لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په لومړي ځل عيسايي مېرمن ته پوځ کې د بريګيډيير په عهده ترقي ورکړل شوې


Pakistan's first Christian female brigadier in Army Medical Corps
Pakistan's first Christian female brigadier in Army Medical Corps

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پاکستان کې په لومړی ځل عيسايي مېرمن ته پوځ کې د بريګيډیير رتبې ته په ترقۍ ورکولو اومبارکي ورکړې ده.‏ د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) د خبر ترمخه، هيلن مېري رابرټس د پاکستان د پوځ د طب په څانګه کې دنده ترسره کوي.‏

وزيراعظم ويلي، د پاکستان د مسيحي لږکۍ ټولنې غړې بریګيډيير رابرټس په لومړي ځل په پوځ کې په ياده رتبه ترلاسه کولو تاریخ جوړ کړو.‏

شبهاز شریف ویلي، هغه او ټول قام رابرټس ته اومبارکي ورکوي. نوموړي د بریګيډييرې د محنت ستاينه کړې او ويلي يې دي هغې ثابته کړه چې ‏پاکستانۍ مېرمنې په هر ډګر غوره کردار لوبولی شي او د هيچا څخه کمې نه دي.‏
د پاکستان د وزيراعظم په خبره، قام په بريګيډيير رابرټس وياړي چې د هغې په څېر د لږکيو ټولنې سره تعلق لرونکې په سلګونو مېرمنې د پاکستان خدمت ‏کوي.‏

پاکستان کې د کال ‏‎2017‎م د سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د عيسايي ټولنې ټوله ابادي د ‏‎2.6‎‏ ميلينو څخه زياته يا ‏‎26‎لکه ‏‎42,048‎‏ وه، ياده ټولنه پاکستان ‏کې د هندو لږکيو پس دويمه غټه لږکۍ شمارل شوې وه.‏
د کال ‏‎2017‎م د سرشمېرنې ترمخه د پاکستان ټوله ابادي‎ 207.68‎‏ ميلينه ښودل شوې او عيسايي ټولنه یې خواوشا ‏‎1.2‎فيصده جوړېده.‏

پاکستان کې د لږکيو د حقونو په حال او سرغړونو اکثره د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه نيوکې کوي.‏
پاکستان کې عیسايي ټولنه وخت په وخت شکايت کوي چې د ټولنې پرضد بې زغمي سېوا کيږي حملې پرې کولی شي، هدفي وژنې یې کيږي، د عبادت ‏ځايونه او هدېرې یې هدف جوړل کيږي.‏

او روان کال د اپرېل په مياشت کې امریکا ويلي وو، تېر کال پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه وو بدل شوی.‏
‎ ‎د ‏اپریل پر 22مه خپور شوي امریکايي رپورټ کې ويل شوي وو، په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو ‏باوري رپوټونه تر لاسه کړي او ‏حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې یې لاس ‏لرلو.‏

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلینکن په یوه آنلاین بیان کې ويلي وو، د دغو رپوټونو په را غونډولو کې له مختلفو معتبرو او ‏پر حقیقت ولاړو ‏سرچینو څخه معلومات اخیستل شوي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي.‏

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې وو، دغه ‏رپورټ ‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

‎په امریکايي رپوټ کې په پاکستان د نورو سرغړونو سره د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینواو د مذهبي ‏اقلیتونو خلاف پېښو يادګېرنه شوې وه.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت امریکايي رپورټ ته په غبرګون کې ویلي وو، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري ‏حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او ‏په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.‏
د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، د امریکې نه تمه لری چې په دغه ډول رپورټونو جوړولو کې د بې طرفۍ او زمه وارۍ څرګندونه وکړي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG