لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د سختې واورې او یخنۍ له امله د مرگ ژوبلې وروستی حال


د بلوچستان د پي ډي ایم اې (د بېړني حالت د خوندي/ کنټرول ساتلو ادارې) چارواکي وایي چې په پښین ضلعه کې دوه ماشومان او یوه زنانه او د ژوب ضلعې په شابزي کلي کي د یوې کورنۍ شپږ تنه د کورونو د چتونو د راپرېوتو له امله مړه شوي د ژوب په پېښه کې درې زناني او درې ماشومان دي.

د بلوچستان لېویز کنټرول د چاروا کو په وینا، په پښين او ضلع شیراني کې لس تنه ژوبل شوي دي. په شیراني کې د موټر د ښوېیدو له امله هم پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د صوبې په شمالي سیمو کې چې له افغانستان سره پر پوله پرتې دي، لکه قمردین کارېز، بادیني، لوی بند، توبه کاکړي، برشور، توبه اڅکزۍ، کرتا او په کوټه، زیارت (سېلگرۍ مرکز)، مستونڰ او کوږک کې سخته واوره اورېدلې چې په ځینو ځایونو کې د دې واورې اندازه دوه فوټه ته رسیږي.

د وارې د اوریدو له کبله لوې او وړې لارې له تیرو ۲۴ ساعتو څخه بندې دي.

د کوټې ژوب لارہ پر کاڼ مھترزۍ، د کوټې چمن لارہ پر درہ کوژک، د کوټې مستونڰ (کراچۍ) لارہ پر لک پاس، او د کوټې ډي جي خان لويه لارہ د لورالایي پر سپېرہ راغه بندہ دہ.

د لارو په بندیدو سرہ گاډو کې مسافر له زیات یخ، د خوارک کمښت او د ځان تود ساتلو لپارہ د اسبابو د نه لرلو له ستونزو سرہ مخ دي.

د بر شور کلي محمد اکرم ډیوہ ته ویلي چې د توبې او د شا و خوا کلیو لارې بندې دي خلک مریضان دي، خو روغتونونو ته د وړلو لارہ نه لري.

د ایالت اعلی وزیر د پي ډي ایم اې د دفتر دورہ وکړہ او د ټولو ضلعو و انتظامي افیسرانو ته یې ایسار شویو مسافرو ته د خوارکي توکو د ورکولو او د لارو د خلاصولو امر وکړ.

د اعلی وزیر جام کمال په وینا، دا اندازہ ورته نه وہ چې د جنوري په میاشت کې به دومرہ زیاته واورہ او بارانونه کېږي.

د پي ډي ایم اې او د موسمیاتو د محکمې راپورونه دي چې واورہ او بارانونه به تر راروانو څلرویشت ساعتو، یعنې د نهې یا سې شنبې په ورځ لا ھم اوري.

له بلې خوا د واورې د زیات اورښت له کبله، د بلوچستان ایالت په درېیو ضلعو کې د پولیو وایرس ضد د څاڅکو کمپاین هم ځنډول شوی دی.

د پولیو د بيړني مرکز د مرستیال مشر ډاکټر آفتاب کاکړ په وینا د بلوچستان په پنځلسو ضلعو کې د پولیو کمپاین د جنوري پر ۱۳مه نېټه پېل کېږي. د شاغلي په وینا د واورې د اورښت له کبله په درېیو ضلعو سبي، هرنایي او مستونڰ کې کمپاین دوې ورځې و ځنډول شو او د جنوري پر پنځلسمه نېټه به بیرته پېل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG