په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې د بې درکه کسانو د خپلوانو احتجاج دوام لري، د پاکستان وزیراعظم د قانون وزارت ته امر کړی چې د بې درکه تنانو په حقله دې موثره قانون سازي وکړي.
په اسلام اباد کې د زیاترو مظاهرچیانو تعلق د بلوچستان صوبې سره دی او په اسلام آباد کې د ډیرو ورځو نه په احتجاجي پرلت دي او وايي که چېرې ریاست بې درکه تنان نه شي موندلی نو د خیرخیریت یا بیا د مرګ خبر خو چې ورسره شریک کړي.
احتجاج کونکي دا غوښتنه هم کوي چې وزیراعظم عمران خان دې ورته ضمانت ورکړي چې بې درکه تنان به بیرته خپلو کورونو ته زر راشي خو نه وزیراعظم عمران خان او نه هم بل حکومتي تن مظاهرچیانو ته ورغلی دی.
البته د مخالفو ګوندونو مشرانو لخوا دې بې درکه تنانو احتجاج اؤ احتجاجي ناستې ته د ورتګ لړۍ دوام لري اؤ د حکومت لوی مخالف ګوند پاکستان مسلم لیګ مرستیالې مشرې مریم نواز نه پس د عوامي نېشنل ګوندسېکتر میا افتخار هم دې احتجاج کونکو ته ورغلی و اؤمیډیا سره د خبرو په وخت یې ویلې ریاست باید د احتجاج کوونکو فریاد واوري اؤ که چېرې بې درکه تنانو کې څوک مړه شوې هم وي نو باید چې کورنۍ دې خبر کړی شي.
میا افتخار وویل چې دې خلقو خپلې جایز غوښتنې د پاره د پرامنه احتجاج لاره خپله کړې ده که چېرې غوښتنې یې نه پوره کیږي اؤ دا خلق که بل څه لاره خپلوي نو ګناه به یې نه وي.
بلخوا وزیراعظم عمران خان د قانون وزارت ته امر کړې دې چې بې درکه تنانو په حقله دې زر قانون سازي دې اوکړي.
د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز میډیا ته ویلي دي چې د کابینې غونډه کښې د بې درکه تنانو په معامله خبرې شوې دي اؤ وزیراعظم دغه مسئله سنجیده آخلي اؤ وزیراعظم امر کړې دې چې په دې حقله دې قانون سازي زر وشي.
د دې نه وړاندې د بشري حقونو وزیرې شیري مزاري ویلي و چې زر به پارلیمان ته منظورې د پاره داسې قانوني مسوده وړاندې کوي چې څوک د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړ وي هغه به مجرم ګرځولی شي.
آیا دغه مجوزه قانون به جوړ شي اؤ که جوړ شو نو څومره به موثره وي؟ په دې حقله د پښتون زغورنې غورځنګ، چې د بې درکه تنانو د پاره آواز هم پورته کوي، د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایې چې وړاندې دوي اؤ بلوچستان نیشنل ګوند مشر اؤ قامي اسمبلې غړي سردار اختر مېنګل قامي اسمبلې ته دوه ځلې داسې قانوني مسودې وړاندې کړې وې چې د کومو سیکورټي ادارو غړي د خلقو په بې درکه کولو کې ککړ وي هغوی د پاره دې سزا مقرر شي. محسن داوړ وویل دواړه ځله حکومت د دوی قانوني مسوده د قانون سازې د پاره منظوره نه کړه.
محسن داوړ وایې باید چې د بشري حقونو نړيوال تنظیمونه د بې درکه تنانو د معلومولو د پاره په پاکستان فشار زیات کړي.
د بې درکه تنانو خپلوان تور لګوي چې د پاکستان سیکورټي اؤ استخباراتي ادارې د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړ دي خو د پوځ ویاندې ادارې یا اي اېس پي آر پخواني مشر میجر جنرل آصف غفور ويلي وو چې بې درکه تنانو کې زیات تره وسلوال ترهګر تنظیمونو کې شامل شوې دي اؤ ډیر پکې افغانستان ته هم تللې دي.