د پاکستان د پنجاب او بلوچستان صوبو سره په پوله (د دريای سيند) د سيند صوبې په کچه علاقه کې د ډاکوانو پرضد يو ځل عمليات پېل کړل شوي دي. له دې وړاندې هم څو ځله د کچې په علاقه کې د پوليس او رېنجرز ځواک ګډ عمليات شوي خو ډاکوان اوس هم په ياده سيمه کې وجود لري.
د رپورټونو ترمخه د سيند صوبې په کشمور، شکار پور او جيکب اباد سره خواوشا علاقې تر د پنجاب د راجن پور سيمې او بلوچستان سره لګېدلې پولې پورې چې د کچې په علاقه کې راځي، په دغو علاقو کې وخت په وخت د کچې د ډاکوانو يا غلو لخوا د خلکو د تاوان دپاره تښتونو، په هغوی د تشدد د ويډيوګانو په ټولنيزو خپرېدو او پوليس عملياتو خبرونه مخې ته راځي.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د شکار پور، کشمور، ګوټکي، سکهر او جېکب اباد سيمو د 40 پورې کسان اوس هم په کچه کې ډاکوانو يرغمال کړي دي. د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه د فرورۍ په وروستيو کې د وزيراعلا منتخب کېدو وروسته لومړۍ غونډه د امنيت په اړه کړې وه.
هغه وخت ویل شوي وو، په ياده غونډه کې د کراچۍ د پوليس او رېنجرز چارواکو نه علاوه د حېدر اباد، سکهر، لاړکانې او نورو سيمو کمشرانو او پوليس چارواکو ګډون کړی وو. وزيراعلا ويلي وو، د تېرې يوې مودې نه د کچې په علاقه کې د امنيت صورتحال خراب دی، هغه ویلي په سکهر او لاړکانه کې څخه به ډاکوان په هر حال ختمول وي.
نوموړي ویلي وو، د بلوچستان او پنجاب صوبې په حکومتونو جوړېدو به په ګډه د ډاکوانو پرضد عملیات کولی شي.
په ياده غونډه کې ويل شوي وو، دا وخت 14 تنه اغوا دي، په هر صورت به دوی راخوشي کولی شي. خلک په هني ټرېپ په دوکه باندې تښتول کيږي، چې پکې د پنجاب او خېبرپښتونخوا څخه 250 کسان پوليسو د اغوا کېدو څخه بچ کړي دي.
روانه میاشت په پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړل شوی، چې د کشمور په علاقه کې د سکول يو استاز الله رکهيو نندواني چې د ډاکوانو او امنیت له امله به سکول ته وسله په لاس تلو، ډاکوانو په 18م مارچ وژلی وو. له دې وړاندې هم دغه ډول د وژنو پېښې مخې ته راغلي دي.
تېر کال د ستمبر په میاشت کې په کراچۍ کې هندوانو او نورو لږکيو احتجاج کړی او ويلي یې وو، د کندکوټ او کشمور سيمو څخه پينځه هندوان تښتول شوي او د هغو په سر د کروړونو روپو تاوان غوښتل شوی وو. د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د کشمور څخه په سيند صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي شبيرعلي بجاراني ویلي، هغه او د شکار پور اېم اېن اې شهريار خان مهر د وزیراعلا سيند سره ليدلي، په سيمه کې په ناامنۍ یې خبر کړی دی.
هغه ويلي، د وزيراعلا، د صوبې د کورنیو چارو وزير او پوليس مشر سره د مشورې وروسته پرېکړه شوې، چې د ډاکونو ضد به د پوليس او رېنجرز ګډ عمليات کولی شي.
تېر کال د خېبرپښتونخوا د ټانک يو وکيل او بل تن چې غلو تښتولي د احتجاجونو وروسته راخوشي کړل شوي وو. د دوی نه علاوه هم وخت په وخت په ټولنيزو رسنیو ويډيوز خپريږي چې پکې خلک په خپله وايي غلو تښتولي، سخت تشدد پرې کوي، تاوان دې ورته ورکړل شي او د هغوی نه دې خوشي کړل شي.
تېر کال د سيند صوبې د پوليسو پخواني مشر غلام نبي مېمن وي او اې ډیوه سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي وو، د کچې په علاقه کې موجود ډاکوان ورته د امنيت په وړاندې يو غټ چېلنج دی.
Forum