لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ټرمپ سره په مباحثه کې د بایډن کارکردګۍ ډیموکرېټان مایوسه کړي او پر امیدوار کولو یې فکر کوي


د جون پر 27مه له مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ سره د امریکې د ولسمشر جوبایډن مباحثه ډیموکرېټانو کمزورې بللې او مایوسه کړي یې دي ځکه پر دې فکر کوي چې پر ځای یې بل صدارتي امیدوار را مخته کړي که څنګه، خو بایدن پرون هڅه کړې چې د خپل ګوند د اندېښنو مخه ونیسي.

دا د جو بایډن د اتحادیانو لپاره ډېره مهمه وه چې هغه د پنجشنبې- زیارت په شپه په صدارتي مباحثه یا مناظره کې پیاوړی را څرګند شي او د 81 کلن ډیموکرېټ امیدوار د بدني روغتیا او ذهني وړتیا په اړه پوښتنې کمې شي.

خو د امریکې د سیاست په تر ټولو لوی سټېج باندې بایډن په دغو معتدلو توقعاتو باندې پوره ونه خوت.

سپیې ماڼۍ ویلي تر مباحثې وړاندې صدر بایډن زکام وو او ستونی یې خوږېده خو د کرونا د ټیسټ نتیجه یې منفي وه. د هغه انتخاباتي ټیم هم ویلي چې زکام یې درلود خو په مباحثه کې کارکردګي یې لا ډېرې اندېښنې پیدا کړې دي.

د شاوخوا یوې نیمې ګنټې له مباحثې وروسته د صدر بایډن اتحادیان، د ګوند تګلاره جوړوونکي، د هغه عمله او رایه ورکوونکي د هغه د مباحثې پر کارکردګۍ ډېر اندېښمن وو.

د بحث په وخت بایډن پرله پسې په خبرو کې درېده، ژبه یې نښته او په خبرو یې پوهیدل ګران وو، ځکه نو ډیموکرېټانو په خپلو شخصي او عامو خبرو کې دا پوښتنه هم کړې چې ایا ګوند ټرمپ ته خپل امیدوار بدل کړي یا داسې ورته کول پکار دي که نه.

مخکینی ډیموکرېټ سنېټر کلېر مک کاسکیل د مباحثې په شپه له ایم ایس این بي سي ټیلیویژن سره په خبرو کې وویل:

"یواځې زه نه یم چې زړه مې مات شو، ډېر خلک دي چې نن [د جون د 27lمې په] شپه د جو بایډن په اړه ډېر اندېښمن دي، زه نه پوهیږم د حل لاره څه کېدی شي".

خو ددې اندېښنو باوجود د جو بایډن د انتخاباتي ټیم د مطبوعاتو مشر مایکل ټایلر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، هیڅ داسې خبرې نه شته چې د بایډن لرې کېدل غواړي. ښاغلي ټیلر ډاډ ورکړ چې د ستمبر پر 10مه په دویمه مباحثه کې صدر له ټرمپ سره د ښې سیالۍ ژمنه کړې ده.

له مباحثې وروسته په یوه بیړنۍ سروې کې 49 فیصده خلکو ویلي، د ډیموکرېټ ګوند باید د بایډن پر ځای بل څوک انتخاباتو ته ودروي او یواځې 30 فیصده خلکو بیا ویلي چې بایډن دې د امیدوار په توګه پاته شي.

دا وخت تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا په دې لومړۍ مباحثه کې د بایډن "کمزورې کارکردګي" خو به د هغه امیدوار کېدو ته زیان نه رسوي؟ ډېری رایه ورکوونکو لا تر اوسه د ټاکنو په اړه ذهن نه دی جوړ کړی ځکه چې لا ټاکنو ته څلور میاشتې پاته دي.

بایډن د جمعې په ورځ په شمالي کېرولاینا کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ډول په مباحثه کې پر خپلې کارکردګۍ د نیوکو اعتراف وکړ او له ټرمپ سره تر مباحثې ډېر بیداره ښکارېده، هغه په خپله شاوخوا 18 منټه وینا کې ویل:

"زه هغسې بحث نه کوم څنګه چې ما کاوه، زه پوهیږم دا کار څنګه وکړم. زه پوهیږم کارونه باید څنګه وشي".

صدر او د هغه اتحادیان په سلګونو میلین ډالر لري چې د په خپلو حلقو کې یې په اعلاناتو او کمپېنونو ولګوي، ځکه خو په تېرو وختونو کې بیا بیا داسې مثالونه شته چې یو امیدوار په صدارتي مباحثه کې له خرابې ابتدايي کارکردګۍ وروسته بیرته په ولس کې خپل ملاتړ تر لاسه کړي.

د 2012م کال د انتخاباتو لپاره د کمپېن په وخت د بارک اوباما او میټ رومني تر منځ د مباحثې مثال هم ورکول کیږي چې اوباما ونه شو کولای له خپل ریپبلکن سیال سره په بحث کې مقابله وکړي.

د 2024م کال د ټاکنو لپاره د بایډن د امیدوار کېدو کمپېن ځکه کیږي چې رایه ورکوونکي به اخر د دې 81 کلن باتجربه سیاستوال ملاتړ وکړي، ولې چې لوی شمېر ووټران لا هم د دواړو امیدوارانو تر منځ سیالۍ ته خوشاله نه دي.

خو له دغو حالاتو سره سره د بایډن انتخاباتي ټیم ټینګار کوي چې صدر بایډن لا هم کولای شي ټرمپ ته هغسې ماتې ورکړي څنګه چې یې ی څلور کاله مخکې ورکړې وه.

د بایډن انتخاباتي ډلې ډېر مخکې ویلي بایډن کولای شي په اسانۍ سره د ټرمپ د ګډوډ مشرتوب په اړه خلکو ته پرله پسې خبرې وکړي او په دې توګه سیاسي شهرت وګټي، خو په مباحثه کې د بایډن له کارکردګۍ وروسته دا باور هم مات شوی دی.

د صدر بایډن مرستیالې کاملا هېریس له مباحثې وروسته سي این این ته په خبرو کې وویل، "دا یو ورو پیل دی، دا ټولو ته ښکاره ده، زه نه غواړم پر دې ټکي بحث وکړم، زه په نومبر کې د ټاکنو په اړه خبرې کوم. زه زموږ د ټولنیز ژوند د تر ټولو مهمو ټاکنو په اړه خبرې کوم".

د کېلیفورنیا ګورنر او د مستقبل ممکنه صدارتي امیدوار ګېوین نیوسم ډیموکرېټانو ته مشوره ورکړه چې له اوسه دې نه وارخطا کیږي. نیوسم د بایډن له مهمو استازو ګڼل کیږي، هغه ایم ایس این بي سي ته وویل:

"زه فکر کوم دا ګټه نه کوي، دا غیرضروري کار دی، موږ باید مخکې لاړ شو او سر اوچت ونیسو. موږ باید د خپل صدر بشپړ ملاتړ وکړو. موږ باید یواځې د یوې [مباحثې د] کارکردګۍ له امله شاته لاړ نه شو، کوم ګوند داسې کوي؟".

خو پر دې هر څه باوجود لا هم د ډیموکرېټانو تر منځ اندېښنه شته او دوی د خپل ګوند مشرتابه هڅوي چې د بایډن پر ځای بل امیدوار د ټرمپ مقابلې ته وړاندې کړي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان د خرانې وزارت د تېلو قيمتونه زیات کړي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG