لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ډرامې دوو سترو هنرمندانو سید ممتاز علي شاه او غلام اکبر له نړۍ سترګې پټې کړې


د پښتو ډرامې دوه ستر هنرمندان سید ممتاز علي شاه اؤ غلام اکبر د ورپېښو ناروغیو له امله وفات شوي اؤ پخپلو پلرنیو مقبرو کې خاورو ته سپارل شوي دي.

دواړو نوموړو هنرمندانو د ټي وي اؤ ریډیو په سلګونو پښتو ډرامو کې کار کړی وو اؤ فنکارانو، ډرامه لیکونکو اؤ لیکوالانو د پښتو ډرامې اؤ‌ پښتون کلتور د ودې لپاره د هغوي خدمات په زرینو ټکو کې ستایلي اؤ د هغوي مړینه یې یو ستر تاوان بللی دی.

د پښتو ډرامې د تېرو وختونو هیرو اؤ وتلی هنرمند سید سردار بادشاه وایي، ممتاز علي شاه اؤ غلام اکبر پښتو ډرامې ته ژوند ورکړی اؤ نن که څوک پښتو کې ډرامه پیژني نو ددغو دواړو شخصیاتو د شپې اؤ ورځې محنت پکې شامل دی خو وایي ریاست بیا د پښتنو فنکارانو د خدماتو نه مخ ګرځولی دی.

سید ممتاز علي شاه:

91 کلن سید ممتاز علي شاه د پېښور په سپینه وړۍ سیمه کې سترګې غړولې وې اؤ هغه خپل فني سفر د ریډیو پاکستان نه په کال 1948م کې پیل کړی ؤ چې د هند نه د پاکستان د ازادیدو ایله یو کال شوی ؤ.

سید ممتاز علي شاه پخپل ژوند په یوه مرکه کې ویلي وؤ چې په دغه وړومبۍ ډرامه کې یې یوازې یوه جمله ویلې وه خو په دغه یوه جمله بیا دومره خوشحاله ؤ چې د شپې یې له خوشحالۍ خوب نه ؤ کړی.

هغه ابتدایي زده کړې هم د خپل کلي د سکول اؤ بیا د اسلامیه کالجیټ څخه کړې وې.

ډیوه سره خبرو کې سید سردار بادشاه وایي چې د ریډيو لپاره د سید ممتاز علي شاه د ډرامو شمیره په زرګونو کې ده اؤ د ټي وي لپاره یې هم په سوؤنو پښتو اؤ اردو ډرامو کې کار کړی دی.

د سید سردار بادشاه چې په ډرامو کې د سلیم په نوم شهرت موندلی، په خبره "ممتاز علي شاه باچا زمونږ د ټولو فنکارانو استاذ ؤ، ما که مکالمه ایزده کړې ده نو د باچا جي نه مې ایزده کړې ده د هغه خدمتونه د هیرېدو نه دي"

ښاغلی سردار بادشاه وایي هر څو که د پاکستان حکومت هغه ته پخپلو فني خدماتو صدارتي ایوارډ اؤ تمغه امتیاز ورکړي وؤ خو کله چې هغه په کټ پریوتو نو بیا یې ریاست پوښتنه نه ده کړې اؤ اؤ د بې وسۍ اؤ ناروغۍ ورځې یې د خپل فامیل تر څنګ بې یاره مدد کاره تېرې کړې دي.

سردار بادشاه وایي که د ممتاز علي شاه پشان شخصیت د اټک نه پورې وزیږيږي نو شیر شاه سوري ترې جوړ شي خو که د اټک نه دې غاړې ته پیدا شي اؤ فرید یې خپله نامه وي نو په پښتنه ټولنه کې ترې "فریدی"جوړ شي.

سید ممتاز علي شاه په زیاتره ډرامو کې د سید سردار بادشاه د پلار اؤ یا هم د خسر رول لوبولی دی اؤ هغه به مدام د یو شفیق پلار په شکل کې په د ټي وي په شیشه یا د هوا په څپو راڅرګندیدو خو سردار بادشاه وایي چې ممتاز علي شاه هر رول ډیر په جانداره توګه ترسره کولی شو.

