لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوحې په غونډه کې طالبانو لويديځ سره په اړيکو او په ښځو د بنديزونو څخه پام په اړولو ټینګار کړی


په اوسنۍ غونډه کې د طالبانو د عبوري حکومت د مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون کوي
په اوسنۍ غونډه کې د طالبانو د عبوري حکومت د مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون کوي

د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان دپاره د 24 پورې هيوادونو د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه په قطر کې پيل شوې، د طالبانو پلاوی پکې هم ګډون کوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ پیل شوې غونډه کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د اقتصادي بنديزونو د لرې کېدو غوښتنه تکرار کړې، او په ښځو د بنديزونو د نکتې سره یې اختلاف کړی او دغه خبره یې رد کړې ده.

طالبان چې په کال 2021م کې په افغانستان واکمن شوي، د شپږم ټولګي نه بره د جينکو په تعليم او د ښځو په کار روزګار او سفري او ځينې نور بنديزونه هم لګولي دي.

طالبانو د دوحې په غونډه کې د لويديځ هيوادونو سره د زياتو اړيکو جوړولو ليوالتیا څرګنده کړې ده.
طالبان په لومړي ځل د افغانستان په اړه کومه نړيواله غونډه کې ګډون کوي.

د دغو غونډو لړۍ د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر (جنرل سيکرټري) انتونيو ګوټېرش پيل کړې او د [دوحې پروسېس) نوم ورته ورکړل شوی دی.

د خبرو مشري د ملګرو ملتونو انډر سيکرټري جنرل روز مېري ډي کارلو کوي. د غونډې ګډون والو وي او اې ته ويلي، د طالبانو ګډون دغه عمل مخ په وړاندې بوتلو دپاره مهم دی.

د دوحې په غونډه کې د بشري حقونو د فعالو په نشتوالي او طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي او د افغانستان نه بهر هم په دغه عمل نيوکې کيږي.

ملګرو ملتونو د روان کال په فرورۍ کې هم دغه ډول غونډه رابللې وه، په ياده غونډه کې د بشري حقونو کار کوونکي بلل شوي، او په افغانستان کې د بشري او ښځو د حقونو د کارکوونکو د بلل کېدو له امله طالبانو په یاده غونډه کې ګډون نه وو کړی.

ملګرو ملتونو دې ځل له په غونډه کې د طالبانو د ګډون يقيني کولو دپاره د بشري حقونو کار کوونکي نه دی بللي.
تېر کال د مې په میاشت کې چې د دې لړۍ پیل شوی وو طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

په اوسنۍ غونډه کې د طالبانو د عبوري حکومت د مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.

غونډې ته په وينا کې مجاهد ټينګار کړی، د افغانستان تړل شوې شتمنۍ دې پرانستل شي يا دې ازادې کړل شي او د بېنکونو په نظام لګول شوي بنديزونه دې ختم کړل ځکه چې د افغانستان نړيوال اقتصادي نظام کټ دی.
هغه ويلي، دغه ډول بنديزونه د افغانستان د اقتصادي پرمختيا په وړاندې خنډ جوړيږي.
په غونډه کې د نړيوال بېنک او اسيايي پرمختيايي بېنک استازو ته په مخاطب کولو سره ذبيح الله مجاهد ويلي، افغانان پوښتنه کوي چې په اقتصاد او تجارتي بندیزونو کې د نرمۍ کولو عمل ولې په قلاره دی؟ حکومت او شخصي سېکټر پرله پسې د مختلفو چېلنجونو سره ولې مخ دی؟.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو سره امریکې د افغان مرکزي بېنک اووه اربه ډالره شتمنۍ تړلي دي.

د امریکايي صدر جوبايډن انتظامیې په کال 2022م کې د دغو پېسو څخه نيمې په سویټزرلېنډ کې يوې ادارې ( د افغان ولس دپاره فنډ) ته منتقل کړې وې، او پاتې پېسې اوس هم د امریکا سره تړلې پرتې دي.

ذبيح الله مجاهد په خپله وينا کې د جينکو د تعليم، ښځو په کارونو او سفري بندېزونو په اړه په څرګند ډول څه نه دي ويلي خو دا یې د کلتور، مذهب او پاليسۍ سره اختلاف ګرځولی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رچرډ بېنيټ په یو وروستي رپورټ کې د طالبانو سخت دريځه بندېزونه [ په ټوله ابادۍ حمله] او [بشريت خلاف جرمونو] په نوم ياد کړي وو.

مجاهد په خپله وینا کې ويلي، هغه د دې خبرې څخه انکار نه کوي چې ځينو هيوادونو ته د اسلامي امارت [ د طالبانو د واکمنۍ] د اقداماتو څخه پرېشاني کېدی شي.

هغه ويلي، د پاليسۍ سره اختلاف دومره حد ته سېوا کول نه دي پکار، چې طاقتوره هيوادونه د خپل قوت څخه ګټه پورته کړي چې په افغان ولس د امنيت، سياست او اقتصاد فشار سېوا کړي او د هغې له امله د افغان ولس ژوند ډېر اغېزمن شي.

نوموړي په امریکا او لويديځ نيوکې کړي چې په طالبانو د دې فشار اچوي چې دوی خپل دريځ نرم کړي، هغه د دغو هيوادونو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان کورنۍ چارې دې د نړيوالو اړيکو څخه جلا کړي.

هغه د روس، چين او نورو هيوادونو سره د طالبانو د اړيکو يادګېرنه کړې او ويلي يې دي په افغانستان کې واکمن طالبان د لويديځ سره هم اړيکو ته لېوالتيا لري.

هغه هيله څرګنده کړې چې لويديځ به هم دغه ډول دوه اړخيزه اړیکو ته لومړيتوب ورکړي.

د اتوار/ يکشنبې په ورځ د غونډې پيل کېدو نه وړاندې د طالبانو پلاوي د روس، سعودي عرب، هند او ازبکستان د استازو سره هم ليدلي دي.

په افغانستان کې د امريکې د دوو لسيزو د جګړې د خاتمې وروسته په اګست 2021م کې په واک کې د راغلو طالبانو عبوري حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

خو په افغانستان کې د 16 هيوادونو سفارتونه موجود دي او چين يواځينی هيواد دی چرته چې طالبانو خپل سفير ټاکلی دی او بيجنګ هم په کابل کې خپل سفير په ځای کړی دی.

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، دا يو ښه عمل دی ټول د اړيکو خبره کوي. هغه ويلي دا يو حقيقت دی چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون څخه په ډاګه شوه چې ملګري ملتونه ډېر څه کولی شي.

د ملګرو ملتونو لخوا په ياده غونډه کې د ښځو په نه بللو او په ايجنډا کې د ښځود مسلې نه شاملولو باندې د بشري حقونو نړیوال تنظيمونه نيوکې کوي خو د دې باجود يو هيواد هم په غونډه کې د ګډون څخه انکار يا بايکاټ نه دی کړی.

د امریکې، کېنېډا او ناروی په ګډون د لويديځ نورو هيوادونه او د يورپي يونين استازي په غونډه کې ګډون کوي او د شنګهايي د مرستو تنظيم (اېس سي او) او د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او آی سي) استازي هم د غونډې برخه وال دي.

يو لويديځ سفارتکار وي او اې ته ويلي، په دې غونډه کې د ګډون فشار وو، او د دې غونډې څخه د ګټې اوچتولو ترڅنګ رغنده احساس وو.

هغه ویلي، دا يو ښه عمل دی چې د طالبانو سره معاملاتو دپاره د نړۍ هيوادونو د يو منظمه لارې انتخاب کړی دی، د طالبانو د واکمنۍ درې کاله پوره کيږي خو د واکمنو طالبانو او نړيوالې ورورولۍ ترمنځ غټ تقسيم موجود دی.

اصف دراني ويلي، د استازو په بنده کمره کې ويناګانو کې د ښځو په حقونو خبره شوې خو طالبانو یې داسې څرګند ځواب نه دی ويلی ځکه دا د هغو دپاره ستونزمنه مسله ده.

په غونډه کې ګډون والو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودګۍ او ښځو د حقونو په معامله اندېښنه څرګنده کړې، خو د غونډې وروسته د طالبانو د پلاوي مشر ذبيح الله مجاهد خوشاله ليدل کېدو.

وي او اې سره په خبرو کې ذبيح الله مجاهد ويلي، د افغانستان په اړه د ټولو هيوادونو دريځ مثبت وو ځکه ټول د افغانستان سره مرستې کول غواړي.

په غونډه کې ګډون والو څو استازو وي او اې ته ويلي، خبرې اترې په ښه ماحول کې ترسره شوي او د دې څخه به په راتلونکې کې د نورو اړيکو لارې پرانستل شي.

نن د ګل/ دوشنبې په ورځ به هم غونډه روانه وي او افغانستان کې په شخصي کاروبار او نورو چارو به پکې بحث کيږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG