لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکې: په تېرو څو میاشتو کې بلوچستان کې لادرکه ١٥ کسان کورونو ته ستانه شوي


د وایس فار بلوچ مسنگ پرسنز نومې اداره وايي د لادرکه کسانو شمېره د حکومتي شمېرو برعکس په سلگونو کې نه بلکې په زرگونو کې ده
د وایس فار بلوچ مسنگ پرسنز نومې اداره وايي د لادرکه کسانو شمېره د حکومتي شمېرو برعکس په سلگونو کې نه بلکې په زرگونو کې ده

په پاکستان کې د لادرکه کسانو دپاره د حکومتي کمیسیون غونډې ته د امنیتي ادارو مامورینو ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د بلوچستان صوبې ١٥ لا درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه کړی شوې دي.

په ستانه شوو کسانو کې شپږ د بلوچستان د تربت ضلعې او نور د پشين، چاغي، کوټې مستونګ ، نوشکي او خضدار دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کوټه کې ترسره شوي دغه د لادرکو کسانو د کمیسیون ٢٠ ناسته وه او د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو د محکمې يو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې د کمیسيون په غونډه کې د ١٢٢ لا درکو کسانو په اړه اورونه وشوه.

د سرچينې لمخه کميسيون ته د ٢٢ نورو لادرکو کسانو نومونه هم وړاندې کړل شوي دي چې د سږ کال په تيرو څلورو مياشتو کې له بلوچستان څخه لادرکه دي.

د رپوټونو لمخه تر اوسه کميسیون ته د ۴٠٠ نه د زيات د لا درکو کسانو نوملړ يا لسټ ورکول شوی دی چي تر اوسه یې ١٩٣ کسان خپلو کورونو ته ستانه کړېې دي. دغه کمیسیون په ٢٠٠٩ کې د پاکستان وفاقي حکومت جوړ کړی دی.

کميسيون ته د لادرکو کسانو د کورنۍ غړي او د پاکستان څارګرو ادارو چارواکي ورځي خو د کمیسیون غونډې ته خبریالان نه پرېښودل کیږي او معلوماتو ته رسايي نه لري.

د “لادرکو بلوڅانو ږغ “نومي تنظيم ( واېس فار بلوڅ مسنګ پرسنز) نصرالله بلوچ ډيوه ته ووېل چې دوی له ٢٠١٢څخه د کميسيون په غونډو کې له کډون څخه ډډه کړې او د احتجاج په توګه کميسيون ته نه ورځي.

د نصرالله بلوڅ په وېنا کميسيون ورته ويلې چې تاسو د لادرکه شویو کسانو تفصيل او ثبوتونه راوړئ هغه وايي چې دوی ثبوتونه ټول ورکړي خو کميسيون ورسره بيا هم هغه مرسته نه ده کړې کومه ته چې اړتيا وه ځکه اوس د کميسيون غونډو ته نه ورځې.

تردې لمخه د واېس فار بلوڅ مسنګ پرسنز ماما قدير بلوڅ ډيوه ته ووېل چې دوی ځکه د کميسيون غونډو ته نه ورځي چې "په هغه اجلاس کې د شرکت څه فائده په کوم کې چې د دوی شکايتونه نه اورېدول کيږي او نه يې حل راوځي."

ښاغلي بلوڅ ووېل که يوې خوا ته د ورکو کسانو لپاره عدالتونه لګول کيږي خو بلې خوا ته د نورو بلوڅانو دلا درکه کولو سلسله لا ھم دوام لري. د ماما قدير په وينا چې که سل يې خلاس کړې خو تر٣٠٠ زياته يې نور پورته کړې.

د بلوچستان ايالتي حکومت وياند لياقت شاهواني وي او ای ډیوه ته وویل چې د بلوچستان حکومت د دې مسلې د حل کولو لپاره کوټلي ګامونه اخيستي او دا ستونزه به حل کوي.

ښاغلي شاهواني وویل د ورکو يا لا درکه شویو کسانو لپاه کار کونکي تنظيمونه بېلا بېل لسټونه ورکوې چې شمېر پکې جلا جلا دی. د ھغه په وېنا دوی دې حکومت ته پوره او یو نوملړورکړي چې حکومت خپلې هڅې لا زياته کړي.

د رپوټونو لمخه تر اوسه کميسیون ته تر څلورسوه زياته لا درکو کسانو نوملړ يا لسټ ورکول شوی دی چي تر اوسه یې د ۱۹۳لا درکه کسانو کړل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

بلخوا د بلوڅ ملت پاله ګوند بي اين پي مينګل مشراختر مېنګل په وينا د ھغه د ګوند په هڅو تر اوسه پورې د ٣٠٠ نه زیات کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. اختر مينګل سږ کال د پاکستان په پارلېمنټ کې د پنځه زره څخه د زیاتو لادرکو بلوڅانو دعوه کړې وه او د هغو نوم لړ يې د قامي اسمبلی سپيکر ته ورکړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG