لېفټيننټ جنرل عاصم ملک د پاکستان د استخباراتی ادارې ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی دی او هغه به د سېپټمبر په ۳۰ نېټه خپله عهده سمبالوي. هغه به د ای اېس ای د موجوده مشر نوید انجم ځای نېسي.
د ايي اېس ايي نوی مشر په داسې حال کې ګمارل کېږي چې د پوځ د انتظام لاندې په دې استخباراتي ادارې دا تنقید زیات شوی چې د پاکستان د منتخب حکومتونو په جوړولو او ماتولو کې لاس لري.
یو اعلا امنیتي چارواکي وي او ای ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ملک به د سېپټمبر په ۳۰ نېټه د ايي اېس ايي د نوي مشر په حېث کار شروع کړي.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د ملک د تعیناتۍ په اړه په سمدستي ډول څه بیان نه دی جاري کړی.
ملک د امریکې د فورټ لونورت او د برطانيي د رویل کالج او ډېفېنس سټډیز یا د دفاعي مطالعې د کالج نه تعلیم حاصل کړی دی. په موجوده وخت کې هغه د پوځ په مرکز جي اېچ کیو کې د اېډجوټېنټ جنرل په توګه خدمات ترسره کوي.
په موجوده وخت کې په سیاست کې د ايي اېس ايي د مداخلت په موضوع د پاکستان په قومي مطبوعاتو او سیاسي حلقو کې سخت بحثونه کېږي.
د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان د ايي اېس ایي په موجوده مشر نویدانجم الزام لګوي چې د پوځ په وېنا یې هغه په کال ۲۰۲۲ کې د حزب اختلاف د عدم اعتماد د ووټ دلارې د اقتدار نه لرې کړو، د پاکستان تحریک انصاف په ضد یې ګامونه اخیستې چې دا ډول هغه بیا حکومت ترلاسه نه کړی شي.
د وفاقي او صوبايي عدالتونو یو شمېر ججانو په وروستي وخت کې د پاکستان سپریم کورټ مشر ته په یو خط کې په ايي اېس ايي الزام لګولی چې اېجنسي په دوي فشار اچوي چې د عمران خان فېصلې ورکړي چې دا ډول هغه په زندان کې پاتې شي.
عمران خان دا مهال د پاکستان تر ټولو مقبول سیاسي مشر ګڼل کېږي.
د پاکستان پوځ د ايي اېس ايي پخوانی مشر فېض حمید نیولی او د هغه په ضد يې د نورو تورونو ترڅنګ په دې الزام د کورټ مارشل یا د پوځي عدالت مقدمه شروع کړې چې د ايي اېس ايي د مشر په حېث به هغه په اقتدار کې د عمران خان مرسته کوي چې سیاسي مخالفین دباو د لاندې وساتي.
دا هم ګڼل کېږي چې د کال ۲۰۲۱ د اکتوبر په میاشت کې عمران خان د فېض حمید په ځای د نوید انجم د تعیناتۍ نه د انکار په سر پوځ قهرجن شوی و او بالاخېر څو میاشتې وروسته يې عمران خان د اقتدار نه لرې کړو.
حکومتونه او پوځ په سیاست کې د مداخلت او په ججانو د فشار اچولو خبره ردوي خو ناقدین دغه تردید سره اتفاق نه کوي.
په کال ۱۹۴۷ پاکستان د قیام راهسې پوځ په هېواد ۳۰ کلونو زیات وخت حکومت کړی دی.
د عمران خان په شمول د پاکستان پخواني وزیراعظمان او سیاسي پارټۍ وايي د ملک خارجې تګلاره او د قومي امنیت مسلې د پوځي جرنېلانو په واک اختیار کې دي. عمران خان د زندان دننه څخه په بیانونو کې په مستقل ډول دا الزام لګوي چې د وزیراعظم شهبازشریف حکومت د پوځ په وېنا عمل کوي. عمران خان دا الزام هم لګوي چې پوځ د ايي اېس ايي په زریعه د اتمې فېبرورۍ په انتخاباتو کې په پراخه کچه درغلي وکړه او د هغه ګوند يې يې د اکثریت ترلاسه کولو نه منع کړو.
د پاکستان پوځ، الېکشن کمېشن او حکومتي مامورینو د فېبرورۍ انتخابات شفاف بللي دي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان سپریم کورټ د خپلې هغه اکثریتي فېصلې تفصیلات جاري کړل چې په کې د انتخاباتو نه مخکې او د ووټونو نه وروسته د شخړو په اړه فېصلې شوي د. سپریم کورټ د انتخاباتو نه مخکې د الېکشن کمېشن ځېني اقدامات غېر قانوني وبلل او ويې وېل د دغو ګامونو مقصد د پي ټي ايي امیدوار د ګټې نه لرې ساتلو وو.
Forum