هغه په انتظار ډرامه کې د ممتاز علي شاه د ولن د رول یادونه وکړه اؤ وایي که د ولن په توګه د هغه رول ته وکتل شي نو هم ثاني یې نه لیدل کیږي.

سید ممتاز علي شاه د تېرې ډیرې مودې راهسې ناروغه اؤ په کټ پروت ؤ اؤ تېره شپه یې سترګې د مدام لپاره ددې نړۍ نه پټې کړي وې اؤ نن د خالي په ورځ د سپینې وړۍ پخپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د پښتو ډرامو لیکونکی فرید الله شاه حساس وایي وایي سید ممتاز علي شاه د هغه په ډیرو ډرامو کې کار کړی اؤ وایي د هغه د کار نه به نورو هنرمندانو زده کړې کولې

ډیوه سره خبرو کې فرید الله شاه حساس وایي سید ممتاز علي شاه په رښتیا ممتاز ؤ اؤ د هغه په څېر لویې هنرمندان په پیړو کې چرته په بخت پیدا شي

د نوموړي په وینا د نثار محمد خان په چغه نومې د ریډيو ډرامه کې یوازې درې کردارونه وؤ اؤ دغه دریواړه کردارونه ممتاز علي شاه په یوازې ځان ادا کړي وؤ اؤ هر کردار له یې خپل اواز اؤ تاثر ورکړی ؤ.

هغه وایي چې سید ممتاز علي شاه به نور فنکاران هم په دې پوهول چې مکالمه به څنګه ادا کوي، تاثر به څنګه ورکوي اؤ د ټکو سره به په اواز کې لوبې څنګه کوي.

غلام اکبر:

د پښتو ډرامو بل لویې هنر مند 80 کلن غلام اکبر هم تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د پېښور په یو روغتون کې ساه ورکړې اؤ نن پخپله پلرنۍ مقبره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

غلام اکبر د پښتونخوا د ملاکنډ سیمې سره تعلق درلودو خو د ډیرې مودې راهسې په پېښور کې میشت ؤ .

هغه د ټي وي اؤ ریډیو په سوؤنو ډرامو کې مزاحیه کردارونه ادا کړي وؤ اؤ زیاتره د اسماعیل شاهد، ارواښاد قاضي مولا اؤ سید سردار بادشاه تر څنګ په ډرامو کې لیدل کیدو.

غلام اکبر ته د سینې ناروغي ورپېښه وه اؤ تر شلو ورځو زیات د پېښور په یو روغتون کې بستر ؤ.

لیکوال اؤ څېړونکی ښاغلی اکبر هوتي وایي ممتاز علي شاه د پښتو ډرامې په هنرمندانو کې تر ټولو مشر یا سینیر هنرمند ؤ اؤ د هغه ایکسپریشن، مکالمې اؤ د رول په احسنه توګه ادا کول د نورو هنرمندانو لپاره د زده کړو سوب جوړیدو اؤ هغه د هنرمندانو یو استاذ ؤ.

د غلام اکبر په هکله ښاغلی هوتي وایي هغه په ګڼو سنجیده ډرامو کې هم کار کړی ؤ خو د هغه پېژندګلو د ټي وي په ډرامو کې د هغه مزاحیه کردارونه وؤ چې پښتانه یې کله هم نه شي هیرولی.

د هوتي په وینا ممتاز علي شاه اؤ غلام اکبر هغه لویې نومونه دي چې په پیړیو وروسته به یې هم د خپل کار اؤ زیار په حواله څوک هیر نه کړل شي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر میا افتخار حسین میا افتخار حسین اؤ صوبایي عمومي سکتر حسین شاه هم د سید ممتاز علي شاه اؤ غلام اکبر مړینه یوه ستره ضایع بللې ده اؤ په هغې یې خفګان ښکاره کړی دی.

د غمرازۍ په خپل یو ګډ بيان كې د عوامي نیشنل ګوند مشرانو ویلي د پښتو ډرامې اؤ پښتون کلتور د ودې لپاره به د دغو دواړو سترو هنرمندانو خدمتونه مدام یاد ساتلی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG