لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان لپاره محمد صادق یو وارې بیا خپل ځانګړی استازی وټاکلو



د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد صادق د ټاکنې پخلی کړی دی
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد صادق د ټاکنې پخلی کړی دی

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخوانی سفارتکار محمد صادق خان یو وارې بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د محمد صادق د ټاکنې پخلی کړی دی.

تر دې درې کاله وړاندې هم محمد صادق افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه په کال 2023م کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی ؤ ، تر هغې وړاندې نوموړي له کال 2008م نه تر 2014م پورې افغانستان کې د پاکستان د سفیر په توګه ذمه وارۍ هم ترسره کړې دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن


له محمد صادق وړاندې پخوانی سفارتکار اصف دراني افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ؤ خو هغه تېر کال په 10م ستمبر د خپل منصب څخه لرې کړل شوی ؤ اؤ تر هغې وروسته د ځانګړي استازي څوکۍ تشه پرته وه.

اصف دراني هم د کال 2005م څخه تر کال 2009م پورې کابل کې د پاکستاني مشن د مرستیال مشر په توګه خدمات ترسره کړي وؤ اؤ ددې تر څنګ په بیلابیلو وختونو کې په ایران اؤ متحده عرب اماراتو کې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی ؤ.

د اصف دراني د ماموریت په دوره کې د پاکستان اؤ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت تر منځ اړېکې زیاتې ترینګلې شوې وې .

اصف دراني پرله پسې تورونه لګول چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي خو د طالبانو حکومت پرله پسې دا تورونه رد کړي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ضد وکاروي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG