لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا بیا هم له پاکستانه وغوښتل چې د طالب مشرانو پرضد کلک اقدام وکړي


الیس ویلز
الیس ویلز

د جنوبي او مرکزي ایشیا په برخه کې د امریکې د حکومت یوه جگپوړې ډیپلوماته وایي چې که څه هم پاکستان د ترهگرۍ سره په مبارزې کې پراخې هڅې کړې دي، خو اقدامات یې کافي نه دي او اوس هم د طالبانو د حقاني شبکې مشران او غړي، په پاکستان کې پناه ځایونه لري.

د جنوبي او مرکزي ایشیا په برخه کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یوه مرستیاله، الیس ویلز، نن د امریکې په کانگرس کې، د بهرنیو چارو د کمیټې غړو ته، د افغانستان حالات بیان کړل.

میرمن ویلز پخپلو خبرو کې وویل چې امریکا له پاکستانه غواړي چې «د طالبانو مشرتابه، گرفتار کړي، یا یې له پاکستانه وباسي، او یا یې مذاکراتو ته حاضر کړي. نن، که څه هم موږ ځیني مثبت گامونه وینو، خو زموږ ارزونه دا ده چې موږ هغه متداومه او پریکنده اقدامات چې په رښتیا سره طالبان دې ته اړ کړي چې د سولې وړاندیز ومني، نه دي لیدلي.»

د کانگرس د بهرنیو چارو د کمیټې په غونډه کې چې نن د شورو ـ چهارشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د کانگرس یوه جمهوري غوښتونکي غړي، ټـــډ پو، هم پر پاکستان نیوکې وکړې او ویې ویل: «زه فکر کوم چې موږ باید ټولې مرستې پر پاکستان بندې کړو، تر هغو چې دوی رامخته شي او ثابته کړي چې دوی نور پخپل هیواد کې تروریستانو ته پناه نه ورکوي او هغوی بهر ته نه لیږي.»

په دې غونډه کې له الیس ویلز نه د افغانستان د جگړې او طالبانو ته د حکومت د سولې د وړاندیز په هکله هم پوښتنې وشوې. میرمن ویلز وویل چې که څه هم ولسمشر غني په فروري کې طالبانو ته د روغې جوړې یوه ډیره ښه طرحه وړاندې کړله، خو هغو تر اوسه نه ده منلې.

الیس ویلز په دې کې د طالبانو مشران ملامت کړل او ویې ویل: « د طالبانو مشران، چې ډیری یې له هیواده بهر پناه ځایونو کې اوسیږي او د هرې ورځې جگړې زور نه حس کوي، تر اوسه په دې نه دي قانع شوي چې د خبرو میز ته رامخته شي.»

د امریکا او طالبانو نیغ په نیغه خبرې؟

بل پلو د کانگرس یو ډیموکرات غړي، ایلیټ اینگل بیا وویل چې که امریکا له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو ته نه چمتو کیږي، نو د هغه په نظر، دا یوه تیروتنه ده.

ښاغلي اینگل زیاته کړه: «زما په نظر، که موږ له کیم جونگ اون سره خبرې کولای شو، یقینا" چې له طالبانو سره هم خبرې کولای شو.»

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت جگپوړې ډیپلوماتې وویل، د طالبانو مشرانو ته په کار ده په دې پوه شي «د روغې جوړې اصلي ماهیت دا وي چې کله تاسو د حکومتونو د جوړښت، د اساسي قانون ترسیوري لاندې د وگړو د حق، د بندیانو د راخوشې کیدو، او د اعتماد رامنځته کولو دپاره د گامونو د اوچتولو په اړه خبرې کوئ، دا ټولې د ملي حاکمیت پورې تړلې خبرې دي. دا هغه مسئلې دي چې باید ورباندې د افغانانو ترمنځ خبرې وشي، نه دا چې بل څوک پرې خبرې وکړي.»

میرمن ویلز دا هم وویل چې امریکا به خپل کردار ادا کړي او د جگړې د یو اړخ په توگه، حاضره ده چې په خبرو کې برخه ولري او د خبرو ملاتړ وکړي.

د سیمې د هیوادونو کردار

د جنوبي او مرکزي ایشیا په برخو کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د کانگرس غړو ته په خبرو کې، روسان په دې تورن کړل چې د افغانستان په برخه کې هیڅ مرسته نه کوي.

الیس ویلز وویل چې د امریکې په باور، روس په افغانستان کې یو اهم کردار ادا کولای شي، خو د دې پرځای، روس «په غلطه امریکا په دې تورنوي او پروپگینډه ورپسې کوي چې گني داعش موږ په افغانستان کې راپیدا کړی او گني غواړو په دې هیواد کې په مصنوعي توگه، د ترهگرۍ پرضد جگړه دوام پیدا کړي.»

میرمن الیس ویلز ټینگار وکړ چې امریکا به د افغانستان د کشالې د هوارولو په خاطر، ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته زور ورکړي. هغې وویل چې راتلونکې اونۍ د څه د پاسه دیرشو هیوادونو یوې غونډې ته ځي او په هغې غونډې کې به برخه وال، د ولسمشر اشرف غني د هڅو، او په سیمه کې د سولې د ټینگیدو ملاتړ وکړي.

د الیز ویلز په وینا، په دې غونډه کې به روس او ایران هم شامل وي.

دغې امریکایۍ ډیپلوماتې زیاته کړه چې امریکا تصمیم نیولی په افغانستان کې د روغې جوړې پر موضوع باندې د ترکیز په خاطر، په واشنگټن او همدا راز په کابل کې د امریکا په سفارت کې، یو ټیم جوړ کړي او د دې ټیم د غړو شمیر هم ورزیات کړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG