لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي


د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي غړي محسن داوړ وويل د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ کورنۍ د هغه مرګ قتل بولي خو دا خبر په ځايي میډیا نه نشرکېږي، د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي خو بلخوا یو سپی چې څوک وچیچي نو دا د پاکستاني میډیا د سر خبر جوړشي
د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي غړي محسن داوړ وويل د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ کورنۍ د هغه مرګ قتل بولي خو دا خبر په ځايي میډیا نه نشرکېږي، د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي خو بلخوا یو سپی چې څوک وچیچي نو دا د پاکستاني میډیا د سر خبر جوړشي

په قومي اسمبلۍ کۍ د حکومت مخالف ګوندونو یو وارې بیا په صحافیانو د بریدونو اؤ په میډیا د زیاتیدونکو بندیزونو غندنه کړې او ویلي یې دي پاکستان کې د ترهګر تنظیمونو مشرانو مرکې خو نشر کېدلی شي خو د پښتنون ژغورنې غورځنګ مشرانو خبرې په میډیا نشي خپرېدلی.

دغه ګوندونه وایې په صحافیانو د بریدونو تور په استخباراتي ادارو لګول کېږي باید چې په دې اړه خپل سپیناوې وکړي.

حکومتي چارواکي په مطبوعاتو د بندیزونو خبره ردوي. خپله وزیراعظم عمران خان ویلي په پاکستان کې میډیا د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري.

د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي غړي محسن داوړ وويل د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ کورنۍ د هغه مرګ قتل بولي خو دا خبر په ځايي میډیا نه نشرکېږي، د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي خو بلخوا یو سپی چې څوک وچیچي نو دا د پاکستاني میډیا د سر خبر جوړشي.

محسن داوړ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو مرکې په ميډیا نشي چلېدی خو د ترهګرتنظیم ویاند احسان الله احسان معرکه په ټي وي خپره شي.

خو محسن داوړ داهم مني پاکستان کې ميډیا آزاده نه ده اؤ که یو صحافي خبره نه مني نو بیا د تشدد ښکار شي یا بیا د نوکرۍ نه وویستل شي.

د دې په ځواب کې د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د ځايي میډیا څه ضرورت دی ځکه د دوی هره یوه خبره په عالمي میډیا نشر شي.

فواد چودهري ویلي د پښتون ژغورنې غورځنګ نامه اؤ بیانیه باهر هیوادنو کې ناست ځیني خلق د پاکستان خلاف استمالوي.

د اطلاعاتو وزیر د دې خبرې تردید هم کړی چې په میډیا سنسرشپ مخ په زیاتېدو دی اؤ وایي میډیا آزاده ده اؤ‌ ټولو نه زیات دوه دریشت صحافیان د پاکستان پیپلز ګوند په حکومت کې وژل شوي وو، مسلم لیګ حکومت کښې دولس خبریالان وژل شوي دي اؤ‌ د دوی په حکومت کې په اتو صحافیانو برید شوی دی اؤ په دې کې ککړ ټول ملزمان نیول شوي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلې زنانه غړې شازیه مري د فواد چودهري داعوې رد کړې دي اؤ ویلي يې دي تېر کال اسلام آباد کې صحافي مطیع الله جان تښتولو کې ککړ یو تن هم نه دې نیول شوی، په ابصار عالم د ډزو اؤ په اسد طور تشدد کې ککړ کوم ملزم تراوسه حکومت نیولی دی؟

شازیه مري وایې يه کومو خبریالانو چې بریدونه شوي د پاکستان په استخباراتي ادارو د دې تور پورې کوي.

شازیه مري غوښتنه وکړه حکومت اؤ استخباراتي ادارو ته پکار دي چې په دې اړه خپل سپیناوې وکړي اؤ که نه کوي نو دا به خطرناکه خبره وي.

د جماعت اسلامي مولانا عبدلااکبر چترالي وایي د صحافیانو کار حقیقت بیانول دي اؤ دا د ریاست ذمه واري ده په حقیقت بیانولو دې د صحافیانو تحفظ ېقیني کړي.

دوي وایې پخوانۍ قبایلي اؤ لرې پرتو سیمو لکه سوات، بونیر اؤ دیر کې خو حالات د صحافت د پاره نور هم خطرناک دي.

د قومي اسمبلۍ نورو غړو هم په موجوده وخت کې په میډیا سنسرشپ اؤ د صحافیانو آواز غلې کولو د پاره د حکومت لخوا ممکنه قانون سازی غندنه کړې ده.

د حکومت مخالفو ګوندونو ترڅنګ د صحافیانو د حقونو د پاره کارکونکې یو شمیر تنظیمونه هم پاکستان د صحافیانو د پاره یو ځطرناک هېواد بولي اؤ وایې کال ۲۰۰۰ نه تراوسه دلته ېو سل اته څلویښت خبریالان وژل شوي دي خو تراوسه په صحافیانو د تشدد پیښو کې ککړ ملزمان نه دي نیول شوي.

د رپوټونو ترمخه په ورستیو ورځو کې په صحافیانو تشدد ترڅنګ هغه خبریالان د نوکرو نه ویستلو کې هم اضافه شوې ده چې په ریاستي تګلارو اختلاف څرګندوي، دغه شان یو شمیر داسې صحافیانو پرضد مقدمې، زیات تره ریاست سره د غدارۍ په الزام درج شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG