لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې یوه میاشت کې 29 ترهګر وژل شوي اؤ بهرنۍ  وسلې ترې ترلاسه شوي: امنیتي سرچینې


File Photo
File Photo

د پاکستان امنیتي سرچېنو دعوه کړې ده چې په تېره یوه میاشت کې یې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د عملیاتو په مهال 29 ترهګر وژلي اؤ د هغوي څخه یې په لویه کچه بهرنۍ وسلې ترلاسه کړي دي.

د اتوار په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچېنو له قوله ویلي چې په وژل شوو ترهګرو کې زیاتره د افغانستان سره تعلق لري .

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو دا تورونه په کثرت سره تکرار کړي دي چې د پاکستان په خاوره کې ترهګري له افغانستانه کیږي خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت مدام دا تورونه ردوي اؤ وایي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

امنیتي سرچینو ویلي چې په 14م مئ دبلوچستان ایالت د ږوب ضلعې په سمبازه سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد عملیاتو کې درې وسله وال وژلي اؤ د هغوي څخه یې مشین ګنې، ټوپکې، لاسي بمونه اؤ ایم 16/ای فور او آر پي جي راکټې هم ترلاسه کړي دي.

همدا شان امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې په 29م اپریل خېبر قبایلي ضلعه کې ترسره شوؤ عملیاتو کې 4 ترهګر وژل شوي اؤ د هغوي څخه ایم فور/ای 1، ای کی-47، وسلې اؤ چاودیدونکي مواد ترلاسه کړي دي.

د سرچینو د دعوې له مخې په 24م او 25م اپریل په خېبر کې په نورو عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي اؤ دهغوي څخه هم بهرنۍ وسلې ایم 16/ای فور، ای کی-47 ترلاسه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې ده چې د 22م او 23م اپریل په منځ شپه کې امنیتي ځواکونو په پښین کې د عملیاتو په مهال درې ترهګر وژلي اؤ یو یې ژوندی نیولی اؤ کوم ژوندی ترهګر چې نیول شوی د هغه پېژندګلو د یو افغان وګړي په توګه شوې ده.

سرچینې دعوه کوي چې دغو عملیاتو کې هم له ترهګرو بهرنۍ وسلې ایم 16/ای فور،ای کی-47، اؤ لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي په 6م اپریل شمالي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو سره نښته کې دوه ترهګر وژل شوي اؤ له هغوي هم بهرنۍ وسلې ایم 16/ای فور،ای کی-47، اؤ لاسي بمونه ترلاسه شوي.

د پاکستان حکومتي اؤ امنیتي چارواکو وخت په وخت دعوې کړي دي چې افغانستان کې د امریکې اؤ د ناټو نه پاتې شوې وسلې ترهګرو ډلو ته په لاس ورغلي دي اؤ ترهګر اوس په دغو وسلو پاکستان کې ورانکاري کوي.

خو د افغان طالبانو حکومت بیا دا دعوې ردوي اؤ وایي چې افغانستان کې له ناټو اؤ امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې د طالبانو د حکومت سره خوندي دي اؤ په عامو بازارونو کې نه دي پلورل شوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG