لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: په وسله والو بريدونو کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو شوو څلورو بریدنو کې د پاکستان پوځ اته عسکر او یو د ملېشه ځواک عسکر وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار ویلي د پاکستان پوځ د هر قسمه حالاتو مقابلې کولو ته چمتو دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو او د پاکستان پوځ وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي درې بريدونه په شمالي وزيرستان او يو برید په جنوبي وزیرستان کې شوی چې پکې په یوه پیښه کې د پاکستان د پوځ یو افسر حوالدار په ګډون اووه عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې اي اېس پي ار مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل په جنوبي وزیرستان کې وسله والو د امنیتي ځواکونو یوې قافلې ته کمین نیولی و او حمله یې پې وکړوه چې پکې اووه عسکر ووژل شو او د عسکرو په ځوابي ډزو کې څلور حمله کونکي ووژل شوو.

د دې نه وړاندې سرچینو ویلي وروستۍ پېښه د افغان پولې ته نیزدې دته خېل تحصیل په دیګان سیمه کې د پوځ په ګاډي برید شوې چې پکې د پاکستان د پوځ یو افسر حوالدار په ګډون اووه عسکر وژل شوي.

په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د هغه نوم نه څرګندولو په شرط وویل د دې پیښې ځائی ته اضافي عسکر لیږل شوي، ټوله سیمه په ګیره کې اخستې او لټون عملیات پیل کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د شمالي وزیرستان اشام سیمه کې وسله والو سره نښته کې د پاکستان پوځ یو عسکر وژل شوی دی.

بیان کې ویل شوي وژل شوی عسکر 28 کلن عصمت الله تعلق د پنجاب میانوالي ضلعې سره وه.

پوځ ویلي د نښتې پرمهال د پاکستان پوځ د وسله والو په ځایونو ناتاره ډزې کړې خو وسله والو ته د تاوان اړولو څه نه دي ویلي.

د پوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړی شوی او ویلي يې دي د عسکرو د قربانۍ سره د دوی توان نور زیاتیږي.

د امنیتي سرچینو په خبره په میرعلي سیمه کې تیره شپه دملېشې په ځواک بريد کې یو عسکر وژل شوی دی.

ويل شوي دا برید د میر علي په خدي سیمه کې شوی چې پکې د کوهاټ سره تړاو لرونکې د ملېشې ځواک عسکر عدنان بنګش وژل شوی دی، د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د سرچینو په خبره دې نه وړاندې د هغه پلار په کوهاټ او ورور په پیښور کې په چاودونو کې وژل شوي دي.

سرچینې وایي بله پیښه تیره شپه د جنوبي وزیرستان مکین تحصیل تبۍ سر سیمه کې شوې او د امنیتي سرتیرو ګاډي ته نیزدې چاودنه شوې ده.

سرچینې وایي امنیتي سرتیري د بارودي توکي د پاکې لپاره په ګزومه وو او دې چاودنه کې ژوبل شوي عسکر شمالي وزیرستان رزمک سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

د روغتون سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالومات کې ویلي، روغتون ته پینځه ژوبل کسان راوړل شوي چې عسکر دي ، د سرچينو په وېنا په ژوبلو کې سي ایچ ایم عبد الغفار، سپاهي موزم، سپاهي اعجاز، سپاهي عاقیب او سپاهي خالد شامل دی چې پکې د یو عبدالغفار حالت مرګونې دې.

په خیبر پختنوخواه کې په تيرو څو ورځو کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل کيږي.

او په تیره یوه اوونۍ کې د صوبې په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې نهه پوليس، لس پوځيان او دوه د ملېشې عسکر په ګډون 23 کسان وژل شوي په وژل شوو کې يو د پاکستان پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی.

تحریک طالبان پاکستان په دغو کې د زياترو زمه وارۍ منلي دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي سيمې جنوبي او جنوبي وزيرستان کې د پاکستان پوځ دعوې کوي چې پوځ عملیاتو په پایله کې یې سيمه د ترهګرۍ نه په بشپړ ډول پاکه کړې ده.

خو په 25 مارچ د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني‌ پوځ برید شوی وو، چې د پوځ په وینا څلور پوځیان پکې وژل شوي‌ وو.

همدارنګه د مارچ 29 نېټه هم په ټانک او جنوبي وزیرستان ضلعو کې پر پوځ بریدونه شوی وو، چې د یو کپتان په ګډون نهه پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي وو.

تیر د شورو/ چهارشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې د پوځ یو لوړپوړي افسر په ګډون د پاکستان دوه عسکر او ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پولیس پینځه عسکر وسله وال برید کې وژل شوي وو.

د دغه بريدونو زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تحریک طالبان پاکستان بریدونه تر هغې وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد يې د البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي.

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل تیره ورځ (14 اپرېل د زيارت په ورځ) پېنډې کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې میډیا سره خبرو پرمهال ویلي ورستیو کې ترهګرو په بلوچستان او قبایلي سیمو کې امن امان صورتحال ګډوډ کولو پوره هڅه کړې خو پاکستان عسکرو د هغو دا ارادې ناکامه کړي دي.

هغه وویلي په تېرو درېو میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي دي.

هغه وویل د اخري وسله والو تر ختمولو به عملیات روان وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG