لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: زمونږ ترمنځ هیڅ قسم اختلاف نشته، که ووژل شوو، ذمه وار ریاست دی


د پښتون ژغورنې غورځنگ یو سرلاری او د قامي اسمبلې غړی محسن داوړ وایي چې د پي ټي اېم د مشرتابه کسانو ترمنځ هیڅ ډول کوم اختلاف نشته او "خلائي مخلوق" هسې غلط معلومات خپروي چې گني د منظور پشتین ژوند ته د خپل منځي اختلافاتو له وجهې خطره پیدا شوې ده. محسن داوړ دا هم زیاتوي چې که د دوی د مشرانو سر ته هر ډول خطره هم پیښه شي، نو دوی به ریاست ذمه وار گڼي.

پر ټویټر باندې هم اوس د منظور پشتین په طرفدارۍ یو نوی ټرېنډ (#WeSupportManzoorPashteen) چلیږي او د منظور ملگري وایي چې له هغه سره کلک ولاړ دي.

دا خبرې وروسته له هغې پیلې شوې چې د خیبرپښتونخوا پولیسو، د پي ټي اېم د مشرانو په حواله د وژل کیدو آلرټ یا خبرداری جاري کړ. په دې خبرداري کې لیکل شوي چې پولیسو ته د رسیدلو معلوماتو له مخې، گنې د پښتون تحفظ موومنټ د صدر منظور پشتین او نورو لیډرانو ترمنځ اختلافات راپیدا شوي. د خطرې د خبرداري په دې نوټېس کې راغلي چې دښمن، د پشتین نږدې کارکنان/لیډران په ډیرو پیسو اخیستي او په نږدې کې به منظور پشتین هم د طاهر داوړ په څېر ووژني.

(د پولیسو لخوا جاري شوی د وژل کیدو د خطرې نوټېس، محسن داوړ پخپل ټویټر کې هم شریک کړی دی)

محسن داوړ نن نهې/سې شنبې له وایس آف امریکه ـ ډېوه سره په خبرو کې وویل چې د پولیسو لخوا دوی ته ورکړل شوی دغه آلرټ یا خبرداری بالکل بې بنیاده دی او د پي ټي اېم د مشرانو ترمنځ "هیڅ قسمه اختلاف نشته". (مرکه یې د دې مطلب په پای کې واورئ)

داوړ پخپل ټویټر پاڼې هم یو تصویر خپور کړی چې کتل کیږي د واده ورځ یې ده، منظور پشتین یې جوخت ترڅنگ دی، او دواړه موسکن ولاړ دي. محسن داوړ هم د منظور د ملاتړ ټرینډ کارولی او لیکلي یې دي چې: "د خلائي مخلوق او د هغو د پروپیگنډا د ډلې اروا ځورولو ته همدا بس ده."

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانۍ مېرمن، ریحام خان هم په دې اړه ټویټ کړی او لیکلي یې دي چې: "منظور پشتین ته له وروستيو گواښونو څخه معلومیږي چې دا حقیقت له سترگو غورځیدلی چې پشتین یو شخص ندی چې تاسو یې وکولای شئ نابود یې کړئ. پشتین یوه آیډیا/مفکوره ده چې نشي وژل کیدای."

د پي ټي اېم مشرتابه ته د وژل کیدو د خطرې له خبرداري وروسته، پر ټویټر د (#PTMinTrouble) ټرینډ هم پیل شو. محسن داوړ وایي دغسې ټویټونو ته په کتلو واضح معلومیږي چې د دې فېک (جعلي) خبرونو سرچینه یوه ده.

د مثال په توگه، د اباوټ پاکستان په نامه یو ټویټر اکاونټ چې په همدې ټرېنډ ټویټ خپور کړی، د څه دپاسه سلو کسانو له خوا پر ټویټر شریک شوی هم دی.

د پښتون ژغورنې غورځنگ یوه پیژندل شوې څیره، ثنا اعجاز بیا دغسې ټویټونه، انټرنیټي بدمعاشي گڼي، او لیکي چې: "ډیر کم به داسې کوم ریاست پیدا کړئ چې د خپلو شهریانو پر ضد انټرنیټي بدمعاشي وکړي. دغه کرغیړن د پروپگینډا پوسټونه په حقیقت کې آنلاین ځورول او یو ډول تشدد دی."

له وایس آف امریکه ـ ډېوه سره د ښاغلي محسن داوړ بشپړه مرکه دلته اوریدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG