لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او ټرمپ په صدارتي مباحثه کې په افغانستان کې د انساني حقونو په بحران خبرې و نه کړې


د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن په کوربتوب مباحثه کې، په کال ۲۰۲۱ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو په سر ټرمپ د بایډن په تګلاره تنقید وکړو
د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن په کوربتوب مباحثه کې، په کال ۲۰۲۱ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو په سر ټرمپ د بایډن په تګلاره تنقید وکړو

د امریکې صدر جوبایډن او پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د سږ کال د صدارتي انتخاب په لړ کې د زیارت، پنجشنبې، په ماښا په وړمبۍ مباحثه یا مناظره کې د یو بل سره مخامخ شول، په یو شمېر موضوعاتو يې تاوده بحثونه يې وکړل او د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په سر وجنګېدل خو د طالبانو د واکمنۍ لاندې هېواد کې د انساني حقونو په بحران يې خبرې و نه کړې.

د امریکې سي اېن اېن ټېلې وېژن په کوربتوب مباحثه کې، په کال ۲۰۲۱ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو په سر ټرمپ د بایډن په تګلاره تنقید وکړو.

بایډن خپله دفاع وکړو خو یو هم طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او د انساني حقونو په زیاتېدونکي بحران څه بحث و نه کړو.

امریکايي ځواکونو د انخلا او د هغه وخت د افغان حکومت د نسکورېدو وروسته، طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي او د شریعت د خپلې تشریح دلاندې یې د جینکو په تعلیم، د ښځو په کار روزکار، سفر او د حرکت ګڼ شمېر قدغنونه لګولي دي. جینکۍ د شپږم جماعت نه پورته سکول نه شي وېلی او ښځې د کار روزګار نه منع کړی شوي دي. د ښځو او د انساني حقونو نړیوال تنظیمونه په افغانستان کې دغه صورتحال د تشویش وړ بلي.

په واشنګټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د ساوت اېشیا انسټېټیوټ ډرېکټر مایکل کوګلمېن وي او ای ته وویل افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته، جنګ ځپلی هېواد د امریکایانو د نظر او د ذهن نه وتلی دی نو ځکه دا د تعجب خبره نه ده چې ټرمپ او بایډن په افغانستان کې په موجود دردونکي صورتحال د خبرو په ځای په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د انخلا په وروستیو ورځو خبرې وکړې.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه، قطر، کې د افغانستان په صورتحال نړیواله غونډه کېدونکي ده خو د شهري حقونو فعالان او د افغان ښځو استازي به په ناسته کې نه وي.
د دوحه په غونډه کې د افغان فعالانو په نشت والي د انساني حقونو تنظیمونو تنقید کړی دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم هیومن رایټس واچ چارواکې هېدر بار وویل دا د حېرانتیا خبره نه ده چې نه ټرمپ او نه هم بایډن د افغان مېرمنو او جینکو د حقونو په اړه یو لفظ هم و نه وېلو.

مېرمن بار د ایمېل دلارې وي او ای ته وویل پکار ده چې د مباحثې کوربه د ټرمپ او د بایډن نه په خصوصي توګه د هغه حالاتو په اړه پوښتنه کړی وی چې دواړه په کې لاس لري چې اوس په دنیا کې د ښځو سنګین بحران دی او داسې بحران دی په هره ورځ په کې ژورتیا کېږي.

بار دې خبرې ته پام وګرځولو چې طالبانو سره د کال ۲۰۲۰ د امن معاهده د ټرمپ د حکومت په سرپرستۍ کې وشوه او طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان نه وې شاملې او نه هم د هغوی د حقونو خبره په اېجنډا کې شامله وه.

د کال ۲۰۲۰ د امریکې او د طالبانو معاهدې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا لاره هواره کړه او دا ډول هغه جنګ ختم شو چې د امریکې د تاریخ د تولو نه اوږد بلل کېږي.

هیومن رایټس واچ هېدر بار وویل اوس بایډن د دوحه غونډې ته سفاراتکاران لېږي چې حالات به په کې د مخکې په شان وي، ښځې به په اېجنډا او نه په مېز ناستې وي.

په قطر کې د افغانستان په اړه به دا د خپل نوعیت دریمه غونډه وي چې دوحه پروسېس يا دوحه بهیر بلل کېږي او طالبانو سره د ښکیلتیا په غرض د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس شروع کړې.
طالبان په اولنۍ دوو غونډو کې نه وو خو دا ځل يې په کې د شرکت اعلان کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مباحثه کې ټرمپ وویل بایډن د هغه ۱۳ امریکايي عسکرو د مرګ ذمه وار دی چې د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال د کابل هوايي اډي سره نږدې په ځانمرګي حمله کې وژل شوي دي. داعش د حملې ذمه واري منلې ده.

ټرمپ وویل د امریکې په تاریخ کې د ټولو نه "شرمناک" وخت په سره یو جنرل هم برخاست نه کړی شو، د بېلینونو ډآلرو مالیت الات شاته پرېښودل شوو، ۱۳ ښکلي عسکر ووژل شوو عن تر دې چې امریکايي شهریان وروسته پرېښودل شوو.

ټرمپ وویل هغه د افغانستان نه وتلو په وقار او طاقت او بایډن ته په اشاره هغه زیاته کړه دا د ملک په تاریخ د تړلو نه زیاته "شرمناکه" ورځ وه.

بایډن افغانستان د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د خپلې تګلارې دفاع وکړه او و يې وېل د یو لک نه زیات امریکایان او نور خلک يې د پروازونو په زریعه د افغانستان نه راوویستل. بایډن د ټرمپ په حملو هم تقنید وکړو او ویې وېل د "بې عقلۍ" دومره خبرې یې په ټول عمر کې وې اورېدلې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان د خرانې وزارت د تېلو قيمتونه زیات کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG