لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېپر پښتونخوا او بلوچستان په شمول د پاکستان په 66 ضلعو کې به د پوليو ضد کمپاين پيل کېږي


پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې معلومې شوي او درې واړه د بلوچستان صوبې په چمن، قلعه عبدالله او ډېره بګټي سيمو کې رپورټ شوي دي
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې معلومې شوي او درې واړه د بلوچستان صوبې په چمن، قلعه عبدالله او ډېره بګټي سيمو کې رپورټ شوي دي

د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې په مخصوصو ضلعو او يونين کونسلو کې د درېم جون څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه او اووه ورځنی کمپاين پيل کولی شي.

په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، کمپاين کې به د ملک په 66 ضلعو کې د پينځو کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوی پروګرام ويلي، د صوبې د صحت وزير سيد قاسم علي شاه د جمعې په ورځ د صوبې په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پرانسته وکړه.

ويل کېږي چې په دې پينځه ورځني کمپاين کې به د پينځو کالو نه کم عمر 35 لکه او 60,000 ماشومانو ته څاڅکي ورکول کيږي.

د خېبرپښتونخوا (اي او سي رابطه کار او سپېشل سيکرټري صحت) عبدالباسط ويلي، پينځه ورځنی کمپاين به د صوبې په نهو ضلعو پېښور، خېبر، کوهاټ، سوات، صوابۍ، کوز دير، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې کولی شي، او باجوړ، بونېر، چارسده، بر او کوز چترال، بره دير، هنګو، هري پور، مانسهره، ملاکنډ، مردان، نوښار، کورمه او مومندو کې به د افغان کډوالو کېمپونو او افغانستان سره په پوله پرتو مخصوصو يونين کونسلو کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

نوموړي زياته کړې، د پوليو کمپاين دپاره ټيمونه برابر کړل شوي او ساتنې دپاره به یې نزدې 26,000 پوليس په ځای کولی شي.

او د بلوچستان صوبې چيف سيکرټري شکيل قادر خان په مشرۍ غونډه کې ويل شوي، د درېم جون نه به د صوبې په 20 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو اووه ورځنی کمپاين پيل کولی شي.

ویل شوي، کمپاين کې به 18 لکه او 84,000 ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي، او 7000 نه زيات ټيمونه به پکې برخه اخلي.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو درې پېښې معلومې شوي او درې واړه د بلوچستان صوبې په چمن، قلعه عبدالله او ډېره بګټي سيمو کې رپورټ شوي دي.

د چيف سيکرټري په مشرۍ غونډې ته ویل شوي، صوبه کې تېر کال، دوه نيم کاله وروسته په مختلفو ضلعو کې په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرسو د موجودګۍ تصديق شوی دی.

شکيل قادر خان ويلي، د پوليو په بشپړ ډول حتمولو يقيني کولو دپاره به ټول وسايل په کار راوستل شي او تر هغې وخته به په قلاره نه کښېني څو پورې چې د صوبې نه پوليو وايرس ختم کړل شوي نه وي.

د تېرې میاشتې په سر کې د پاکستان‎ ‎‏وزيراعظم شهباز شریف عزم څرګند کړی وو، د نړیوالو همکارانو په مرسته او ملکي ادارو په هڅو به د ملک څخه د پوليو خاتمه کولی شي. هغه ‏ويلي وو، د سيمې نه د پوليو په بشپړ ډول ختمولو دپاره د پاکستان او افغانستان مرستې ضروري دي.‏

شهباز شريف د بل اېنډ ميلنډا ګېټس فاونډېشن د پلاوي او پوليو اوور سايټ بورډ د صدر ډاکټر ‏کرسټوفر ايلاييس په مشرۍ د پوليو مخنيوي د نړيوال پروګرام د پلاوي سره ليدلي او پوليو د مخنيوي په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې وې.

د پاکستان وزیراعظم ويلي وو، پوليو يو موذي ناروغي ده او پاکستان یې د خاتمې دپاره ژمن دی.‏

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG