لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ پښتونخوا او بلوچستان کې په عملیاتو کې د 12 ترهګرو د وژلو دعوې کړې


د پاکستان پوځ د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان اؤ د ناکراره صوبې بلوچستان په کیچ ضلع کې د وسله والو په ضد عملیاتو کې د 12 ترهګرو د وژلو دعوې کړي اؤ وایي ددې تر څنګ امنیتي ځواکونو سره نښته کې شپږ ترهګر ژوبل شوي هم دي.

د شورو- چهارشنبې په ورځ د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي امنیتي ځواکونو په 12م او 13م نومبر د شمالي وزیرستان په مېرانشاه سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع عملیات ترسره کړي.

پوځ وایي په دې عملیاتو کې د ترهګرو یوه ځاله په بریالیتوب سره په نښته کړل شوې اؤ د عملیاتو په پایله کې اته ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

پوځ د وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې خو په کومه سیمه کې چې دا عملیات شوي هغه د پاکستان طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې یو قوي مرکز ګڼل کیږي .

په شمالي وزیرستان کې چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري هم حافظ ګل بهادر ډلې اخستې ده.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ ترهګرو لپاره د خوارجو کلیمه کارولې چې د تېرو څو میاشتو راپدیخوا د پاکستان امنیتي ادارې دا اصطلاح د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي.

پخپل یو بل بیان کې پوځ په ناکراره صوبه بلوچستان کې هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

پوځ وایي امنیتي ځواکونو دا عملیات تېره ورځ د بلوچستان د کیچ ضلعې په بلګتار سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي دي.

د ای ایس پي آر په بیان کې دعوه شوې ده چې د عملیاتو په مهال وژل شوؤ ترهګرو کې هغه ترهګره ښځه هم شامله ده چې د وسله والې ډلې لپاره به یې ځانمرګي برید ګر برتي کول.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوې ښځې نوم ثنا یاد کړی اؤ وایي هغه په بارو مشهوره وه چې ترهګرو لپاره به یې خودکش برید کوونکي پیدا کول اؤ قانون پځاي کوونکې ادارې د ډیر وخت راهسې د هغې په تعقیب کې وې.

پوځ دعوه کړې چې د وسله والو نه یې د عملیاتو په مهال وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ د ایف سي په ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG