لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم لیگ (ن) د پښتنو په وژنه د حکومت خاموشي وغندله


Jakarta manzaralari. Indoneziya.
Jakarta manzaralari. Indoneziya.

د پاکستان په سينټ کښي د حکومت مخالفو گوندونو په رياستي ادرو سخت تنقيد کړی دی او ويلي یې دي چي د بلوچستان او خېبر پښتونخوا پښتانه وژل کيږي خو حکومت د دې هر څه نه ځان بې خبره ساتلی دی.

د پاکستان مسلم ليگ (ن) سېنټر مشاهد الله خان د سينټ په غونډه کې د بلوچستان په لورالاي کښي د پښتون ژغورنې فعاله غړي ارمان لوڼي او د خېبر پښتونخوا دپوليسو افسر طاهر ډاوړ د وژنې په سختو ټکو کښي غندنه وکړه.

د مشاهد الله خان وينا وه چې ارمان لوڼي د پوليسو دلاسه وژل شوی دی اوظلم دا دې چي دې کله هغه ژوبل و نو پوليسو دا اجازت هم چا ته نه ورکولو چې هغه دې هسپتال ته ورسول شي.

سېمېټر مشاهدالله وویل د خېبر پښتونخوا د پوليسو افسر طاهر ډاوړ ووژل شو او په تېرو ورځو کې د سند په لاړکانه کښي د باجوړ پښتانه ووژل شول خو حکومت یې تپوس وه نکړو.

د مشاهد الله خان وينه وه چې پښتانه وژل کيږي او بايد چي حکومت په دې خبر شي چي دايوازې د پښتون د وژنې مسله نه ده، دا يوه قامي مسله ده.

د پشتون تحفظ موومنټ سره تړاو لرونکي ارمان لوڼې دا مياشت په پيل کښي د بلوچستان لورالاي کښي د پوليسو لخوا د تشدد په تنيجه کښي وژل شوې و خو پولیس په ارمان لوڼي د تشدد خبره ردوي او صوبايي حکومت د هغه د قتل د تحقیقاتو امر کړی دی.

پولیس افسر طاهر ډاوړ تير کال د اکتوبر په مياشت د اسلام آباد نه تښتول شوې و او وروسته یې مړی په افغانستان کې وموندل شو. خو دا لا نه ده په ډاگه چې طاهر داوړ چا او یا ولې وژلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG