لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ: پاکستانۍ مېرمنې چې د افغانانو سره یې ودونه کړي غبرګ شهريت لرلی شي


پېښور هايکورټ حکم کړی، هغه پاکستانۍ مېرمنې چې د افغان وګړي سره یې واده شوی، کولی شي چې غبرګ شهريت يا تابعيت لري، باوجود د دې چې د پي او آر يا افغان سيټزن کارډ دپاره یې خواست کړی وي.

پېښور هايکورټ په فيصله کې ويلي، د 21 کالو عمر پورې کسان چې د پاکستاني مور او پلار څخه زېږېدلي، کولی شي چې غبرګ شهريت ولري.

ياده فېصله پرون په 13مه جولايۍ د پېښور هايکورټ جسټس سيد ارشدعلي او جسټس وقار احمد اورولې ده.

د افغان مېرمنو يا نارينو او 21 نه کالو نه کم عمر هغو کسانو چې مور يا پلار یې پاکستانی يا د افغانستان وي، او هغوی پي او آر يا افغان سيټيزن کارډونه اخستي، د دغو کسانو دپاره پېښور هايکورټ ته خواست شوی وو.

د خواست کوونکو وکیل (قانون پوه) سېف الله محب کاکاخېل وي او اې ډیوه ته وويل، تېر کال چې پاکستان د افغان کډوالو د بيرته ايستلو فيصله وکړه، دوی نزدې د 100 پورې کسانو دپاره پېښور هايکورټ ته خواستونه کړي او عدالت یې بيا په يو ځای اورېدنه کوله.

هغه وویل، دوی د هغه چا دپاره خواست کړی وو چې د چا مور پلار پاکستاني وو، او هغو مهاجر کارډونه اخستي وو، يا یې مور د پاکستان او پلار یې افغان وو، دغه ډول مختلف کېسونه وو او په هغې کې یې عدالت ته خواستونه کړی وو.

د کاکاخېل په خبره، پېښور هايکورټ پرون فيصله واوروله چې يوه پاکستانۍ ښځه ده او افغان يا افغانستان کې یې واده کړی دی نو هغه د دواړو هيوادونو تابعيت ساتلی شي، بيا چې کوم د 21 کالو پورې ماشومان دي هغوی هم د دواړو هيوادونو شهريت ساتلی شي.

هغه زیاته کړه، که د 21 کالو نه د چا عمر زیات وي هغه به څه کوي چې مهاجر کارډ (پي او آر يا اې سي سي) یې اخستی وي، نو د هغوی فيصله به وزارت داخله کوي.

هغه وويل، که پاکستانۍ ښځه وي د افغان سره یې واده کړی وي، هغه کولی شي چې د دواړو هيوادونو شهریت ولري، خو که افغانۍ ښځه وي او پاکستاني سره یې واده کړی وي نو د پاکستان قانون دی چې هغه به يو شهريت پرېږدي.

نوموړي کاکاخېل وويل، د پېښور هايکورټ دغه فيصله هم د دغو کسانو دپاره ده د چا دپاره چې دوی خواست کړی وو، او که بل چا ته دغه ډول مسله پېښيږي نو هغوی ځانله خواست کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG