لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان او پاکستان دواړو کې په یوه ورځ د پولیو ضد کمپاین پیل شو


پاکستان او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په یو وخت د دوشنبې- ګل په ورځ د پولیو په ضد د ماشومانو د وېکسین کولو کمپاین په داسې حال کې پیل کړی چې سږ کال پکې د پولیو پېښې زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې سږ کال په دواړو هېوادونو کې د پولیو د 64 پېښو رپوټ ورکړی دی چې وایي 41 په پاکستان کې او 23 په افغانستان کې مخې ته راغلې دي. په 2023م کال کې په دواړو هېوادونو کې شپږ- شپږ د پولیو پېښې رپوټ شوې وې.

پاکستاني چارواکو ویلي، د دوشنبې- ګل په ورځ په ټول هیواد کې د یوې اوونۍ پولیو کمپاین پیل شوی چې پکې به څلور لکه طبي کارکوونکي شامل وو او د دې کمپاین هدف تر پینځو کلونو د کم عمر 45 میلینه ماشومانو ته له ګوزڼ یا فالج ناروغۍ د ژغورنې وېکسین ورکول دي.

د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پوليو 41 پېښې مخې ته راغلي چې دې کې تر ټولو زياتې 21 پېښې په بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې، 12 په سيند صوبه، شپږ په پښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې مخې ته راغلې ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل د دوشنبې- ګل په ورځ پر خپل ایکس په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، دغه درې ورځنی کمپاین به په 16 ولایتونو کې کېږي:

"دا کمپاین به درې ورځې ادامه ولري د پینځه کلونو څخه د کم عمر 6.2 میلیونو ماشومانو ته به د پولیو وېکسین تطبیق شي".

هغه له سیمه ییزو قومي مشرانو او اثر لرونکو کسانو غوښتي چې ددغه کمپاین په بریالیتوب کې دې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري وکړي.

د طالبانو حکومت د ستمبر میاشتې په نیمايي کې د پولیو د کمپاین د تر سره کېدو د بڼې پر سر د روغتیا نړیوالې ادارې سره د اختلاف له امله په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد کمپاین ځنډولی وو.

ملګرو ملتونو د ستمبر پر 16 ویلي وو، طالبانو دغه کمپاین ځنډولی دی. د روغتیا د نړیوالې ادارې چارواکي وايي په هغو بحثونو خبر دي چې په افغانستان کې د کور په کور پر ځای په جوماتونو کې ماشومانو ته د وېکسین ورکول کېدل غواړي.

که څه هم د روغتیا نړیواله اداره وایي‌، په افغانستان کې په روان 2024م کال کې تراوسه د پولیو 23 مثبتې پېښې ریکارډ شوې دي، خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، سږ کال د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په افغانستان کې په تېر 2023م کال کې شپږ ماشومان ماشومانو په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي وو، چې ټول په ننګرهار کې وو، خو سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ زياتره پېښې په هلمند او کندهار ولايتونو کې ریکارډ شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG