لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو تنظیم او ملتپالو ګوندونو د بې درکه خلکو له کورنیو سره حکومتي مرسته رد کړه


په بلوچستان کې د جبري بې درکه شوو بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظیم او ملتپالو سياسي ګوندو د مركزي حکومت له خوا د بې درکه کسانو لپاره مالي مرسته رد کړې ده.

د بې درکه شوو خلکو د تنظیم وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ د مرکزي حکومت هغه اعلان رد کړی، چې وایي د هر بې درکه شوي تن کورنۍ ته به 50 لکه روپۍ مالي مرسته ورکوي.

ماما قدیر بلوڅ وایي د دوی بې درکه شوي خلک په کار دي، وایي د چا ورور، د چا زوى، د چا پلار لادرکه دي او دوى خپل بې درکه خپلوان غواړي او د هغوی له موندنې پرته د حکومت د مرستې غندنه کوي:

"پینځوس لکه روپۍ نه چې پینځوس اربه روپۍ ورکوي نه یې زموږ تنظيم قبلوي او نه یې خپلوان مني، موږ د بې درکه شوو له کونيو سره خبرې کړې دي او هغوی انکار کړی دى".

نه يواځې د بې درکه شوو خلکو د کورنیو سازمان بلکې بلوڅ ملتپال ګوندونه هم د حکومت دغه اعلان ته په ښه نظر نه ګوري او وايي مالي مرسته ورکول د خلکو د جبري بې درکۍ د مسئلې حل نه دى.

د نېشنل پارټۍ مرستيال مشر ډاکټر محمد اسحاق بلوچ وایي، مخکې ریاستي ادارو انکار کاوه چې هیڅوک بې درکه نه دي او وس وايي هر بې درکه تن ته به پینځوس لکه روپۍ ورکوي:

"د دې معنا دا ده چې د دوى کومه دعوه وه، هغه حکومت ثابته کړه، هر يو دا غواړي چې بې درکه شوی کس راشي، خپلوان په انتظار دي، حکومت ومنله چې واقعي بې درکه خلک شته، د دې دویم مطلب دا چې مركزي حکومت وايي پینځوس لکه ورکولاى شم سړي نه شم ورکولای".

وایس فار بلوچ مېسنګ پرسنز دا خبره هم کوي چې يو ځل بيا د ځوانانو د جبري پورته کولو پېښې زياتې شوې دي.

د دوى په خبره په تېره می مياشت کې له کوټې، تربت، نوشکي، جعفر آباد، کېچ او ماشکې څخه 17 کسان په جبري توګه پورته کړل شوي دي، د دوى په وینا سږ کال 150 کسان له بلوچستانه بې درکه شوي دي.

وایس فار بلوچ میسنګ پرسنز دعوه کوي چې له 2009م بيا تر اوسه په بلوچستان کې 7000 ته نیزدې کسان بې درکه دي، د 2,500 جبري بې درکه شوو کسانو مړي تر لاسه شوي او 2,500 کسان راخوشي شوي هم دي.

د بې درکه شوو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د جبري بې درکۍ پړه د پاکستان پر استخباراتي او امنیتي‌ ادارو باندې اچوي خو حکومت او پوځ دغه تورنه بیا بیا رد کړي او دعوه یې کړې چې په دوی کې اکثر یا افغانستان ته تللي او یا له وسلوالو تنظیمونو سره ملګري شوي او وخت په وخت وژل شوي دي.

په روان کال کې سرکاري وکيل په اسلام آباد کې عدالت ته ويلي چې د وزيرانو يوه کمېټۍ د جبري بې درکۍ پر مسئله باندې کار کوي او دوى به ډېر زر ټول بې درکه شوي کسان را خوشي کړي.

د پاکستان د بشري حقوقو سازمان غړي وايي چې په بلوچستان کې د حقوقو او د وسایلو خبره ده چې له کبله یې د پاکستان له جوړيدو را په دې د دې لپاره دا بغاوت پيل شوی دى.

په بلوچستان کې د پاکستان د بشري حقوقو د کمیشن غړی حبيب طاهر ايډوکېټ وایي، "دا يو بشري ناورين چې په صوبه کې روان دى، خلك د حقوقو خبره کوي حکومت دوى په غدار، باغي او په مختلفو نمونو يادوي، هم له دې کبله ورځ تر بله په بغاوت کې اضافه ليدل كيږي ".

د روان کال په می مياشت کې د پوځ ویاند مېجر جرنل احمد شريف ويلي وو، چې په بلوچستان کې کوم وسلوال د ترهګرۍ په پېښو کې وژل کیږي، د دوى نومونه د بې درکه کسانو په فهرست کې شامل وو.

احمد شریف دا خبره هم کړې وه، چې د 2011م کال د مارچ له مياشتې د دوى لپاره سرکاري کميشن جوړ شوی دى، له دغه کميشن سره له 2011م څخه بيا تر اوسه پورې 10,218 مقدمې درج شوې دي، چې وایي‌ په دوى کې 80 فيصده کېسونه عدالت حل کړي دي. وایي که څوک بې درکه وي کمیشن ته دې درخواست ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG