په پاکستان کې د پولیو څلور نورې پېښې مخې ته راغلي چې دې سره په روان کال کې د ملک دننه د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 63ؤ ته رسېدلې.
د پاکستان د روغتیا قامي ادارې (این آي ایچ) د پولیو د نوؤ رامنځته شوؤ څلورو پېښو پخلی کړی اؤ وایي په دې کې دوه پېښې د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان اؤ ټانک څخه اؤ یوه، یوه د سیند صوبې د جیکب اباد اؤ سکهر څخه رامنځته شوې ده.
ددې تازه پېښو له د رامنځته کېدو سره سږکال پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو63 ته رسېدلې چې دې کې 26 د بلوچستان ، 18 دخیبرپښتونخوا، 17 د سیند صوبې اؤ یوه،یوه د پنجاب اؤ اسلام اباد څخه مخې ته راغلې ده.
د پاکستان د صحت وزارت وایي سږ کال ملک کې د پولیو په رپوټ شوو پېښو کې 60 فیصدي ماشومانو ته د قوت مدافعت د سیوا کولو هیڅ رقم حفاظتي ویکسین نه دي ورکړل شوي چې د هغې له امله ماشومانو کې د پولیو ناروغي په چټکتیا سره خوره شوې ده.
حکومتي او د صحت د چارو کارپوهانو په خبره، پولیو وايرس د تلعمر دپاره معذوره کول کوي، مخنيوی يا ژغورنه ترې يواځې د څاڅکو، ويکسينو د لارې کولی شي، ځکه چارواکي بیا بيا په میاندو پلارانو غږ کوي، چې د پينځو کالو نه کم عمر خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي بيا بیا ورکړي.
په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.
Forum