لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني رسنۍ ولې د ګیله من وزیر په مړینه غلې پاتې دي ؟


Manzoor Pashteen and Gilaman Wazir.
Manzoor Pashteen and Gilaman Wazir.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې د غړي اؤ وتلي شاعر ګیله من وزیر په مړینه که چرته د ټولې نړۍ نه پښتانه په سوشل میډیا د غم اؤ خفګان څرګندونې کوي نو هلته د پاکستان قامي اؤ زیاتره ځایي رسنۍ هم په ګیله من باندې په شوي برید اؤ د هغه په مړینه غلې پاتې دي.

څېړونکي وایي په پاکستانۍ میډیا د پښتونخوا اؤ بلوچستان ستونزو اؤ معاملو ته هغه ځای نه ورکول کیږي چې یو صحافتي فریم ورک کې یې خپل یو ارزښت وي.

ګیله من وزیر چې په ۷جولایي اسلام اباد کې د څو کسانو لخوا په شوي یو برید کې سخت ژوبل شوی ؤ، درې ورځې په هسپتال کې د بې هوشۍ په حالت کې پروت ؤ اؤ بیګاه شپه یې ساه ورکړې ده.

په پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاد ډاکټر عرفان اشرف وایي د ګیله من د سره رامنځته شوې پېښه هر چا ولیده چې هغه څو ورځې د اسلام اباد په روغتون کې پروت ؤ اؤ بیا یې ساه ورکړه خو د پاکستان مطبوعاتو دې لوې پېښې ته هیڅ پام ونه ګرځولو.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په دې ملک کې چې کله د پښتنو مرګ ژوبله کیږي یا پکې د بلوڅو ځلمي وژل کیږي اؤ لادرکه کیږي نو مدام د پاکستاني مطبوعاتو په داسې معاملو باندې نظر ډير کمزوری وي بلکې مخ ترې ګرځوي

وتلی خبریال اؤ د ګڼو کتابونو لیکونکی عقیل یوسفزی وایي، که د صحافتي تناظره وکتل شي نو په ګیله من باندې شوی برید پخپله یو غټ خبر ؤ، ځکه چې هغه نه یوازې د پي ټي ایم یو متحرک اؤ مخکښ مشر ؤ بلکې یو ښه شاعر هم ؤ اؤ په ځوانانو کې یې زیات مقبولیت لرلو.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی عقیل یوسفزی وایي "بیا که تاسو وګورئ نو د پښتونخوا صوبې ګورنر چې د صوبې اییني مشر وي، هغه یې هسپتال ته پوښتنې له ورغلی ؤ، د صوبایي حکومت ویاند یې پوښتنې له ورغلي وؤ، منتخب نماینده ګان هسپتال ته ورغلي وؤ، خو عجیبه خبره داده چې د ګورنر اؤ د صوبایي د ترجمان ورتګ ته هم دې تش په نامه قامي میډیا خو پرېږده چې د پېښور نه فعالیت کوونکو رسنیو هم کوریج ور نه کړو"

څېړونکی اؤ خبریال ناصر داوړ وایي، د ګیله من وزیر تعلق یو خو د وزیرستان سره ؤ اؤ بل هغه په پي ټي ایم کې ؤ نو ځکه که د هغه مړینه هر څو د پښتنو لپاره یوه غټه حادثه ده خو پاکستانۍ میډیا لپاره بیا یوه داسې ممنوعه پاڼه ده چې کتل هم ورته ګناه ګڼي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلی ناصر داوړ وایي په وزیرستان کې روزانه داسې ډيرې سترې اؤ په غم لړلې پېښې رامنځته کیږي چې که رامخې ته شي نو انساني ضمیر به ولړزوي خو وایي پاکستاني میډیا د وزیرستان اؤ په ټوله کې د پښتنو د سیمې یوازې هغه پېښې مخې ته راوړي چې پوځ یا آي ایس پي ار ته ترې څه ګټې وي.

ښاغلی عرفان اشرف وایي "د داسې مطبوعاتو د ریاست د پالیسو سره ډیر مضبوط تړون وي ، هغوي د ریاست نه مراعات اخلي،زیاتره ترې پلاټونه اخلي اؤ د دوي بلډنګونه چې په کومو پلاټونو وي هغه یې د ریاست نه اخستي وي، د اشتهاراتو مد کې ترې لویې پېسې اخلي اؤ د دې تر څنګ یې لویه سرمایه کاري وي"

هغه وایي ریاست یا استخباراتي ادارې چونکې اکثره دې مطبوعاتو ته ستونزې جوړوي نو مطبوعات د دغو ستونزو نه د ځان ساتلو اؤ مراعاتو ترلاسه کولو لپاره مدام هغه چاته پخپلو خپرونو کې ځای نه ورکوي چې د ریاست په پالیسیو نیوکې کوي.

خبریال عقیل یوسفزی وایي ، د ګیله من وزیر وړومبی په برید کې زخمي کېدل اؤ بیا تېره شپه مړینه یو ډیر ستر خبر دی ځکه چې په سوونو نه بلکې په زرګونو خلکو په دې پېښه غم اؤ افسوس په سوشل میډیا ښودلی اؤ لا دا لړۍ روانه ده.

د ښاغلي یوسفزي په خبره د ګیله من په مړینه د هر ګوند ، هرې سیمې اؤ هرې طبقې خلک خلکو خپل ري ایکشن اؤ خفګان ښکاره کړو چې دا پخپله هم یو غټ خبر ؤ خو پاکستاني مطبوعاتو ورله ځای ورنه کړو.

نوموړی وایي "زما خپل نظر دادی چې دا سیلف سینسر شپ دی،زمونږ د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان مسایلو یا معاملاتو ته په نام نهاده نیشنل میډیا باندې هغه ځای نه ورکړل کیږي چې په صحافي تناظر کې ورته خپل یو ځانګړی ارزښت ورکول پکار وي"

هغه وایي دا یو افسوسناک صورتحال دی اؤ ددې سیلف سینسر شپ په اړ کې بیا میډیا هاوسسز دا خبرې هم کوي چې په مونږ پرېشر دی، "خو تاسو ښه پوهیږئ چې که د میډیا په یوه اداره یا خبریال د ادارو له لوري پرېشر هم وي خو خبر مخې ته راتلی شي"

عقیل یوسفزی وایي، دا ډیره اسانه وه چې ګورنر د ګیله من وزیر پوښتنې له ورغلی ؤ اؤ دهغې یو عکس نن د پېښور په اخبارونو کې خپور شوی وای خو دا چې نن د پېښور په یو اخبار کې هم دغسې کوم عکس یا خبر خپور نه شو نو دې ته مونږ صحافي بد دیانتي ویلی شو.

خبریال ناصر داوړ بیا وایي چې پاکستان کې د پښتنو خپله میډیا نه شته اؤ د زیاتره رسنیو مالکان یا خو د پنجاب اؤ یا د کراچۍ سیټان دي چې هغوي لپاره پښتانه هیڅ اهمیت نه لري.

هغه وایي، ګیله من وزیر د پي ټي ایم یو تکړه فعال اؤ د منظور پښتین خاص ملګری ؤ اؤ د پي ټي ایم سره چې د اولې ورځې نه میډیا کومه رویه ساتلې ده نو هغه د چا نه پټه نه ده.

نوموړی وایي په نزدې ورځو کې چې په سیند صوبه کې یو وډیره د یوې اوښې نه پښه غوڅه کړه نو د پاکستان ټولې میډیا خپله توجو دغه پېښې ته وګرځوله اؤ په ټي وي چینلو پرې ځانګړي پروګرامونه نشر شول اؤ بیا هغه اوښه د علاج لپاره کراچۍ ته ډیر په درناوي سره ورسول شوه .

د ناصر داوړ په خبره خو عجیبه داده چې دلته په پلازمینه اسلام اباد کې یو پښتون ځلمي په برید کې ژوبل شوی اؤ د مرګ اؤ ژوند په کشمکش کې پروت ؤ خو د علاج لپاره چې د ملک نه بهر د وړلو خبره راپورته شوه نو وویل شول نوم یې په ای سي ایل کې شامل دی ځکه نو له ملکه بهر نه شي وړل کیدای.

د ګیله من وزیر جسد نن د زیارت په سهار د اسلام اباد نه وزیرستان ته روان کړل شوی اؤ د قافلې په شکل کې د پښتونخوا له بیلابیلو سیمو تېرولی اؤ په خلکو یې وروستی دیدن کولی شي.

پي ټي ایم اعلان کړی چې ګیله من وزیر به سبا د جمعې په ماذیګر څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخیلو سیمه کې خاورو ته سپارل کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG