لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطیني چارواکي وايي په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په چاپه کې درې کسان وژل شوي


د اکتوبر د ۳۱ نېټې په دې تصویر کې اسرایلي ځواکونه د مقبوضه وېسټ بېنک په طوالکرم ښار کې د عملیاتو په مهال لیدل کېږې
د اکتوبر د ۳۱ نېټې په دې تصویر کې اسرایلي ځواکونه د مقبوضه وېسټ بېنک په طوالکرم ښار کې د عملیاتو په مهال لیدل کېږې

فلسطيني چارواکو ویلي په مقبوضه وېسټ بېنک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال درې کسان وژل شوي دي.

په عملیاتو کې د کډوالو د نور شمس کېمپ په سیمه کې هوايي حملې هم وشوې.

اسرایلي پوځ وویل د ترهګرو بنیادي اډاڼه يې په هدف کوله او د حماس هغه وسله وال يې ووژلو چې د حملو په منصوبه سازۍ کې ککړ و.

د صحت د فلسطيني وزارت ترمخه، تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې ۷۶۳ فلسطینیان وژلي دي.

اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د جنوبي لبنان په ځینو برخو کې چې په کې د ساحلي ښار صور سره نږدې رشیدیه نومې د کډوالو کېمپ شا او خوا سيمې هم شاملې وې، مقامي اوسېدونکو ته کورونو نه د وتلو هدایات جاري کړل.

د لبنان سرکاري خبري ادارې نېشنل نیوز اېجنسي وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایل په بمبارۍ کې د صور ښار سره نږدې په موټر سایکل روان یو تن ووژل شو. د خبري ادارې ترمخه، د اسرایل په نورو حملو کې په مشرقي لبنان کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شوو.

اسرایل وویل تېره ورځ يې په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې دحماس ۱۵۰ هدوفونه وویشتل.
په عېن حال کې په لبنان کې د جنګ بندۍ دپاره کوښښونه هم دوام لري او د وایټ هاوس دوه چارواکي برېټ مېکګرک او اېموس هوکسټاین به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي چارواکو سره په یو شمېر موضوعاتو خبرې اترې کوي چې په کې په غزه او په لبنان کې اوربند هم شامل دي.

د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قبرص صدر نېکوس کرېسټوډولایډز سره په وایټ هاوس کې په غزه او په لبنان کې جنګ د ختمولو په اړه خبرې اترې وکړې.

د اسرایل د توانای وزیر اېلي کوهن وویل د حکومت د جنګ کابینې حزب الله سره د ډزبندۍ په شرایطو خبرې اترې شروع کړي دي. هغه یو اسرایلي رېډیو ته وویل په دې خبرو اترو کې به وخت لګي.

د اسرایل چېنل ۱۲ نومې ټېلې وېژن وویل اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ د لوړ رتبه چارواکو سره د حزب الله نه د اسرایل په مطالبو او په بدل کې د ۶۰ ورځو د ډز بندۍ په اړه خبرې اترې وکړې.

اسرایل غواړي چې حزب الله دې تر ۳۰ کلومېټرو پورې د اسرایلي سرحد نه په شا شي، لبنان دې د اسرایل پولې سره ځواکونه وګماري او اسرایل په ازادي لري چې د خطراتو په ضد پوځي ګامونه پورته کړي.

کوهن وویل په تېرو څو میاشتو کې اسرایلي پوځ په عملیاتو کې کامیابي ترلاسه کړې ده، د حزب الله ټول مشران يې ختم کړي او د حزب الله د ترهګرۍ د ۲۰۰۰ نه په زیاتو بنیادي سهولتونو يې حملې کړي دي

د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په لبنان او د اسرایل په شمال کې به تر هغه وخت پورې جنګ دوامداره ساتي ترڅو چې ورته اسرایل د ډز بندۍ داسې تجویز نه وي وړاندې کړی چې ډلې دپاره يې د قبلولو وړ وي.

قاسم وویل که اسرایل "جارحیت" ودرولو او د حزب الله د شرطونو سره سمون خوري نو ډله به يې ومني. د هغه رېکارډ شوی پېغام د نامعلومه ځای نه په ټېلې وېژن نشر شو.

هغه وویل د ډزبندۍ غوښتنه نه کوي او د نامعلومه مودې پورې به جنګ ته دوام ورکوي په لبنان کې حزب الله خلاف د اسرایل پوځي عملیات تېره میاشت شروع شوي وو. د لبنان د صحت چارواکو د وېنا ترمخه، ای اېف پي خبرې اداره وايي د سپېټمبر د ۲۳ نېټې راهسې په لبنان کې جنګ دلاسه ۱۷۵۴ کسان وژل شوي دي. اسرایلي پوځ ويلي په ۳۰ نېټه د حزب الله خلاف عملیات د شروع کولو راهسې يې په لبنان کې ۲۷ عسکر وژل شوي دي.

اسرایلي پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان د مشرقي علاقې بقاع وادۍ په ځینو برخو کې مقامي اوسېدونکو ته سیمې نه د وتلو امر وکړو او د حزب الله خلاف د پوځي اقداماتو خبرداری يې وکړو.

د اسرایل د ډیفېنس فورسز ترجمان (نې) وویل د دورس، بعلباک او د عین بورضای سیمو اوسېدونکي دې د خپلو کورونه پرېږدي.

د مقامي خلکو ته د خپلو سیمو نه د انخلا د اسرایل د احکاماتو وروسته اسرایلي ځواکونه په دغو سیمو کې اکثر هوايي بمباري کوي چې د اسرایلي چارواکو په قول هدف یې د حزب الله وسله وال د اسرایل د سرحد نه په تمبول دي.

اسرایل دغه طریقه په غزه کې هم استعمال کړې چې ملګرو ملتونه او د امدادي ادارو چارواکي پې نیوکې کوي او وايي ملکي کسان اکثر د انخلا دپاره تیار نه وي او د تګ دپاره محفوظ ځای هم نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG