لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممتاز زهره بلوچ: پاکستان د بشري حقونو نړیوال معیارونه په بشپړ ډول تسلیموي


پاکستان د پوځي عدالتونو څخه د نهم مې د پېښو په تړاؤ عامو وګړو ته په اورول شوؤ سزاګانو د نړیوالې ټولنې نیوکو ته پخپل غبرګون کې ویلي دي چې، پاکستان د بشري حقونو نړیوال معیارونه په بشپړ ډؤل تسلیموي.

امریکې، برتانیې اؤ اروپاي اتحادیې تېره اوونۍ ۲۵ پاکستاني وګړو ته د نهم مې پېښو کې د لاس لرنې په تورونو د پوځي عدالتونو لخوا په اورول شوؤ سزاګانو اندېښنې ښودلي اؤ دا یې د بشري حقونو په ضد عمل بللی دی.

د نړیوالې ټولنې له دغو نیوکو وروسته د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د نهې یا سه شنبې په ورځ پخپل یو بیان کې د نړيوالو هیوادونو نیوکې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان د عدل نظام د سول اؤ سیاسي حقونو د نړیوال کنونشن د مادو سره مطابقت لري.

خارجه ویاندې ویلي د پاکستان د عدل نظام بنیادي حقونو اؤ ازادیو ته درناوی لري اؤ په پوځي محکمو کې چې چاته سزاګانې اورول شوي هغوي ددې فیصلو په ضد د اپیل حق لري.

ویاندې ویلي چې دا وروستۍ فیصلې د پارلیمان څخه د منظور شوي قانون په اساس د سپریم کورټ د فېصلو په رڼا کې شوي دي اؤ پاکستان په جمهوریت ، انساني حقونو اؤ د قانون په عملدارۍ باور لري.

د خارجه دفتر ویاندې زیاته کړې ده چې پاکستان د جي ایس پي پلس اسیکم د لاندې له خپلو ذمه واریو څخه خبر دی اؤ د یورپي یونین په ګډون به له نورو نړیوالو شراکت دارانو سره د انساني حقونو په اړوند خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې د نړیوالې ټولنې نیوکو ته خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې چې پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو په هواري پوهیږي اؤ د پاکستان د امنیت پرېکړې به د پاکستان قام پخپله کوي،هیڅ بهرنۍ مداخلې ته پکې ضرورت نشته.

ویاندې ویلي وؤ چې د پاکستان ایین اؤ عدالتونه دا توان لري چې خپلې کورنۍ معاملې هوارې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوړمه ورځ په پاکستان کې د 2023م کال په نهم مې مظاهرو کې د لاس لرلو په تور ملکي کسانو ته د پوځي عدالتونو لخوا سزاګانو اورول کېدو باندې اندېښنه څرګنده کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو ملر پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې په پاکستاني چارواکو به ټینګار کوي ترڅو د پاکستان په آیین کې ورکړل شوي د شفاف مقدمې او د ضروري عمل د حق درناوی دې وکړي.

د برتانیې د بهرنيو چارو و زارت هم ويلي وؤ چې برتانيه په قانوني چارو کې د پاکستان خپلواکۍ ته احترام لري، خو په پوځي عدالتونو کې ملکي وګړو ته په سزاګانو ورکولو کې د روڼتيا او ازادو پلټنو کمی وي، د کوم څه امله چې د منصفانه اورېدنو عمل ته تاوان رسي.

د امریکې او برتانیې نه وړاندې یورپي اتحاد د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګوند 25 پلویانو ته په پوځي عدالت کې د سزا اورول کېدو پرېکړه رد کړې وه او ویلي یې وو چې دا فیصلې د پاکستان له هغو نړیوالو ذمه واریو سره په ټکر کې دي چې د ملکي وګړو د منصفانه او ولسي مقدمو ضمانت یې کړی.

یورپي اتحاد د یکشنبې- اتوار په ورځ په خپل یو بیان کې 25 ملکي وګړو ته د پوځي عدالتونو په سزا باندې اندیښنه څرګنده کړې ده. د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاند انور ایل انوني په بیان کې ویلي:

"دا فیصلې له هغو ذمه واریو سره په تضاد کې لیدل کیږي چې پاکستان د ملکي او سیاسي حقونو د نړیوال تړون (ای سي سي پي آر) په بنیاد پر غاړه اخیستې دي".

د پاکستان د پوځ د خالي- شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي وو، پوځي عدالتونو په لومړي پړاو کې هغو 25 کسانو ته د "سخت بند" سزاګانې اورولي چې د 2023م کال په نهم مې په پوځي تنصیباتو باندې په بریدونو کې د لاس لرلو جرم پرې ثابت شوی دی.

پوځ په بیان کې نور تفصیل نه دی ورکړی او نه یې د سزاګانو پرېکړې ښکاره کړې دي، خو وایي په لسګونو پاته تورنو ته به د نهم مې د "تشدد په تړاو د مقدمو د ټاکلي عمل په بشپړېدو سره" سزاګانې اعلان کړي.

پاکستان تحریک انصاف چې تېر کال یې د حکومت ضد لاریونونو مشري کوله، سمدستي د پوځي عدالت دا حکمونه د بشري حقونو او په هیواد کې د قانون له واکمنۍ ښکاره سرغړونه بللې ده.

پي ټي ای پر خپل رسمي ایکس اکاونټ باندې په یوه پوسټ کې ویلي، اصلي ذمه وارو په هغه ورځ د جعلي فلیګ اپرېشن منصوبه جوړه کړه او اوس له پوځي عدالتونو کار اخلي چې د قاضي، جیوري او د مرګ سزا اوروونکي کار تر سره کړي او بې ګناه ملکي وګړي په نخښه کړي".

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د 2023م له اګست میاشتې راهیسې په بند کې دی او د بېلابېلو تورونو له ډېرو مقدمو سره مخ دی، چې په دغو مقدمو کې په پوځي تنصیباتو باندې بریدونو ته د خپلو پلویانو د پارولو تور هم شامل دی.

په پاکستان کې د بشرې حقونو فعالان او قانون پوهان هم په پوځي عدالتونو کې 25 تنو ته سزاګانې د پاکستان د ایین پر ضد بللې دي او واېې دغه مقدمې په سپریم کورټ کې چیلنج کېدای شي.
په نهمه مې 2023 کې د القادر ټرسټ د غبن د مقدمې په تړاو د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پي ټي ای فعالانو په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړل، چې په ترڅ کې یې پر حکومتي او پوځي ودانیو بریدونه وشول.

حکومت او امنیتي ادارې دا بریدونه د تحریک انصاف په مشرانو او فعالانو اچوي، خو عمران خان او د هغه مشران دغه تورونه ردوي او وایي چې د ګوند د ختمولو لپاره د 9م مې پېښه یو "منظم پلان او سازش" وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG