لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د 14 امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، حکومت د سخت ځواب ورکولو ويلي


Pakistan Shooting
Pakistan Shooting

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې په بېلابيلو وسله والو بريدونو کې د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، حکومت وايي حمله کوونکو ته به سخت ځواب ورکولی شي. او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې ده.

بلوچستان کې د زياتو حملو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې ده.
د بلوچستان صوبې وزیراعلا سرفراز بګټي تېر ماسخوتن په يوه خبري غونډه کې وويل، وسله والو 38 بې ګناه کسان وژلي دي.

بګټي زياته کړه، بلوچستان کې بلوڅو کوم پنجابی نه دی وژلی، ترهګرو پاکستانيان وژلي دي، دوی مرور نه بلکې ترهګر او شرخوښي دي، او زر به منطقي انجام ته ورسول شي.

هغه ویلي، دوی مذاکرات کوي، خو د چا سره یې وکړي، او زياته کړې یې ده، د ابادو نه په امنيتي ځواکونو حملې کيږي.

له دغې وړاندې د کورنيو چارو مرکزي وزیر محسن نقوي هم په يوه خبري غونډه کې ویلي وو، بلوچستان کې چې چا حملې کړي دوی مرور نه دي، ترهګر دي او حمله کوونکو ته به کلک ځواب ورکولی شي.
هغه ويلي وو، بلوچستان کې بهرني عناصر حالات خرابوي او بې ثباتي جوړوي، پرونۍ حملې يو دم نه بلکې په پوره منصوبه بندۍ شوي دي.

د نقوي په خبره، ترهګرو حمله کړې، د استخباراتو هيڅ ناکامي نه ده.

بلوچستان کې يادې حملې د 25م او 26م اګست په مينځنۍ شپه کې پيل شوې، او تر پرونه پورې روانې وې.
په دغو پېښو کې په موساخېل ضلع کې چارواکو د 22 کسانو د وژلو او شپږو پورې ژوبلېدو تاييد کړی دی.

د موسا خېل ضلعې اسټنټ کمشنر نجيب الله کاکړ وي او اې ډیوه ته ويلي، د پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په پوله د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې وسله والو 22 کسان وژلي، چې پکې 19 د پنجاب او درې تنه د بلوچستان دي.

د کاکړ په خبره، وسله والو 21 ګاډي هم سوځولي دي.

بله پېښه په قلات سيمه کې شوې، چارواکو ويلي، دغلته په وسله والو بريدونو کې د ليويز اهلکارو او پوليس په ګډون د 11 پورې کسان وژل شوي دي. د کچې ضلعې په بولان کې د شپږو تنو مړي ترلاسه شوي وو.

او په لسبېله کې په امنيتي کېمپ وسله وال بريد شوی، پرون تر ناوختې دغلته د نښتو خبرونه مخې ته راغلي دي.
د پاکستان پوځ ویلي، د وسله والو ضد عملياتو کې لس پوځيان او څلور د قانون نافذونکو ادارو اهلکار وژل شوي دي. پوځ ویلي، عملياتو کې یې 21 ترهګر هم وژلي دي.

هم پرون په مستونګ کې د ليويز په تاڼه بريد، سبي، پنجګور او تربت کې هم د چاودنو خبرونه ورکړل شوي وو.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شريف او سياستوالو په بلوچستان کې د بريدونو غندنه کړې ده.

شهباز شريف ویلي، په ملک کې هيڅ ډول ترهګري د منلو نه ده، او په دغو پرونو پېښو کې ککړو ته به قرار واقعي سزا ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG