګوند مخه نیولې چې غوښتل یې په سرښار ډاکه کې لاریون وکړي.
په تېره اګست میاشت کې چې شیخ حسینه د خپل حکومت خلاف د پراخو احتجاجونو له کبله له هیواده وتلې ده دا له هغه راهیسې په ممکنه توګه سړکونو ته د خلکو د بیرته راوتلو لومړۍ هڅه ګڼل کیږي.
په ډاکه کې د مېرمن حسینه ګوند دغه لاریون د 1987 کال د نومبر پر 10 مه د خپل ګوند د یوه فعال نور حسین د مړینې د یاد لمانځلو لپاره پلان شوی وو چې د پخواني پوځي آمر ایچ ایم ارشاد پر ضد یې پراخ احتجاجونه راپارولي وو.
د هغې احتجاجونو په نتیجه کې اخر پوځي آمر ارشاد له خپلې څوکۍ ګوښه شوی وو او په 1990م کې یې د هغه نهه کلنه واکمني پای ته رسولې وه.
د ډاکه ښار په کومه سیمه کې چې د عوامي لیګ هغه فعال پولیسو وژلی وو هغه ځای هغه وخت «زیرو پواینټ» نومېده خو بیا وروسته په «نور حسین چوک» بدل کړی شوی او د نومبر 10مه له هغه راهیسې په بنګله دېش کې د "جمهوریت د ورځې" په توګه په رسمي توګه لمانځل کیږي.
په 1991م کې بنګله دېش له صدارتي حکومتي طرزه په پارلماني جمهوریت بدل شو او له هغه وخته راهیسې حسینه او د هغې مخالفه پخوانۍ وزیراعظمه خالده ضیاء د ملک تر ټولو پیاوړي سیاسي شخصیتونه شول.
د یکشنبې- اتوار په ورځ د حسینه شیخ د مخالفې خالده ضیاء د ګوند فعالان او د زوړپاله جماعت اسلامي ګوند پلویان د ډاکه ښار سړکونو ته راوتلي وو او هغه سیمه یې ډکه کړې وه چې پکې د عوامي لیګ لاریون پلان شوی وو.
د سلګونو زده کوونکو په ګډون نورو کسانو هم اعلان وکړ، د حسینه شیخ پلویانو ته به اجازه ورنه کړي چې پر سړکونو ودریږي او لاریون وکړي. مظاهره چیانو وویل دوی فکر کوي د حسینه شیخ ګوند هڅه کوي د لاریون په کولو سره بیرته راستون شي.
د توپیري چلند ضد زده کوونکو د غورځنګ مظاهره چیانو چې د جولای او اګست په میاشتو کې یې د ډله ییز پاڅون په نتیجه کې شیخ حسینه استعفی او هندوستان ته تېښتې ته مجبوره کړه، د اتوار- یکشنبې په ورځ یې په شدت سره د هغې د ملاتړو مخه ونیوله.
په ډاکه کې د ګڼ شمېر خلکو یوې ډلې «نور حسین چوک» ته څېرمه د عوامي لیګ ګوند مرکزي دفتر محاصره کړی وو چېرې چې د حسینې پلویان د لاریون لپاره راټول شوي وو.
په دې سیمه کې پولیسو امنیت سخت کړی وو خو عیني شاهدانو او ځایي رسنیو ویلي، مظاهره چیانو د حسینې پر څو پلویانو هغه مهال برید وکړ، چې هغوی د لاریون ځای ته د رسېدو هڅه کوله او د مخکینۍ وزیراعظمې په حق کې یې نعرې وهلې.
عوامي ليګ ويلي، کله چې د دوی د ګوند پلویان محاصره کړل شول او د مخالفو ډلو خلکو ورباندې بریدونه پیل کړل پولیسو له هغه وروسته د دوی ګڼ شمېر فعالان ونیول.
د رپوټونو له مخې د یکشنبې- اتوار په ټوله ورځ په ډاکه ښار کې حالت ترینګلی وو ځکه چې د شیخ حسینه د ګوند مخالفینو ویل دوی به د عوامي لیګ پلویانو ته په هیڅ حالت کې هم اجازه ورنه کړي چې لاریون وکړي.
عوامي لیګ د یکشنبې- اتوار په ورځ پر فیسبوک یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې چې پکې د دوی پلویانو ته لاسونه اچول کیږي.
د اګست پر پینځمه د حسینه شیخ د حکومت له ړنګېدو وروسته د عوامي لیګ ګوند مرکزي دفتر ویجاړ شوی وو او د یکشنبې- اتوار په ورځ دفتر خالي وو، خو د ویجاړېدو نخښې نښانې ورباندې جوړې وې. له دفتره بهر کنټرول د حسینې د مخالفینو په لاس کې وو.
په بنګله دېش کې سیاسي ګډوډي په داسې حال کې روانه وه چې د خالده ضیاء بنګله دېش نېشنل پارټي (بي این پي) له څو ورځو راهیسې احتجاجونه کوي او د نوبل د امن جایزې د ګټونکي محمد یونس په مشرۍ له لنډمهاله حکومته د چټکو اصلاحاتو او نويو ټاکنو غوښتنه کوي.
د محمد یونس په مشرۍ حکومت ویلي، دوی به له هنده د حسینه شیخ او د هغې د نیزدې ملګرو د ورسپارلو غوښتنه وکړي ځکه چې وایي هغوی د تېرو میاشتو په پاڅون کې د سلګونو احتجاج کوونکو د وژنې په ګډون له بشریت ضد جرمونو سره مخ دي.
Forum