لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسیلاب ځپلو ډاډګیرنې لپاره وزیراعظم شهباز شریف دټانک اؤ ډیره اسماعیل خان سفرونه کړي


وزیراعظم شهباز شریف د سفر پر مهال وويل، چې سېلابونو په دې ضلعو کې شاوخوا يوولس زره کورنۍ زيانمنې کړي او دوه تنه پکې مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي
وزیراعظم شهباز شریف د سفر پر مهال وويل، چې سېلابونو په دې ضلعو کې شاوخوا يوولس زره کورنۍ زيانمنې کړي او دوه تنه پکې مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سېلاب نه د زیانمنو کورنیو د ډاډګیرنې اؤ دمرستې دفعالیتونو دجاج اخستو لپاره د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعو ټانک او ډیره اسماعیل خان ته سفر کړی اؤ دغلته یې بارانونو کې دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو او سیلاب ځپلو کورنیو سره دمالي مرستو اعلان کړی دی.

خو د سیمې خلک وایي د مرستو سره دې د سیلاب نه په مستقل ډول دخلکو د ژغورنې لپاره انتظام وکړل شي.

د ټانک ضلعې احمد شاه کلي اوسیدونکي ملک ګل بادشاه بیټني وي او ای ډیوه ته وویل د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ نالۍ راختلي اؤ په ګڼو سیمو سیلابي اوبه ورماتې شوي چې خلکو ته یې درانه مالي اؤ‌ځاني زیانونه ور اړولي دي.

هغه وویل دوی هر کال د پشکال بارانونو کې د مشکلاتو سره مخ کیږي خو د علاقې منتخب استازي د دوی د سیلابونو نه د ژغورلو مستقل غم نه کوي.

وزیراعظم شهباز شریف د سفر پر مهال وويل، چې سېلابونو په دې ضلعو کې شاوخوا يوولس زره کورنۍ زيانمنې کړي او دوه تنه پکې مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

وزيراعظم شهباز شريف وويل وفاقي حکومت د ژوبل شويو كسانو لپاره نغدي مرسته له 25,000 روپو څخه 250,000 روپو ته لوړه كړې او په بشپړه توګه زيانمن شوؤ د خټو او پخو كورونو لپاره د پینځوؤ لکو روپو او نیمه زيانمن شوو لپاره د دوو لکو روپو مرسته ورکوي۔

هغه د وینا پرمهال په صوبه کې د سېلاب له وجې مرکزي سړکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه دسړکونو دڅار ادارې اين ايچ ای ته د سړکونو دبیا رغونې لارښونه وکړه .

وزیراعظم وویل د سېلابونو او طوفاني بارانونو له امله د متاثره شويو خلکو د بحالۍ باوري کولو لپاره د وفاقي او صوبائي حکومتونو او محکمو اجتماعي کوششونه ضروري دي۔ او سیلاب ځپلو کورنیو سره دا مرستې د صوبایي حکومت له مرستو پرته دي.

د صوبې حکومت د ټانک ضلعې سیلاب ځپلو د بیا اباد کارۍ د پاره 20 کروړه روپې مرسته اعلان کړې خو دټانک ضلعې د عوامي نیشنل ګوند مشر فضل کریم تتور وایي ټانک کې هر کال سیلابونه عامو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د سیلابونو یو علت ټانک زام دی او دغلته د ډیم جوړولو سروی هم شوې او که دا عملي شي دا خلک به د سیلاب اوبو نه وژغورل شي .

د ټانک ضلعې نه د جمعیت عملماء اسلام ف ګوند سره تړاو لرونکی دمرکزي پارلیمان غړی او د مواصلاتو وزیر اسد محمود او صوبایي پارلیمان کې محمود بیټني د خلکو منتخب استازي دي.

د پاکستان د جمهوري غورځنګ(پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان چې د وزیراعظم سره هم په دغه سفر کې ملګری ؤ ، ویلي د ټانک زم او نورو وړو بندونو جوړول به د سېلابونو نه د سیمې او د هغې د انفراسټرکچر په ژغورلو کې مرسته وکړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG