لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ونډو بازار په ریکارډ کچه په بره تللی دی



د پاکستان د ونډو بازار د ویب پاڼې ترمخه نن د ګل یا دوشنبې له نیمایي ورځې وروسته بازار په 90008 درجو روان ؤ او په دې کې وړاندې 900 درجې اضافه 94 درجې ته راکوزه شوې وه.
د پاکستان د ونډو بازار د ویب پاڼې ترمخه نن د ګل یا دوشنبې له نیمایي ورځې وروسته بازار په 90008 درجو روان ؤ او په دې کې وړاندې 900 درجې اضافه 94 درجې ته راکوزه شوې وه.

د پاکستان د ونډو بازار د کاروباري اوونۍ په وړومبۍ ورځ په ریکارډ کچه زیات شوی او په دې کې 900 درجې اضافه شوې ده.

اقتصاد پوهان وایي سټیټ بینک د سود شرحه کمه کړې او امکان دی چې دا نوره هم کمه شي چې له امله یې په کاروباری بینکونو کې جمع پیسې د سټاک ایکسچینج په کاروبارونو کې مصرفېږي.

د پاکستان د ونډو بازار د ویب پاڼې ترمخه نن د ګل یا دوشنبې له نیمایي ورځې وروسته بازار په 90008 درجو روان ؤ او په دې کې وړاندې 900 درجې اضافه 94 درجې ته راکوزه شوې وه.

د کاروباري اوونۍ په وړومبۍ ورځ سهار وختي د سر د 100 کمپنیو انډیکس 90980 درجو ته زیات شوی ؤ.

اقتصاد پوهان وایي په ملک کې ګراني او د سود شرحه کمه شوې او امکان دی چې سټیټ بینک د سود شرحه 2 فیصدي نوره هم راکمه کړي چی له وجې یې د کاروباریانو اعتماد بحال کیږي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وي او اې ډیوه ته وایي، "زمونږ کاروباریانو چې په بانډونو،ټي بلونو او بینکونو کې کومې پیسې ایښودې وې هغه اوس سټاک ایکسچینج ته را روانې دي او په دې کې کاروباریان پانګونې کوي."

د سجاد احمد په خبره "دې سره نورې اقتصادي اشارې هم مثبت طرفته تلې دي د اي ایم ایف نه د پور پروګرام منظور شوی ، غیر ملکی زرمبادله مستحکم ده او کرنټ اکاونټ خساره هم راکمه شوې دغه وجه ده چې د ونډو بازار کې تیزي لیدل کیږي"

د پاکستان د ونډو بازار تیره اووني په 89993 پواینټونو بند شوی و او په اوونيز اساس په دې کې 4700 درجې اضافه شوې وه.

اقتصاد پوهان وایي د ونډو بازار کې دغه چټکتیا په داسې وخت کې لیدل کیږي چې په وروستیو کې اي ایم ایف پاکستان ته د دریوؤ کالو دپاره د 7 اربه ډالرو د پور منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په امریکا کې د نړیوالو مالیاتي او درجه بنديو ادارو د مامورینو سره د ملاقات په وخت ویلي ملکی معیشیت په سمه لاره روان دی او په پاکستان کی د پانګونو امید هم زیات شوی.

د خزانې وزیر ویلي حکومت په ملک کې اقتصادي اصلاحات کوي او د مالیې د راټولولو شرحه به د قامي امدنۍ 13 فیصدې ته زیاته کړي.

اقتصاد پوهان وایي د آي ایم ایف له پور وروسته د نړیوالو هېوادونو او ادارو اعتماد هم پر ځای شوی دی.

ښاغلی سجاد احمد وایي ,,معاشی شمیرې مثبت طرفته روانې دي ، ګراني نوره هم په ښکته روانه ده د سود شرحه هم کمیږي او د مثبت اشارو له وجې په سټاک ایکسچینج د کاروباریانو اعتماد بحال شوی ،،

د پاکستان سټیټ بینک د ستمبر په میاشت کې د سود شرحه 17.5 ته راکوزه کړې او په ملک کې د ګرانۍ شرحه په ستمبر کې 6.9 فیصده ریکارډ کړی شوې.

د وروستیو معلوماتو راتلو پوری د ونډو بازار په 90272 درجې روان و او په دې کې یوازې 278 درجې اضافه ریکارډ کړی شوې وه .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG