لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر: هیڅوک پاکستان ته مالي مرستو ورکولو یا د پورونو مودې غځولو ته تیار نه دي


د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب وایي اوس هیڅوک تیار نه دي چې پاکستان ته د خپلو بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې د اضافې لپاره پېسې ورکړي یا هم ورته د خپلو پورونو موده وغځوي.

څېړونکي باور لري چې د پاکستان اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ دی، ځکه چې وایي د هېواد برآمدات د 30 اربه ډالرو په شاوخوا کې بند پاتې دي او په راتلونکو دريوؤ کلونو کې هر کال به ورته د 24 نه 25 اربه ډالرو پورې د پورونو بېرته ستنول ورپه غاړه وي.

د ډان نیوز د رپورټ تر مخه تېره ورځ اسلام اباد کې یوې ادبي مېلې ته وینا کې د خزانې وزیر ویلي اوس به شخصي شعبې ته مخې ته راتګ پکار وي چې هیواد پرمخ بوځي .

د محمد اورنګزیب په وینا، حکومت د چین، سعودي عرب، متحده عرب امارات اؤ نورو دوستو هیوادونو سره د سرمایه کارۍ لپاره هڅې کوي اؤ وزیراعظم هم د بهرنۍ سرمایه کارۍ په اړوند ډیر واضحه دی ، اوس به هر څه د کاروبار په بدل کې د کاروبار په کچه کیږي.

هغه وویل د پاکستان اؤ چین د اقتصادي راهدارۍ (سي پيک) وړومبی پړاؤ د انفراسټرکچر یا بنیادي ځاندرې د جوړونې لپاره ؤ اؤ ددې دویم پړاؤ د کاروبار په بدل کې د کاروبار لپاره دی.

د خزانې وزیر وویل چې هیواد په اقتصادي توګه باثباته شوی دی، کرنسي پیاوړې شوې اؤ د زرمبادلې په ذخیرو کې هم استحکام راغلی دی اؤ د جون تر میاشتې به د بهرنیو اسعارو ذخیرې د دریوؤ میاشتو د درامداتو برابر شي.

د نوموړي وینا وه چې حکومت یو ارب ډالر قرضه ستنه کړې ده خو د بهرنیو اسعارو ذخیره بیا هم ښه شوې اؤ آي ایم ایف سره د پور په تړون کې هیڅ څه پټ پناه نه دي ساتل شوي.

هغه وویل په ټیکسونو کې اصلاحات مخې ته راوړل ضروري دي ځکه چې په چندو اؤ خیراتونو ملک نه شي چلیدلی.

نوموړي وویل په صوبو کې به زرعي ټيکسونه پر ځای کیږي اؤ ددې لپاره به قانون جوړېږی. وایي د قامي مالیاتي تړون لپاره ۳۰م ستمبر هدف ؤ اؤ په دې اړه د صوبو مننه کوؤ.

خبريال او څېړونکي ثنا الله خان ډیوه سره خبرو کې ویلي، د پاکستان برامدات په 30 اربه ډالره ولاړ دي او دا هله زياتيدای شي کله چې پاکستان سيمه ايز تجارت ته وده ورکړي.

د هغه په خبره " زمونږ سيمه ايز تجارت په مشرقي او مغربي پولو تقريبآ بند دي، هند سره خو د سياسي شخړې له وجې تجارت نه کيږي خو ايران او افغانستان سره هم زمونږ تجارت د نيشت برابر دی".

ثنا الله زياته کړه پاکستان ته به سيمه ايز تجارت کې مخې ته پرتې ستونزې حل کول او هند سره د سياسي مسلو باوجود به د تجارت په لور تلل وي.

ځينې څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي که چيرې پاکستان خپل تجارت د سياست نه رابهر کړو او سيمه ایز تجارت ته یې ارزښت ورکړو نو اقتصاد یې د موجوده ستونزو څخه راوتلی او غټو اقتصادي هيوادونو کي شامليدای شي.

د سرحد چيمبر اف کامرس اينډ انډسټريز پخوانی مرستيال صدر ښاغلی زاهد شینواری ډیوه سره خبرو کې وایي "د چين د 23 يا 24 اربه ډالره دواړه خيزه تجارت نه علاوه ايران سره زمونږ تجارت 500 او 600 ملين ډالره دی او د افغانستان سره هم د يو ارب ډالره نه ښکته راغلی دی او هند سره خو د تجارتي بنديز له وجې د 300 میلينه ډالره نه هم ښکته راغلی دی"

زاهد شنواري زياته کړه چې څنګه ويړيا تجارتي تړون پاکستان د چين سره کړی دی، باوجود ددي چې هغه د پاکستان په تاوان دی، نو هم دا شان تړون ورته د ايران او افغانستان سره هم کول پکار دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG