لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په اییني ترمیمونو جنجال، حکومت وایي د پارلیمان د غړو اړینه شمېره یې پوره کړې ده


ټاکل شوې ده چې نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ د پاکستان د سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ څخه په ایین کې د ترمیمونو منظوري اخستل کیږي.

د پارلیمان د غونډې نه مخکې په ایین کې د ترمیمونو په اړوند د حکومت اؤ مخالفو ډلو تر منځ سخت جنجال راپورته شوی دی اؤ اپوزیشن تور لګوي چې د عدلیې د ځان تابع کولو لپاره حکومت د ملک ایین کې بدلونونه کول غواړي.

په ایین کې د بدلونونو کولو لپاره د پارلیمان د رابلل شوې غونډې وخت هم بدل کړل شوی اؤ وړومبی د قامي اسمبلۍ غونډه د ورځې څلور بجې رابلل شوې وه خو بیا ددې غونډې وخت ماذیکر څلور بجې وټاکل شو اؤ دسینیټ غونډه ماښام اووه بجې رابلل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي د پارلیمان د غونډې وخت ددې لپاره بدل کړل شوی تر څو حکومت ایین کې د بدلونونو لپاره د مولانا فضل الرحمان ملاتړ ترلاسه کړل شي.

په ایین کې د ترمیمونو لپاره ضروري ده چې حکومت باید په سینیټ اؤ قامي اسمبلۍ کې په دریوؤ کې د دوؤ برخو غړو ملاتړ په لاس کې ولري اؤ په دې لړ کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعیت علماء اسلام د پارلیماني غړو راي زیات ارزښت خپل کړی دی.

مولانا فضل الرحمان سره د پارلیمان د غونډې نه وړاندې د اپوزیشن اؤ حکومت دواړو مشرانو لیدنې کړي اؤ د ځان لپاره یې ترې ملاتړ غوښتی خو مولانا فضل الرحمان لا نه واضحه کړې چې د هغه ګوند به د ایین بدلونونو په پلوۍ اؤ که مخالفت کې خپلې راي ورکړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف جیو ټي وي ته ویلي چې ایین کې د ترمیم لپاره د پارلیمان د غړو اړینه شمیره حکومت په لاس کې لري اؤ د مولانا فضل الرحمان چې په دې اړوند کومې اندېښنې وې هغه له مینځه وړل شوي دي.

هغه ویلي حکومت دا خبره باوري کوي چې د ایتلافي ګوندونو د ټولو غړو د پارلیمان غونډه کې ګډون باوري کړي اؤ د مولانا فضل الرحمان اؤ ایتلافیانو تر څنګ ځېنې نور ووټونه هم شته چې د ترمیمونو په پلوۍ به وکارول شي.

د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف باني مشر عمران خان تور لګولی چې په ایین کې دا بدلونونه د سپریم کورټ د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د مودې غځولو لپاره کیږي خو هغه په ډاګه کړې ده چې ګوند به یې په ایین کې په ترمیمونو غلی نه پاتې کیږي.


د رسنیو د رپورټونو له مخې عدلیې په اړه اییني ترمیم کې د سپریم کورټ د ججانو د عمر 65 کلونو څخه 68 کلونو ته اؤ د هایکورټ د ججانو د عمر 62 کلونو 65 کلونو ته د لوړولو تجویزونه شامل دي اؤ ددې تر څنګ د ججانو د ټاکنې په طریقه کې د بدلون امکان هم ښودل کیږي.

د ممکنه قانون سازۍ په مسوده کې د جوډیشل کمیشن اؤ پارلیماني کمیټې خپلو کې د یو کولو تجویز هم شامل دی.

د خالي یا شبنې په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې د تحریک انصاف ګوند باني مشر عمران خان ویلي چې د نوؤ اییني ترمیمونو له لارې د چیف جسټس قاضي فایز عیسا د ملازمت د مودې غځولو هڅې کیږي.

هغه ویلي په کومه طریقه چې دوي(حکومت) ایین کې ترمیمونه کوي که دوي ګڼي چې مونږ به پرې غلي پاتې شو نو دا یې بې ځایه ګمان دی

د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر خان ویلي مولانا فضل الرحمان د شپې تر ناوخته مونږ سره ؤ اؤ هیله ده چې نن به هغه زمونږ ملاتړ وکړي.

رسنیو سره خبرو کې بېرسټر ګوهر ویلي حکومت چې کوم اییني ترمیم راوړل غواړي هغه په اصل کې غیر اییني ترمیم دی.

د مرکزي حکومت د یو بل ایتلافي ګوند ایم کیو ایم مشر فاروق ستار ویلي هغوي تر اوسه د اییني ترمیم په هکله خپله غوڅه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي ویلي په دې ماحول کې کېدونکي ترمیمونه د خوښې وړ نه وي خو د معاملو پر مخ د بوتلو لپاره د اییني ترمیم ملاتړ کیدای شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG