فلمسازان وایي پښتو فلم اوس د لوستو پښتنو پام ور اړولی خو څېړونکي وایي پردی کلتور پکې ښودل کیږي
د پښتو اوسني فلم جوړوونکي نوي فلمونه د مخکې په نسبت ښه ګڼي او هیله یې ښکاره کړې چې د لوستو پښتنو به خوښ شي، خو په پېښور کې د مفکورې ادبي اداره وایي د پښتنو په ټولنه کې د تفریح او قامي شعور لپاره د ښه فلم ډېر زیات ارزښت دی خو د پښتو فلم دغه ذمه واري نه ده پوره کړې. تفصیل د سعدیه قاسم شاه په رپوټ کې: