لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ پولیس او نورې ادارې منع کړي چې افغان کډوال هنرمندان دې نه نيسي


تېر کال 147 افغان هنرمندانو د اکتوبر په 24مه پېښور هايکورټ ته خواست کړی و، دغه هنرمندان طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته پېښور او خواوشا نورو سيمو ته کډوال شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار سره یې د سر پناه دپاره خواستونه جمع کړي و
تېر کال 147 افغان هنرمندانو د اکتوبر په 24مه پېښور هايکورټ ته خواست کړی و، دغه هنرمندان طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته پېښور او خواوشا نورو سيمو ته کډوال شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار سره یې د سر پناه دپاره خواستونه جمع کړي و

د پېښور هايکورټ پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې منع کړي چې هغه افغان هنرمندان دې نه نیسي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته کډوال شوي دي او پاکستان کې یې د سر پناه دپاره خواست کړی دی. د صوبې اعلا عدالت ويلي د نړيوالو قوانينو په رڼا کې به دا کېس مخ په وړاندې بوتللی شي.

پېښور هايکورټ دغه فېصله نن د کډوالو په نړيواله ورځ اورولې ده.

نن د جون په 20مه نېټه د پېښور هايکورټ جسټس اعجاز انور او جسټس وقار احمد دوه کسيزه بنچ د افغان هنرمندانو په خواست اورېدنه وکړه، عدالت د خواست کوونکو افغان هنرمندانو او د سرکاري وکيل د دلايلو اورېدو وروسته حکم وکړو چې د راتلونکي اورېدني پوري دې سياسي سرپناه خواست کوونکو افغان کډوالو د ځورولو څخه دې ډډه وکړی شي.

د خواست کوونکو وکيل ممتاز احمد ايډوکېټ وويل، "هر هغه کس که هغه پاکستانی دی او که د پاکستان نه دی، چې دومره اسناد لري چې د هغه د پېژندګلو او تاييد عمل یې روان وي، د مرکزي حکومت سره وي او که عدالت کې وي او که د یو اېن اېچ سي ار سره وي، ترهغې پورې به هغه د مرضي نه بغير څوک نه بې دخله کوي، د هغې په بنياد نن عدالت امر وکړو چې پورې دا اورېدنه روانه وي او فېصله نه وي شوې، يوه اداره به هم په زوره دغه کسان د پاکستان څخه نه بې دخله کوي، نه به یې څوک تنګوي".

تېر کال 147 افغان هنرمندانو د اکتوبر په 24مه پېښور هايکورټ ته خواست کړی و، دغه هنرمندان طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته پېښور او خواوشا نورو سيمو ته کډوال شوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار سره یې د سر پناه دپاره خواستونه جمع کړي وو.

نن پېښور هايکورټ ته د کېس اورېدنې دپاره راغلو هنرمندانو د عدالت په امر د خوشحالۍ څرګنده وکړه او ويې ويل، په راتلونکې کې هم د پاکستان د عدليې نه تمه لري چې افغان هنرمندانو ته به د بشري حقونو په بنياد د استوګنې حق ورکړي.

افغان سندرغاړی رضوان منور وايي، "د هنرمندانو ورځې شپې په افغانستان کې نه سبا کيږي د هنرمندانو هلته ژوند تريخ دی هلته د هنر او د هنرمند خوله ګونګه ده په موسيقي باندې د خاورو ډېری پروت دی موسيقۍ ته اجازه نشته هنرمند ته، نو زمونږ بيا هم د عدالت نه دا غوښتنه ده چې مونږ ته دې دلته د اوسېدودپاره زمينه برابره کړي چې ژوند مو خوشحاله شي".

عدالت نن د کېس اورېدنې په وخت پخواني اټارني جنرل عامر جاوېد اېډوکېټ د عدالت معاون وټاکلو او امر يې وکړو چې څومره هم د کډوالو پحقله معاهدې دي او نړيوال قوانين دي د هغې په رڼا کې دې د عدالت مرسته وکړي.

پېښور کې د پرمختيايي څيړنيز مرکز مفکوري مشر حيات روغانی وايي، "د 2003 او 2008 کنونشن دی د ملل متحد، چې په هغې باندې پاکستان لاسليک کړی دی، پاکستان د هغو معاهدو برخه ده، او د هغې په رڼا په کې په ايين کې د سړي او وکړي ترمنځ کرښه راکښل شوې ده نو که په يو ملک کې يو داسې کس وي چې د هغه هيڅ کاغذ نه وي او د بل ملک وي خو بنيادي انساني حقونه د هغه نه نشي منع کېدلی، او هغه په زبردستۍنه شي لېږل کېدی، دلته چې کوم څه روان دي دا زبردستي روانه ده او زمونږ پوره دا باور وو چې ايين او قانون به د دغه زبردستي مخه نيسي او نن هغه فيصله راغله".

د پاکستان حکومت تېر کال د نومبر په مياشت کې د غېر قانوني غېر ملکيانو ويستلو پرېکړه کړې او د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پيل شوې وه، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.

د يو اېن ايچ سي ار ترمخه، په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډه شوو کسانو کې ګڼ داسې دي چې که دوی بيرته ستنول کيږي نو په افغانستان کې د چېلنجونو سره مخ کېدی شي، ځکه يو اېن اېچ سي ار د پاکستان د حکومت سره په دغې اړه خبرې کوي.

پېښور هايکورټ د افغان هنرمندانو په خواست اورېدنه د نامعلومه وخته پورې ځنډولې ده.

(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي).

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG