لاس رسیدونکی لینک

 
د هند په یوه ستره مذهبي مېله کې د ګڼې ګوڼې په وخت په ټېل ماټېل کې 39 کسان مړه شوي
تازه خبر

د هند په یوه ستره مذهبي مېله کې د ګڼې ګوڼې په وخت په ټېل ماټېل کې 39 کسان مړه شوي


په هند کې د هندو مذهب په یوه ستره روایتي مېله کې د زرګونو خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله ډېر خلک تر پښو لاندې شوي چې له کبله یې د چارواکو په وینا لږ تر لږه 39 تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

د اترپردېش صوبې د پریاګ راج (اله آباد) په ښار کې د نړۍ په دې تر ټولو ستره مذهبي مېله کې د ګڼې ګوڼې په وخت د ټېل ماټېل دا پېښه د سه شنبې- نهې په شپه ناوخته شوې ده چې پکې په سلګونو کسان تر پښو لاندې شوي او په لسګونو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پولیسو یوه اعلی چارواکي ویلي له پېښې وروسته 90 تنه روغتون ته وړل شوي چې وایي لږ تر لږه 30 تنه مړه شوي دي. رویټرز خبري ایجنسۍ د پولیسو د سرچینو او د روغتون د چارواکو په حواله ویلي، د مړو شمېر 39 ته رسېدلی، خو دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید شوې.

رویټرز وایي د سیمه ییز روغتون په مرده خانه کې یې 39 مړي شمېرلي، ځکه چې وایي مړي لا هم له پېښې 12 ګنټې وروسته هم ورته راوړل کېدل. وایي د پولیسو درو سرچینو هم د مړو شمېر تقریباً 40 تایید کړ.

د موتي لال نهرو طبي کالج روغتون کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، "نور مړي راځي. له موږ سره دلته تقریباً 40 مړي دي، چې یې یو په یو لېږدوو او کورنیو ته یې سپارو".

ټاکل شوې چې د مهاکمب په نوم دا مېله به له پلان سره سم شپږ اوونۍ دوام لري، چې د هند له بېلابېلو برخو په مییلنونو کسان پکې ګډون کوي. په دغو مراسمو کې د هند مذهب منونکي د ګنګا او جمنا په سیندونو کې لمبېږي.

ځینو عیني شاهدانو ویلي چې د یوې زورورې دکې یا خلکو پورې وهل کېدو له امله عقیدتمندان پر یو بل ولوېدل، خو ځینو نورو بیا ویلي چې اوبو ته د لارو بندېدو له کبله ګڼه ګوڼه شوه او خلک د ساه بندۍ له امله مړه شول.

د اترپردېش ریاست حکومت د پولیسو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د دوی "چټک او مؤثر غبرګون د ممکنه غمیزې مخه ونیوله".

د ریاست چارواکو په ابتدایي رسمي بیان کې ویلي، "پولیسو د امن و امان د بیرته پر ځای کولو او د زیارت کوونکو د خوندیتوب د ډاډمنتیا لپاره په چټکۍ سره اقدام وکړ، د حالت اغېز یې تر ډېره کم کړ".

د هند وزیراعظم نریندرا مودي له هغو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې چې په پېښه کې یې خپل خپلوان مړه شوي دي. ښاغلي مودي پر خپل ایکس لیکلي:

"ځايي اداره زيانمنو خلکو ته د هر ډول ممکنه مرستو په رسولو بوخته ده. په دې اړه ما له وزیراعلی یوګي جي سره خبرې کړې دي او زه له ریاستي حکومت سره په دوامداره تماس کې یم".

د اترپردېش ریاست وزیراعلی یوګي ادیتیا نات وویل، ټېل ماټېل هغه وخت پیل شو شو کله چې ځینې عقیدتمندانو هڅه وکړه چې د ګڼې ګوڼې د کنټرول لپاره تر جوړو خنډونو تېر شي.

د چارواکو په وینا تمه کیږي د هندوانو په دې مذهبي مېله کې به په مجموعي توګه شاوخوا 400 میلینه خلک ګډون وکړي، په سعودي عرب کې د مسلمانانو د حج په مراسمو کې تېر کال 1.8 میلینه کسانو ګډون کړی وو.

چارواکو وویل د سې شنبې- نهې تر ورځې پورې تقریباً 200 میلینه خلکو په دې مېله کې برخه اخیستې وه چې دوې اوونۍ وړاندې پیل شوې او زیاته یې کړه چې یواځې د چارشنبې- شورو په ورځ د مازدیګر تر څلورو بجو پورې تر 57 میلینه زیاتو خلکو په سپېڅلو اوبو کې لمبېدلي دي.

دا په هند کې د خپل ډول اولنۍ پېښه نه ده. د 2015م کال په جولای او د 2014م کال په جنوري میاشتو کې هم د هند د "سپيڅلي" سمندر په غاړه او په ممبۍ کې په مذهبي مراسمو کې 45 تنه مړه او 40 نور ژوبل شوي وو.

د 2008م کال په اګست کې هم د هند په شمالي ایالت هماچل پردېش کې په مذهبي مراسمو کې د غره د ښویېدو د اوازې له کبله په ټېل ماټېل کې 150 عبادت کوونکي تر پښو لاندې شوي او مړه شوي وو.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG