د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، د ملک اوسنی اقتصادي حالت داسې دی چې د نړيوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) څخه پاکستان ته د يو ارب نه زياتو ډالرو د پور قسط تر لاسه کیږي خو دا د ملک دپاره پوره نه دی او پاکستان له به د آی اېم اېف نه د پور بل پروګرام ترلاسه کول وي.
نوموړي نن په اسلام اباد کې د خصوصي پانګونو د سهولت کارۍ د کونسل غونډې ته په وينا کې وويل،
"د آی اېم اېف سره مو د يو ارب نه زياتو ډالرو تړون شوی راتلونکې مياشت به هغه پېسې راشي خو ايا هغه زمونږ دپاره پوره دي يا دا زمونږه کاميابي ده؟، هغه وويل نا، ځکه مونږ له اقتصادي ثبات راوستل وي".
هغه زياته کړه، "په نګران حکومت کې ځینې اقدامات شوي او په مېکرو کچه به ځينې نور اقدامات کول وي".
شهباز شريف وويل، "دا خبره يقيني ده چې د (آی اېم اېف) سره د بل تړون نه بغېر زمونږ ګوزاره ګرانه ده، خو ايا دې سره به اقتصادي ثبات راشي، ايا زمونږ پېدواري صلاحيت به ورسره سېوا شي؟ ايا دې سره به په ملک کې د خوشالۍ انقلاب راشي؟ دا ډېره غټه پوښتنه ده او دې ته به مونږ له سم ځواب ورکول پکار وي، ځکه مونږ ته يو بل پروګرام پکار دی، د هغې موده دوه يا درې کاله کېدی شي".
د پاکستان د وزيراعظم په وينا "د دغه پروګرام سره به مونږ ته ژور بنيادي اصلاحات راوړل وي او د هغې نه بغېر که څوک ګڼي چې پاکستان کې به خوشالي راشي او اقتصاد چې د سخت مشکل سره مخ دی هغه به سم شي، دا يو خوب دی، مونږ ته په مېکرو کچه ثبات راوستل وي".
هغه وویل، لکه اېف بي آر ډيجيټل کول او نور اقدامات به کول وي.
د شهباز شريف په خبره، "سږ کال د محصولاتو يا ټېکسونو راټولولو هدف نهه ټريلينه يا نهه زره اربه روپۍ دی، خو يوه اندازه دا ده چې زمونږ اصل محصولات د 13 نه تر 14 ټريلينه روپۍ پکار دی".
هغه وويل، "چې زمونږ د خواوشا د 2700اربه روپو د ټېکسونو قضيې روانې دي که چرته په هغې کې نيمې روپۍ مونږ ته په لاس راشي نو مونږ به د کچکول ماتولو په لاره روان شو".
پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي، اوس که د آی اېم اېف نه پېسې ترلاسه کیږي نو د هغې د ملک په اقتصاد ښه کېدو يا په ملک کې د ګرانۍ په کمېدو هيڅ اثر نه پرېووځي.
اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي، په ملک کې چې کوم اقتصادي حال روان دی هغه ډېر ښه نه دی که څه هم د آی اېم اېف نه وروستی قسط ترلاسه کيږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د آي اېم اېف د دې اوسني قسط سره په ګرانۍ کې هيڅ کمی نه شي راتلی بلکې که د ګرانۍ شرحه په ځای وساتل شوه دا به هم غټه خبره وي.
د نوموړي په خبره د آی اېم اېف څخه د راتلونکي بل پور پروګرام ترلاسه کولو دپاره به پاکستان ته نه يواځې کلک يا بنيادي اقتصادي اصلاحات کول پکار وي بلکې د توانايۍ بيعې به هم زياتوي او د هغې به نېغ په نېغه اثر په عامو خلکو وي او ګراني به ورسره نوره سېوا کيږي.
Forum