لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ادعا کړې چې هند ورباندي د هدفي بریدونو پلان جوړ کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ادعا کړې چې هندوستان په پاکستان کې دننه د هدفي بریدنو تیاری نیولی دی او له نړیوالې ورورولۍ او د ملګرو ملتونو له امنیتي شورا څخه یې غوښتنه کړې چې د ګاونډي هېواد و داسې پلانونو ته دي پام وکړي.

نوموړې دا خبره د پنجاب په ملتان ښار کې یوې خبري غونډې ته کړې خو تر دې وړاندي د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو د سفر په وخت یې هم د هندوستان د ورته پلان په اړه ادعا کړې وه او ویلي یې وو که چیري ګاونډی هېواد د “سرجیکل سټرایکس” یا هدفي بریدونو هڅه وکړي نو سخت او موثره جواب به ورته و وایي.

سرجیکل سټرایک هغه پوجي حملې ته ویل کیږي چې د هوایي یا مځکني بریدونو له لاري د دشمن هېواد یوه خاصه سیمه یا ځای په رسا ډول په هدف کړل شي.

په ایټمي وسلو سنبال دواړه ګاونډي هیوادونه یو پر بل د بریدونو، ترهګري او د سرحدي لیکو د سرغړونې تورونه لګوي البته هندوستان تر اوسه د پاکستان دې تازه ادعاګانو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د نن ورځې په غونډه کې دا هم ویلي وو که چیرې پر پاکستان داسې برید وشي نو د افغانستان د سولې پروسه به اغېزمنه شي. خو څیړونکې د پاکستان داډول ادعاګانې بې ځایه ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک د ډیوه خبریال الیاس خان ته ویلي “پاکستان ځکه دا ډول ادعاګانې کوي چې د امریکا په نوې انتظامیه ځان ګران کړي او د هغوی پام ځان ته را واړوي”. د ښاغلې خټک په وینا له دې څخه د پاکستان باور خرابېږي.

شاه محمود قریشي د خپلو ادعاګانو په اړه څه ثبوتونه نه دي ورکړي خو یوازي دومره یې ویلې چې دا خبره و پاکستان ته ترلاسه شویو استخباراتي مالوماتو په اساس کوي.

خو په اسلام اباد کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال شایق حسین د پاکستان اندېښنې پر ځای بولي او ډیوه ته یې ویلي په کنټرول لاین د نښتو ورستۍ پېښو پاکستان اندېښمن کړی او اسلام اباد غواړي که د افغانستان سره پولې ته پام کوي نو باید له هندوستان سره یې پر پوله امنیت وي.

د 2019 کال د فېبرورۍ په پای کې نوي ډیلي ادعا کړې وه چې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې یې د جېش محمد نومې وسله والې ډلې په کامپ یې هدفي برید کړی او دا د کشمیر په پلوامه کې د پولیسو په کاروان د برید جواب وو. پلوامه برید چې د فېبرورۍ په 14 نېټه شوی وو، پکې د هندي پولیسو 40 عسکر وژل شوي وو.

د بالاکوټ له برید یوه ورځ ورسته پاکستان وویل چې د هندي هوایي ځواک دوې الوتکې یې ویشتلي، چې یوه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او بله د هندوستان تر ولکې لاندي کشمیر کې را غورځېدلې ده، هندوستان هم ادعا وکړه چې د پاکستان ایف 16 ډوله جنګي الوتکه یې را نسکوره کړې.

پاکستان د هند د هوایي ځواک وینګ کمانډر ابهينندن هم و نیوی چې الوتکه یې راغوځېدلې وه، پاکستان دغه هواباز د مارچ په لومړۍ نېټه بیرته د روغ نیتۍ په مرام هندوستان ته وسپاری.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG