لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په سېنېټ کې په اعلا عدليه او ججانو تود بحث شوی


په پاکستان کې د اعلا عدالتونو او پارلیمان ترمنځ د ټکراو صورتحال د هغې وروسته  لیدل کېږي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد هاىکورټ شپږو ججانو د هيواد په خفيه ادارو باندې عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه ولګول
په پاکستان کې د اعلا عدالتونو او پارلیمان ترمنځ د ټکراو صورتحال د هغې وروسته  لیدل کېږي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد هاىکورټ شپږو ججانو د هيواد په خفيه ادارو باندې عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه ولګول

په پاکستان کې د قانوني او اييني چارو کارپوهان د پارلېمنټ په اېوان بالا یا سېنېټ کې د اعلا عدليې پرضد د ځينو غړو د تاودو او ترخو نيوکو ته په کتنه وايي د دستور لاندې د پارليمان غړي د اعلا عدلیې په کاروايۍ بحث نه شي کولی، باید چې پارلیمان په خپل دستوري حدودو کې کار وکړي.

او د سياسي چارو کارپوهان وايي، د هيواد په اعلا عدلیه باندې د انصاف پرځای سياسي اثرات غالب ښکاري او عدلیې په ولس کې هم خپل باور بېللی دی.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ د سېنېټ په غونډه کې ازاد منتخب شوي سېنېټر فېصل واوډا په خپل تقرير کې د اعلا عدلیې په ججانو سختې نيوکې کړي او ويلي یې دي د سپريم کورټ د جج جسټس اطهر من الله خلاف به د استحقاق تحریک وړاندې کوي ځکه چې نوموړي دی د پراکسي په نامه ياد کړی دی.

د سپريم کورټ جج جسټس اطهر من الله په وروستيو کې د فېصل واوډا د عدالت پرضد د تنقيدي پرېس کانفرنس وروسته په هغه نيوکې کړې او وروسته په دغه معامله سپريم کورټ از خود نوټس اخستی، او اوس فېصل واوډا د عدالت د سپکاوى د کاروايۍ سره مخ دی.

قانون پوهان وايي د پارليمان غړي د ايين د 68 مې مادې لاندې په عدالتي کاروايۍ خبرې نه شي کولی.

د سپريم کورټ وکيل او قانون پوه ذوالفقار بټه وايي، "د عدالتي فيصلې وروسته په هغې خبرې او تنقيد کېدی شي خو څوک هم داسې تنقيد نه شي کولی چې د يو جج د سپکاوي سبب جوړيږي او يا په عدالت باندې د خپلې واکدارۍ ښودلو هڅه کوي، پرون چې په پارليمان کې کومې خبرې شوې دي دا د پارليمان د خپلې برترۍ ښودلو کوښښ وو".

په سېنېټ کې د عدلیې په اړه د خبرو پيل تېره ورځ د متحده قومي مومنټ غړي فېصل سبزواري کړی،او ويلي يې وو هيله لري چې فېصل واوډا ته د پراکسي ويلو وجوهات هم بيان کړل شي.

د سېنېټ غړو ويلي، دستور يواځې د ججانو د عزت خبره نه کوي بلکې د ولسي استازو د عزت خبره هم کوي.

او د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر او سېنېټر اېمل ولي خان د سېنېټ غونډې ته په خپله لومړۍ وينا کې ويلي، "داسې ښکاري چې ايوان يو ځل بيا د کوم مقصد لپاره کارول کيږي، نن چې څوک د دې څخه ګټه پورته کوي هغوي پرون د عتاب لاندي وو او د پرون ګټه پورته کونکي نن د قهر لاندې دي".

د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن سيکرټري سيد علي عمران وايي دا جګړه د سپريم کورټ نه بلکې سېنېټر فېصل واوډا د هغې وروسته پيل کړې ده کله چې هغه د ځيني ججانو پرضد اسلام اباد پرېس کلب کې د سپکاوي ډکې خبرې وکړې او د سپريم کورټ مشر قاضي فاېز عيسا خو د وړاندې نه په ډاګه کړې وه چې پارلیمان بالا دی.

د سپريم کورټ بار سيکرټري سيد علي عمران وايي، "پارليمان ته پکار ده چې هغه د ايين مطابق خپل معاملات وچلوي او که پارليمان په خپلو اييني حدودو کې چليږي نو بله دويمه اداره یې په کار کې مداخلت نه شي کولی".

د قانون مرکزي وزیر، اعظم نذير تارړ سېنېټ ته خپله وينا کې ويلي د ادارو ترمنځ هېڅ ټکراو نشته، د سپريم کورټ مشر قاضي د احترام وړ او زغم لرونکی جج دی خو سوال دا دی چې يواځې سياستمداران به نخښه جوړيږي، کله وزیر اعظم ته پانسي ورکول کيږي او کله يواځې په اقامه لرلو د واک څخه اخوا کيږي، ايين ججانو ته دا اجازه نه ورکوي چې په غصه هغه څه ووايي څه چې یې خوښه وي.

د سياسي او عدالتي چارو څيړونکي وايي د هيواد په عدليه د انصاف د نظام پرځای زيات سياسي اثرات زيات ښکاري.

د سياسي او عدالتي چارو کارپوه حماد حسن وايي، "عدليه نن هم په هغه اخلاقي پوزيشن کې نه ده کوم کې چې پکار وه، ګنې کله چې پخوانی چيف جسټس افتخار چودري د پوځي امر پروېز مشرف خلاف راپاڅېدو نو ورسره د پاکستان ټول ولس ودرېدو، خو دا وخت ولس وېشلی ځکه دی چې خلک د عدليي په اړه هم ډېر تحفظات لري".

په پاکستان کې د اعلا عدالتونو او پارلیمان ترمنځ د ټکراو صورتحال د هغې وروسته لیدل کېږي چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد هاىکورټ شپږو ججانو د هيواد په خفيه ادارو باندې عدالتي چارو کې د لاس وهنې تورونه ولګول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG