د پنجاب صوبې د بهاولپور ښار په یو کالج کې طالب علم خپل استاد د "غیراسلامي" غونډې په لړ کې د چاړه په گزارونو ووژلو.
ویل کېږي چې حمله کونکی طالب علم قهرجن و چې د کالج انتظاميي د راتلونکو نوو زدکونکو ته د هرکلي د غونډې یا پارټۍ تیاری نیولی و خو د هغه په نظر دا غیر اسلامي عمل و.
د وژل شوي استاد نوم خالد حمید و او د ایس ايي نمې کالج د انگریزۍ څانگې مشر و.
د بهاولپور د پولیس ترجمان ریحان گیلاني وي او ای ډیوه ته تصدیق وکړو چې خطیب حسین نومې طالب علم د شورو، چهارشنبې، په سحر خپل استاد په کالج کې ووژلو.
ښاغلي گیلاني وویل د سوشل میډیا نه د ترلاسه شویو خبرونو ترمخه شاگرد ویلي وو چې په کالج کې دې د ښه راغلاست غونډه نه کیږي.
پولیس د دې خبرې تاید وه نکړو چې گني طالب علم په خپل استاد حمله د مذهب په نامه کړې ده. د پولیس ترجمان وویل د قتل د وجوهاتو په اړه لا تحقیقات دوام لري.
مشکوک طالب علم گرفتار شوی دی.
د نورو ناتایده رپورټونو ترمخه، د کالج د وژل شوي استاد یو ورور مطبوعاتو ته ویلي چې دوه ورځې وړاندې خطیب حسین پولیس ته خط لیکلی و چې هغه پکې په کالج کې کېدونکې د ښه راغلاست غونډې مخالفت کړی و او غوښتلي یې وو چې د دغې غونډې یا پارټۍ اجازت دې ور نکړی شي.
د کالج استاد خالدحمید یو خپلوان او نژدې ملگري زاهد علي خان بي بي سي خبري ادارې ته وویل د هغه ملگری (خالد حمید) یو پرامنه او رحمدل انسان و او د کالج په شارگردانو کې ډیر مقبول و. زاهد علي خان بي بي سي ته وویل د خالد حمید قتل په ټولنه کې د زیاتېدونکي عدم برداشت نتیجه ده.
دا وړمبی ځل نه دی چې د پاکستان په یوه تعلیمي اداره کې د مذهب د سپکاوي په تور یو کس وژل شوی دی.
په کال ٢٠١٧ کې د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې قهرجنو خلکو د صحافت د څانگې زدکونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په سر ووژلو. وروسته پولیس وویل په مشال خان لگول شوي الزامات بې ځایه وو.
تېر کال د پاکستان د بشري حقونو سازمان اېچ ار اسي پي په چارسده کې د زدکوونکي د لاسه د مذهب د سپکاوي په شک د پرنسپل په وژنه غم او غصه څرګنده کړه.
ویل کېږي په شبقدر کې د ١٢ ټولگي طالب علم د شخصي کالج مشر ځکه ووژلو چې هغه په اسلام اباد کې د حکومت په ضد د یو مذهبي ډلې په احتجاج کې د برخه اخیستلو دپاره له کالجه غیرحاضر و او د کالج مشر هغه په غېرحاضرۍ رټلی و.