لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوې استاذې وژونکو جینکو ته د مرګ سزا اورول شوې


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې يو عدالت هغو دوو زده کوونکو جينکو ته د مرګ سزا او شل، شل لکه روپۍ جرمانه اورولې، چا چې ‏خپله د مدرسې استاذه د مذهب د سپکاوي په تور وژلې وه.‏

عدالت په قضيه کې په جرم ثابتېدو يوې نابالغه جينۍ ته د عمر بند او لس لکه روپیو جرمانې سزا اورولې ده.‏

د ‏‎2022‎م کال د مارچ په ‏‎29‎مه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلع کې د جينکو د مدرسې استاذه يا معلمه نورو درو ديني علم زده کوونکو جينکو يا ښځو ‏په چړو چاکوانو وهلې او وژلې وه. ‏

هغه وخت د ډېره اسماعيل خان پوليسو وي او اې ډيوه ته دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې وو، په استاذه په چړو چاکوانو ګوزارونه کوونکې درې واړه ‏جينکۍ يا ښځې يې نيولې او مقدمه يې پرې درج کړې وه.‏

د ډېره اسماعيل خان د کېنټ تاڼې پوليس مشر (اېس اېچ او) عظيم الله وزیر ډيوه ته ويلي وو، "دا څلور واړه ښځې يا جينکۍ د يوې مدرسې زده کوونکې ‏پاتې شوي دي، او دوی د دغه پېښې وروسته هغه درې واړه ښځې نيولي چا چې بله ښځه په چړو چاکوانو وژلې ده، دغه درې واړه د يوې کورنۍ سره تعلق ‏لري او پوليس ته یې منلې ده چې دغه ښځه د ښځو په دينې مدرسه (جامع اسلاميه فلاح البنات) کې استازه وه او دوی د توهين رسالت په تور وژلې ده".‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د ګل- دوشنبې په ورځ اډيشنل اېنډ سيشن جج محمد جميل دغه قضيه اورېدلې ده.‏

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو خبرونه مخې ته راځي، په زياترو پېښو کې تور لګوونکي هم نيول کيږي او په ډېرو قضيو کې بيا ‏تورونو کسانو ته سزاګانې هم اورول کيږي.‏

تېره اوونۍ د پنجاب صوبې په ګجرانواله ښار کې يو ځايي عدالت دوه زه کوونکو ته د مذهب د سپکاوي د تور په قضيه کې سزاګانې اورولي، يو ته یې د ‏‏مرګ او بل ته یې د عمر بند سزا اورولې وه.‏

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، په پاکستان په خلکو کې مذهبي جذباتیت ډېر سېوا شوی دی، خلک د تحقيق نه بغېر قانون ‏په لاس کې اخلي.‏

هغه وويل، دغسې کېدل "ډېره د فکر وړ خبره ده او بدبختي ده چې زمونږ معاشره ترختوب طرف ته روانه ده".‏

ښاغلی قبله اياز وايي، که چرته څوک د دروغو تور لګوي نو پکار ده چې هغه ته سخته سزا ورکړل شي.‏

نوموړي وویل، "دا ډېره بدبختي ده چې خلک قانون په لاس کې اخلي ځکه حکومت رټ کمزوری دی، د پنجاب په جړانواله او سيالکوټ کې دغه ډول ‏پېښې شوې وې".‏

تېر کال د اګست میاشت کې د پاکستان د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جړانواله ښار کې قهرجنو مظاهره چيانو په يو تن د مذهب د سپکاوي د تور ‏وروسته د عیسایانو کلیساګانو او کورونو ته اور اچولی وو.‏

‎ ‎تېره میاشت د پنجاب صوبې په مرکزي ښار لاهور کې په يوه ښځه د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، د هغې په کميس عربي ليکل شوې وه خو دغه ښځه ‏‏پوليسو د ګڼې نه ژغورلې وه او ځايي مطبوعات وايي په ښځه تور لګوونکو درېو کسانو ضد مقدمه درج شوې ده.‏

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال 1990 راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 کسان د توهين مذهب په تور نيول شوي چې په کې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏

د مطبوعاتي رپورټونو مطابق د 1927 او 1986 ترمنځ په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى 14 پېښې رپورټ شوي خو وروسته له هغې چې په یاد قانون کې ‏بدلونونه راوستل شول نو د مذهب د سپکاوى پېښې په چټکتیا سره زیاتې شوې.‏

د 1987 او 2022 ترمنځ لږ تر لږه 2,120 کسان د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG