لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوليو شپږمه پېښه په قلعه عبدالله کې مخې ته راغلې ‏


پاکستان کې سږ کال د پوليو شپږمه پېښه د بلوچستان صوبې د قلعه عبدالله څخه مخې ته راغلې ده، سږ کال دا د بلوچستان صوبې پينځمه او د قلعه ‏عبدالله څخه دويمه پېښه رپورټ شوې ده.‏

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، تازه پېښه کې د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان يو ماشوم پوليو وهلی دی چې وایي عمر یې یونیم کال وو.

ويل شوي، د متاثره ماشوم په بدن کې د معذورۍ نخښې په درېم جون ښکاره شوې او په هغه کې چې کوم وايرس معلوم شوي دا وايرس په سږنیو ټولو مثبتو پېښو ‏کې موندل شوي دي.‏

د صحت په برخه کې د وزيراعظم رابطه کار ډاکر ملک مختار برت ويلي، حکومت په بلوچستان صوبه کې د حفاظتي ټيکو د شرحې سېوا کولو او صحت د ‏نظام پياوړي کولو باندې کار کوي، خو نوموړي ويلي، "مونږ يواځې دې ناروغۍ ته ماتې نه شو ورکولی د مياندو پلارانو او ولس مرسته اړينه ده".‏

هغه ويلي، سږ کال پاکستان کې د ‏‎40‎‏ څخه په زياتو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوي او دا د ماشومانو دپاره مسلسله خطره ‏ده.‏

د پوليو د مخنيوي دپاره جوړ بېړني مرکز مشر محمد انوارالحق ويلي، د پوليو وايرس د خلکود يو ځای څخه بل ځای ته په تلو کې منتقل کيږي ځکه ‏ماشومان د دې ناروغۍ څخه ژغورلو موثره لاره د پوليو ضد ويکسين ورکول دي.‏

بلوچستان کې د پولیو د مخنيوي پروګرام يو چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره وويل، بلوچستان صوبه کې دوی ته د پوليو د ‏مخنيوي په لړ کې ځينې ستونزې ورپېښې دي، په هغې کې په لومړي سر کې عام خلک ماشومانو ته د معمول ټيکې نه لګوي يا واکسين نه کوي، دويمه ‏غټه مسله د تېر کال راهسې د افغانانو د کوټې په لاره زيات تګ راتګ لکه د کراچۍ او ملک ځينو نورو برخو څخه په دغه صوبه خلکو زيات سفرونه وکړل.‏

چارواکي زياته کړه، د بلوچستان صوبې په ‏‎16‎‏ ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي، دا په خپل ځای خطره ده، او په ځينې ‏وختونو کې په کمپاينونو کې ماشومان د څاڅکو څخه پاتې شي او د مياندو پلارانو لخوا د انکار ستونزه هم موجوده ده که څه هم ډېره راکمه شوې ده.‏

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پوليو تازه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ‏په ملک کې د پوليو د خاتمې دپاره د (نېشنل ټاسک فورس) غونډه شوې او د بل اېنډ ملېنډا ګېټس مشر بل ګېټس پکې ګډون کړی دي.‏

وزيراعظم ویلي، د پوليو د مخنيوي په لړ کې د کار کوونکو، د پاکستان د عزم او همکارانو په مرسته پاکستان د پوليو خلاف مهم پرمختګ کړی دی خو ‏تر څو چې دا وايرس په ماحول کې موجود دي او ماشومان معذوره کوي تر هغې به کار نه شي بشپړ کېدی.‏

د پاکستان د سرکاري خبر ترمخه بل ګېټس د پوليو خلاف د پاکستان پرمختګ ستايلی، او زياته کړې یې ده پاکستان کې د پوليو د خاتمې دپاره ژمن دی ‏او د پوليو سره سره به د صحت په نورو برخو کې مرستې دوامداره ساتي.‏

هغه ویلي، باور لري چې په ګډه د کار ساتلو او نوو تګلارو عملي کولو سره به پاکستان د پوليو خاتمې پله پرمختګ وکړي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG