لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په سوشل مېډیا د مذهب د سپکاوي د موادو خورولو په جرم یو تن ته د تېزندۍ سزا اورول شوې


په پېښور کې د ترهګرۍ د مخنیوي ځانګړې محکمې یا عدالت د مذهب د سپکاوي د تورونو سره مخ یو تن ته د جرم په ثابتېدو د تېزندۍ سزا اورولې ده.

د بیلا بیلو پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د خېبر پښتونخوا د بنو سیمې سره په تړاؤ لرونکي خالد نومي تن تورونه لګول شوي وؤ چې په سوشل میډیا یې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي وؤ.

د نوموړي تن په ضد د درج مقدمې اورېدنه د پېښور په مرکزي زندان کې روانه وه اؤ تېره ورځ د ترهګرۍ د مخنیوي د ځانګړې محکمې جج د وکیلانو له دلیلونو اورېدو وروسته هغه ته په دوؤ بیلابیلو دفعو کې د عمري بند اؤ په یوه دفعه کې د تېزندۍ سزا اورولې ده.

د تېزندۍ د سزا سره په مخ شوي تن خالد باندې الزام ؤ چې پروسږکال یې په یو فحش عکس د اسلام کلیمه لیکلې وه اؤ بیا یې هغه عکس په ټولنیزو رسنیو خپور کړی ؤ.

ددغه عکس له خپرېدو وروسته د پلټنو مرکزي ادارې (ایف آي اې) په کال 2023م کې د هغه په ضد د مذهب مقدمه درج کړې وه اؤ بیا پولیسو نیولی ؤ.

د پېښور مرکزي زندان کې د مقدمې د اورېدل کېدو په مهال هم یو شمیر کسانو په خالد ګواهي کړې وه چې د مذهب سپکاوی یې کړی دی.

تر دې وړاندې د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمې د خالد فېصل خان په نوم هغه هلک ته هم د عمري بند اؤ یو میلیون روپو د جرمانې سزا اورولې وه په کال 2020م کې یې د پېښور یو عدالت کې د جج مخامخ د مذهب په سپکاوي تورن تن په ډزو وژلی ؤ.

پاکستان کې د مذهب سپکاوی یوه حساسه معامله ګڼل کیږي چې په قانون کې یې سزا تېزندي ټاکل شوې ده خو زیاتره وخت د مذهب د سپکاوي تورونو سره مخ کسان له عدالت شا پشا پاریدلو خلکو پخپل سر هم وژلي دي.

د قانون پوهانو تر مخه ځینو وختونو کې د مذهب د سپکاوي قانون په غلطه طریقه د خپلو ذاتي دښمنو دپاره هم استعمالیږي.

قانون پوهه نور عالم اېډوکېټ وايي"په طریقه کار ، پروسیجر کې بدلون راوستل پکار دي، چې مجرم د سزا نه بچ نه شي، او بې ګناه ته سزا ور نه کړل شي، په دې کې زمونږه چې څومره د اسلام سکالرز دي هغوي ته پکار دی چې خپل کردار ادا کړي".

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره هیومن رایټس واچ خپل یو رپورټ کې وایي پاکستان کې د 1990 نه تر مارچ 2024م پورې 65 کسان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیمونه وایي د 1987م نه تر دې وخته د 2100 نه زیات کسان د مذهب په سپکاوي تورن کړل شوي، چې پکې عدالتونو 40 ته د تیزندۍ سزا ګانې هم اورولې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG