لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ملک کې د انټرنیټ لپاره وي پي این کارول غیرشرعي ګڼلی


د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د جمعې په ورځ اعلان کړی چې په انټرنیټ بلاک شوؤ موادو ته د لاسرسي لپاره د وي پي این استعمال د شریعت یا اسلامي قانون خلاف دی.

دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې حکومت په هیواد کې فایر وال لګولی اؤ په ظاهره د سیوا شوؤ انټرنیټي جرمونو اؤ ترهګرۍ دمخنیوي لپاره یې په صارفینو د میډیا د ریګولیټ کولو دولتي ادارې سره د وي پي این رجسټر کولو لپاره فشار راوړی دی.

څيړونکي وایي چې داسې رقم ګامونه انلاین نظارت یا څارنه نوره هم سیوا کوي، د رایې د څرګندولو مخه نیسي اؤ په انټرنیټ کیدونکي کاروبار ته زیانونه اړوي.

ورچویل پرایویټ نیټ ورک یا وي پي این د انټرنیټ کارونکي په ملک کې د بندیز سره مخ انلاین موادو ته په لاسرسي کې د خپلې پېژندګلو اؤ ځاي پټ ساتلو جوګه کوي اؤ له دې لارې هغوي خپله رازداري اؤ تحفظ پځای ساتي.

اسلامي نظریاتي کونسل ویلي پاکستان کې د ټیکنالوجۍ استعمال د اسلامي اصولو مطابق د ممنوعه یا د قانون له مخې ممنوعه موادو ته د لاسرسي لپاره کولی شي "د هغو غیر اخلاقي اؤ فحش ویب پاڼو په ګډون چې د ناسمو معلوماتو له لارې انتشار خوروي"

بیان کې ویل شوي چې ممنوعه یا غیر قانوني موادو ته د لاسرسي لپاره د وي پي این استعمال د اسلامي اؤ ټولنیزو اصولو خلاف دی .

د اسلامي نظریاتي کونسل د چیرمین راغب نعیمي له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د وي پي این استعمال خلک ګناه ته د لمسولو په زمره کې راځي.

بیان کې ویل شوي چې د انټرنیټ په ګډون هرې ټیکنالوجۍ ته د لاسرسي لپاره استعمالوونکې "غیر اخلاقي یا غیر قانوني فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې منعې دي".

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د وي پي این بندول د خلکو د رازدارۍ سرغړونه بللې او وایي دا د نړیوال قانون له مخې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي او د اظهار د ازادۍ خلاف عمل دی.

تر یوه ورځ وړاندې د کورنیو چارو د وزرات له لوري د پاکستان د مخابراتو ملي ادارې پي ټي اې ته لېږل شوي یو لیک کې د ټولو غیر قانوني وي پي اینز بلاک کولو سپارښتنه شوې وه اؤ ویل شوي وؤ چې ترهګر انټرنیټي لارې چارې کاروي.

په لیک کې ویل شوي وؤ چې" پاکستان کې په پرتشدده فعالیتونو اؤ مالي راکړه ورکړه کې اسانتیا پېدا کولو لپاره ترهګر په چټکتیا سره وي پي اینز کاروي"

د کورنیو چارو وزارت پخپل لیک کې د فحش موادو کتلو لپاره د وي پي این د استعمال لوري ته هم اشاره کړې ده.

په لیک کې ویل شوي وؤ پاکستان په نړۍ کې د سر له هغو هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې د وي پي اینز د استعمال له لارې پکې خلک د غیر اخلاقي ویډیو ګانو ویب پاڼې ګوري.

پاکستان کې ډيری د انټرنیټ کاروونکي وي پي این د انلاین کاروبار اؤ ساعت تیري تر څنګ ټولنیزې رسنۍ ایکس ته د لاس رسي لپاره هم کاروي.

په انټرنیټ اؤ وي پي این د بندیزونو مخالفین وایي چې د آنلاین فعالیتونو د کنټرول زیاتېدونکی فشار په پاکستاني پوځ د انتقاد مخنیوي لپاره دی.

د پاکستان دا ځواکمنه اداره(پوځ) په دې وروستیو کې له سیاسي لاسوهنې تورونو سره مخامخ ده، په ځانګړې توګه له هغې وروسته چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې پخوانی وزیراعظم عمران خان له واکه لرې کړل شو.

پوځ دا تورونه رد کړي او په پرله‌پسې ډول یې د انلاین انتقادونو او د بدنامولو کمپاینونو ته "ډیجیټل ترهګري" نوم ورکړی دی.

د جمعې په ورځ د اسلام‌اباد په یوه امنیتي فورم کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په آنلاین ویناؤ د لا ډېرو سزاګانو غوښتنه تکرار کړه.

هغه وویل: "بې له مقرراتو د بیان ازادي د ټولنو د ارزښتونو د زوال سبب ګرځي"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG