لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په کومه صوبه کې به د کومې پارټۍ حکومت جوړیږي؟


PAKISTAN-POLITICS-VOTE
PAKISTAN-POLITICS-VOTE

په پاکستان کې ترسره شوؤ انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ نتیجې لا مخې ته راروانې دي خو د څلورو واړو صوبایي اسمبلیو زیاتره نتیجې مخې ته راغلي اؤ په هره صوبه کې د سیاسي ګوندونو د ګټې پوزیشن واضحه شوی دی.

خېبر پښتونخوا اسمبلي :

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د 113 نشستونو غیر حتمي نتیجې د الیکشن کمیشن لخوا اعلان کړل شوي چې پکې 91 څوکۍ ازادو کاندیدانو ګټلې دي، په دې ازادو کاندیدانو کې زیاتره د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویان دي.

جمعیت علماء اسلام ګوند په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې 7،مسلم لیګ(ن) 5، پاکستان پیپلز پارټۍ 4،جماعت اسلامي 3، پي ټي آی پي 2 اؤ عوامي نیشنل ګوند یوه څوکۍ ګټلې ده.

بلوچستان اسمبلي :

په بلوچستان اسمبلۍ کې د 45 څوکیو نتیجې مخې ته راغلي اؤ شپږ لا پاتې دي

تر اوسه مخې ته د راغلو نتیجو له مخې په بلوچستان اسمبل کې تر ټولو زیاتې 11څوکۍ پاکستان پیپلز پارټۍ ګټلې دي.

مسلم لیګ(ن) د بلوچستان اسمبلۍ 9، جمعیت علماء اسلام 8،ازادو کاندیدانو 6،عوامي نیشنل پارټۍ اؤ نیشنل پارټۍ 2، 2 سیټونه ګټلي اؤ د بلوچستان نیشنل پارټۍ ، جماعت اسلامي، بلوچستان نیشنل پارټۍ عوامي یوازې ، یو،یو کاندید پارلیمان ته په رسېدلو کې کامیاب شوی دی.

پنجاب اسمبلي:

د پنجاب اسمبلۍ په 297 حلقو کې د 296 نتیجې مخې ته راغلي اؤ یوازې یوه پاتې ده.

په پنجاب کې هم تر ټولو زیاتې 138 څوکۍ ازادو کاندیدانو ګټلې دي خو ورپسې بیا پاکستان مسلم لیګ (ن) هم د پنجاب اسمبلۍ 137 څوکۍ ګټلې دي. په دغه صوبه کې د پیپلز ګوند د بریالیو کاندیدانو شمیره 10 اؤ د مسلم لیګ(ق) 8 ده.

د پنجاب اسمبلۍ ته کامیاب شوي یو ازاد غړي محمد سهیل هم پاکستان مسلم لیګ(ن) کې د شاملېدو اعلان کړی دی چې دې سره د مسلم لیګ(ن) د پنجاب اسمبلۍ یوه څوکۍ بله هم سېوا شوې ده.

National Assembly Provisional results
National Assembly Provisional results

استحکام پاکستان ګوند،تحریک لبیک پاکستان اؤ پاکستان مسلم لیګ(ضیاء) هم د پنجاب اسمبلۍ یوه،یوه څوکۍ ګټلې ده.

سېند اسمبلي:

د اسمبلۍ د ټولو 130 څوکیو نتیجې الیکشن کمیشن خورې کړې دي چې له مخې یې دغلته پاکستان پیپلز پارټۍ تر ټولو زیاتې 84 څوکۍ ګټلې دي. په دویم نمبر کې ایم کیو ایم د سیند اسمبلۍ 28 سیټونه ګټلي اؤ 14 ازاد امیدواران هم سیند اسمبلۍ ته کامیاب شوي دي.ګرینډ ډيموکراټیک الاینس اؤ جماعت اسلامي هم د سیند اسمبلۍ دوه، دوه څوکۍ ګټلې دي.

Sindh Assembly Provisional Results
Sindh Assembly Provisional Results

د صوبایي اسمبلیو مخې ته راغلو نتیجو ته په کتلو سره څېړونکي وایي چې خېبر پښتونخوا صوبه کې د تحریک انصاف ګوند ازاد کاندیدان کومې پارټۍ کې د شمولیت له لارې په اسانه خپل حکومت جوړولی شي .

د څېړونکو وینا ده چې که په مرکز کې د مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ اتحاد کېږي نو په هغه کې به پنجاب کې د مسلم لیګ(ن) اؤ بلوچستان کې د پاکستان پیپلز پارټۍ حکومت جوړیږي اؤ همدا شان سیند صوبه کې هم پیپلز ګوند د خپل حکومت جوړولو په پوزیشن کې دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG