لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وایي د افغانستان نه پرې ترهګرو حمله کړې اؤ یو پوځي یې وژل شوی


دا په داسې حال کې ده چې دتېرې نهې، سه شنبې، په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وؤ، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي سیمه کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي
دا په داسې حال کې ده چې دتېرې نهې، سه شنبې، په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وؤ، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي سیمه کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي

دپاکستان د پوځ ویانده اداره ایي ایس پي ار وایي شمالي وزیرستان کې دپولې د پورې غاړې (افغانستان) نه دترهګرو په ډزو کې دپاکستان یو پوځي وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دتېرې نهې، سه شنبې، په ورځ هم د پاکستان پوځ ویلي وؤ، د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې په خرلاچي سیمه کې د افغانستان د لوري نه ترهګرو ډزې کړي او درې پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي دي.

خو وروسته بیا دافغانستان د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي ددغه پېښې په اړه ویلي وؤ چې پاکستاني ځواکونو داصولو برعکس د ډیورنډ په کرښه دافغانستان لوري ته نزدې دپوستې جوړولو هڅه کوله چې دطالبانو دحکومت سرحدي ځواکونو منعې کړي وؤ خو هغوئ نه منعې کیدل اؤ بیا یې ورسره نښته کړې ده .

د ایي ایس پي‌ ار په تازه بیان کې ویل شوي چې دافغانستان دخاورې نه دترهګرو له لوري ترسره شوي دي برید ته دپاکستاني پوځیانو له لوري کوټلی ځواب ویل شوی اؤ ترهګرو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

ایي ایس پي ار خپل بیان کې دترهګرو له لوري دپاکستان پرضد دافغان خاورې دکارول کیدو غندنه شوې اؤ ویل شوي هیله ده چې افغان چارواکي به راتلونکي کې دداسې پېښو مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

بیان کې ویل شوي چې دپاکستان پوځ دترهګرۍ نوغي ویستلو ته ژمن اؤ د تورزنو سرتېرو قربانۍ یې دپوځ ولولو ته نوره وده هم ورکوي.

تر دې وړاندې په پینځم ستمبر هم دپاکستان پوځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې یې د مشکوکو وسله والو سره جګړه کې پېنځه عسکر وژل شوي دي او عسکرو په ځوابي ډزو کې څلور وسله هم وژلي دي.

په 15م ستمبر دپاکستان دخارجه دفتر ویاند رسنیو ته ویلي وؤ دپولې دپورې غاړې نه دحملو اؤ دایشیا کپ کرکټ دسیالۍ په مهال یې دافغان لوبډلې لخوا د راپیدا کړل شوي تاؤ تریخوالي معامله یې دافغان حکومت سره راپورته کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG