لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په دې رپورټونو کې حقیقت نشته چې پاکستان نه د تابکارۍ مواد برطانيې ته رسېدلي دي


د برطانيې دي سن ورځپاڼې په یو رپورټ کې وېل شوي وو چې د دسمبر په 29 نېټه په هيتهرو اېرپورټ کې مسافرو د سامان د معمول لټون په مهال د تابکارۍ مواد برامد شوي وو او تشویش یې راپارولی و چې دغه مبینه مواد د ډرټي بم په جوړولو کې کارېدی شي
د برطانيې دي سن ورځپاڼې په یو رپورټ کې وېل شوي وو چې د دسمبر په 29 نېټه په هيتهرو اېرپورټ کې مسافرو د سامان د معمول لټون په مهال د تابکارۍ مواد برامد شوي وو او تشویش یې راپارولی و چې دغه مبینه مواد د ډرټي بم په جوړولو کې کارېدی شي

د پاکستان د خارجه دفتر دا رد کړي چې د رپورټونو چې ګني د برطانيې سرښار لندن په هيتهرو هوايي ډګر قبضه کې اخیستل شوی یو پېکېج چې د کراچۍ نه لېږل شوی و پکې په مبينه توګه يورېنيم مواد ؤو.

د برطانيې دي سن ورځپاڼې په یو رپورټ کې وېل شوي وو چې د دسمبر په 29 نېټه په هيتهرو اېرپورټ کې مسافرو د سامان د معمول لټون په مهال د تابکارۍ مواد برامد شوي وو او تشویش یې راپارولی و چې دغه مبینه مواد د ډرټي بم په جوړولو کې کارېدی شي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول هفته وار خبري کانفرنس ته وویل په مطبوعاتو کې د مبینه موادو په اړه رپورټونه لیدلي دي خو د برطانیې چارواکو ورسره په دې لړ کې سرکاري معلومات نه دي شریک کړی.

په مېډيا خپاره شوي راپورونه کتلي خو د برطانيې چارواکو د پاکستان سره په دې لړ کې کوم مالومات په سرکاري توګه نه دي شريک.

اغلې بلوچ زياته کړې باوري دي چې دا خبرونه به سم نه وي.

د نړیوال خبري ادارې رويټرز د خبر ترمخه د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر رچرډ سمت وېلي چي د دسمبر په 29 نېټه هيتهرو اېرپورټ کې د معمول د چانچ پړتال په مهال د يورېنيم موادو درک لګولې شوې وو چې مقدار ې ډېر کم وو او ماهيرينو اندازه لګولې وه چې داسې کوم خطر نشته.

د برطانيې په ورځپاڼه دى سن کې چاپ شوي يو رپورټ کې دعوه کړې شوې وه چې د تېر دسمبر میاشت کې د لندن د هيتهرو هوايي ډګر باندې په يورېنيم ککړ د دهات يوه ټوکړه ترلاسه شوې وه او دغه مواد د پاکستان د کراچۍ ښار څخه د عمان د لارې برطانيې ته تللي جهاز کې سامان کې موندل شوې وو.

يورېنيم يو تابکار ماده چې په قدرتي توګه موجود وي او کله چې يورېنيم په ساېنسي توګه غني کړې شي نو په جوهري وسلو کې کارول کېږي.

ښکاره دې وى چې په نړيواله کچه د يورېنيم په ګډون د خطرناکو مادو د يو ځاې څخه بل ځاې ته وړل د څارنې د سخت پروټوکول لاندې کېږي.

پاکستان کې د نيوکلير فزکس استاد او ساېنس پوه پروفيسر پروېز هود باي پدې اړه ډيوه سره خبرو کې وېلي دا دومره لويه خبره نه ده او نه ددې څخه کوم بم جوړېدلی شي.

هغه واي يورېنيم يو قدرتي څيز دې او تر څو چې دا ساېنسي عمل د لارې غني کړې شوې نه وي نو هېڅ اهمیت نه او باید چې داسې خبرونو ته غوږ وه نه نيول شي.

پاکستان په نړۍ کې هغه وخت د جوهري وسلو د جوړونکو الاتو په قاچاق بدنام شو چې کله کال 2004 کې د هیواد د جوهري وسلو ساېنسدان عبدالقدېر خان ومنله چې هغه د جوهري وسلو د جوړولو نقشې او الات ایران، عراق او شمالي کوریا ته سمګل کړي وو او هغه مهال د پاکستان پوځي صدر پروېز مشرف دې په کور کې نظر بند کړو چې په دې ورستو کلونو کې مړ شو.

ورځپاڼه ډان د پاکستان د خارجه وزارت د چارواکو له قوله لیکي وېره ده چې دا معامله د پاکستان د بدنامولو لپاره قصدي راښکل کېږي او وايي که داسې پېښه شوې وې نو د پاکستان د اېکسپورټ کنټرول په مېکانېزم او تابکاري موادو په خوندیتوب به پوښتنې ولاړېدې.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG